د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د طالبانو زندان کې پر یوې فعالې د جنسي تېري د یوې ویډیو د لیدلو ادعا شوې


د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي
د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي

ګارډین ورځپاڼې او د رخشانې په نوم رسنۍ په یو ځانګړي راپور کې ادعا کړې چې د طالبانو په زندان کې یې د ښځو د حقونو پر یوې زنداني شوې فعالې د جنسي تېري ویډیو ليدلې ده.

ګارډین ورځپاڼې او رخشانه رسنۍ ادعا کړې، داسې شواهد یې موندلي چې ښيي د طالبانو په زندان کې د ښځو د حقونو په یوې فعالې ډله‌ییز جنسي تېری کېږي.

دغو رسنیو د چهارشنبې په ورځ په یو ځانګړي راپور کې ویلي، د جنسي تېري داسې ویډیو یې ترلاسه کړې چې په کې دوه نارینه پر یوې ښځې په وار وار جنسي تېری کوي.

دغو دوو رسنیو په خپل ګډ راپور کې ویلي، په ویډیو کې چې د یو وسله‌وال کس له لوري په ټلیفون اخیستل شوې زنداني مېرمنې ته ویل کېږي چې خپلې جامې وباسي.

ګارډین او رخشانه ادعا کړې چې دغې ښځې ویلي، د طالبانو ضد لاریون کې د ګډون په تور نیول شوې او د طالبانو په زندان کې د بند پر مهال پرې جنسي تېری شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته زنداني مېرمن له افغانستانه وتلې، خو په جلاوطنۍ کې د طالبانو پر ضد له څرګندونو وروسته ورته دا ویډیو استول شوې او ورته ویل شوي که پر طالبانو خپلو نیوکې ته دوام ورکړي دا ویډیو به په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې مخکې یې ورته ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په همدې حال کې یو شمېر هغه نجونو او ښځو چې د طالبانو له‌خوا زنداني شوي او بېرته خوشې شوي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د زندان پر مهال جنسي ځورول شوي دي.

څو میاشتې وړاندې په کابل کې د بدحجابۍ په تور نیول شوۍ یوه مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "هغوی زموږ ډېره بې عزتي وکړه، هر یو یې په موږ د لاس اچونې هڅه کوله، کله چې ما چیغه کړه چې ماته لاس مه راوړه، هغوی زما جامې کش کړې او څېرې شوې، بیا دوی په ما پورې خندل دا وخت ما یوازې د مرګ هیله درلوده."

د تمنا زریاب پریاني په نوم یوه معترضه مېرمن، چې د خپلو طالب ضد هڅو په تور د طالبانو له لوري نیول شوې وه، وایي چې په زندان کې پرې جنسي تېری نه دی شوی، خو ادعا کوي چې دغه ډول پېښې د طالبانو په زندانونو کې شته.

هغې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه: "دا ښځه چې پرې جنسي تېري شوی دا یوازې یوه بېلګه ده چې د دغه ډول پېښې په اړه وايي، خو دا چې له ما سره ورته عمل نه دی شوی دا معنا نه لري چې په نورو ښځو هم جنسي تېري نه دي شوي."

په همدې حال مې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار د ګارډین او رخشانه دا راپور د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې طالبانو د ښځو لپاره د خوندیتوب ټول سیستمونه له منځه وړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

هغې ازادي راډيو ته وویل: "د دې میرمنې کیسه موږ اړ کوي تر څو وپوښتو چې څومره نور خلک به ورته تجربې ولري، موږ پوهېږو چې طالبانو ټول هغه سیستمونه چې په زندان کې یې د ښځو د خوندیتوب او د ښځو له ځورونې څخه د ساتنې لپاره موجود وو له منځه وړي، موږ پوهېږو هېڅ ډول ځواب ورکونه نه‌شته، هغو ښځو ته چې ممکن په زندانونو کې د جنسي ځورونې په ګډون له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ۲۰۲۳م کال په راپور کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خرابوالي ترڅنګ ویلي وو چې په جوزجان، فاریاب، او سمنګان کې پر ۹۰ زنداني مېرمنو د طالبانو له جنسي تېریو وروسته ۱۶ یې امیندواره شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور دا هم ویلي وو چې طالبانو په سمنګان ولایت کې څلور ښځې له پرله پسې جنسي تېریو وروسته اعدام کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور پرته له دې چې د دوی په زندانونو کې پر ښځینه بندیانو د جنسي تېري موضوع ته اشاره وکړي، رد کړی وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG