د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ولې افغان پانګوال د خپل هیواد پر ځای په ایران کې پانګونه کوي؟


په هرات کې یوه فابریکه
په هرات کې یوه فابریکه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې له ایران سره د سوداګرۍ زیاتوالی په هغه هېواد کې د افغانانو له خوا د زياتې پانګونې لامل شوی دی.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د افغاني شرکتونو د شمیر او پانګونې په اړه له جزییاتو ورکولو پرته ازادي راډيو ته وویل: «په سیمه کې زموږ سوداګرۍ له ایران سره ډیره شوې ده، له همدې امله پانګونه زیاته شوې، شرایط ښه او انرژي ارزانه ده، نور سهولتونه هم دي، د افغانانو تولیدات نړیوالو بازارونو ته لیږدول کیږي له همدې امله خلک هلته پانګونه کوي.»

ښاغلي الکوزي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې د ګډې خونې ريیس محمود سیادت وویل، افغان سوداګرو په ایران کې تر درې میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

سیادت د چهارشنبې په ورځ (جولای ۱۰ مه) د ایران "ایسنا" خبري اژانس ویلي چې په ایران کې د ثبت شویو شرکتونو له ۵۰ سلنې څخه ډېر په افغانانو پورې اړه لري.

له بلې خوا ښاغلی الکوزی وايي، وروسته له هغه چې د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شو او امریکايي ځواکونه له هېواده ووتل، خلکو خپلې پانګې د ترکیې، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته انتقال کړې.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمیر فابریکه لرونکي خپلو ستونزو ته په اشارې وايي، د تولیداتو لپاره د لازمو بازارونو نشتوالی پانګه وال دې ته اړ باسي، چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

په کابل کې د بوټونو د یوې فابریکې خاوند محمد طارق ازادي راډيو ته وویل: «د بازار نشتون د دې زمینه برابروي چې خلک خپله شتمني ایران ته یوسي او هلته خپل کار او بار پیل کړي، ځکه چې موږ دلته په تاوان کار کوو، همدا اوس له خلکو او د اومو موادو له پلورنکو څخه پوروړي یوو، زموږ شتمني نیمه شوې، ځکه چې بازار نشته او حکومت د دې پر ځای چې زموږ ملاتړ وکړي ګمرکي تعرفې يې په چينايي مالونو ټيټې کړي.»

تر دې مخکې په ایران کې یوه افغان پانګوال سعود بختیار ازادي راډیو ته ویلي و چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط برابر نه دي.

نوموړي افغانستان ته د هغوی د نه راستنېدو يو لامل د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت محدوديت ياد کړی و.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده. طالبانو ویلي، هڅه کوي چې افغان سوداګر خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

اقتصادپوهان له افغانستان څخه په بیلابېلو عواملو د شتمنیو د وتلو پایلې ناوړه ګڼي.

اقتصاد پوه عبدالنصیر رښتیا ازادي راډیو ته وویل: «په افغانستان کې بېوزلي او بیکاري د پانګونې د نشتون پایلې دي، او بیکاري په یو قوطۍ غوړيو او یوې بورۍ اوړو نه حل کیږي، بېوزلي او بیکاري هغه وخت کمیږي چې د هیواد دننه پانګونه وشي.»

ښاغلي رښتیا زیاته کړه، په تېر جمهوري نظام کې د ناامنیو او اداري فساد زیاتوالی، د افغانستان د ودې د مخنیوي لپاره د ګاونډیو د «دښمنانه پلانونو» او ځینې سیاسي لاملونو، په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې اساسي ستونزې دي.

اقتصاد پوهان خبرداری ورکوي، که حکومت په دې برخه کې ستونزې هوارې نه کړي، ښايي د هېواد اقتصادي وضعیت نورهم خراب او بېوزلي او بېکاري لا زیاته شي.

XS
SM
MD
LG