د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

کرن ډيکر: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو لا هم خبرې روانې دي


ملګروملتونو تر دې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي په ټاکلو سره به د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې پراخه شي.
ملګروملتونو تر دې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي په ټاکلو سره به د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې پراخه شي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژ دافیره وايي، د دې هېواد لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه لا هم خبرې روانې دي.

د دوحې له درېیمې غونډې درې اوونۍ وروسته د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، په‌دې ناسته کې د ډېری هېوادونو ځانګړو استازو په خپلو څرګندونو کې د ملګروملتونو د خپلواکې ارزونې او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ملاتړ کړی دی.

اغلې ډیکر پرون د دوشنبې په ورځ د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په‌دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو ټینګار وکړو او اوس دا مسئله د مېز پر سر ده.

اغلې ډیکر وویل: "استازو په څرګند ډول ملګروملتونو سازمان ته دا موضوع بیان کړه، د افغانستان مسئله ډېره پېچلې ده، باید یو کس د دې کار مسوول و اوسي، د دې ټولو د تنظیم لپاره د یو مرکزي شخص ټاکل اوس د مېز پر سر دي."

مېرمن ډیکر دا هم وویل چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د هېوادونو ځانګړو استازو د افغان مېرمنو د حقونو د ټینګښت موضوع د خپلو هېوادونو لپاره مهمه وبلله.

کرن ډيکر
کرن ډيکر

نوموړې وویل، د دوحې څلورمه ناسته هم جوړېږي، خو وې ویل چې د یوې لوی غونډې له جوړېو مخکې باید ډېر بحثونه وشي.

مېرمن ډیکر وویل، نړۍ به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د عمل پر بنسټ کوي، نه د هغوی د خبرو.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې دا هم وویل، تر اوسه طالبانو په عمل کې داسې څه نه‌دي کړې چې بندیزونه ترې لیرې شي او د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره مدغم شي.

نړۍ به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د عمل پر بنسټ کوي، نه د هغوی د خبرو.
کرن ډيکر

د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه په دوحه کې د طالبانو د حکومتي پلاوي په شتون او د ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، خو په‌دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو نه موجودیت له پراخو نیوکو سره مخ شو.

ملګروملتونو تر دې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي په ټاکلو سره به د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې پراخه شي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې د دوحې په غونډه کې یې د طالبانو د پلاوي مشري هم کوله، ازادي راډيو ته ویلي د افغانستان روان وضعیت او په‌دې هېواد کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما حضور ته په پام د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه‌شته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په‌همدې حال کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالان وايي، په اوسني وضعیت کې ټولو هېوادونو ته پکار ده چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د نړیوالې ټولنې شرطونه او د افغان ښځو غوښتنې ومني.

له ډلې یې کویتا صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "دوی کولی شي پر طالبانو فشار راوړي او منزوي یې کړي، هماغسې چې تر اوسه یې دوی په رسمیت نه‌دي پېژندلي، د ملګروملتونو غړي هېوادونه او متحده ایالت کولای شي له طالبانو سره هیڅ ډول سیاسي اړیکي ونه پالي او په‌دې ډول به دغه ډله یانې طالبان چې په بشپړ ډول سیاسي انزوا ته لاړ شي اړ دي چې د افغان ښځو غوښتنې ومني."

مخکې تر دې د سیاسي چارو یو شمېر پوهانو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د کار څرنګوالي په ځانګړي ډول د ښځو او مدني ټولنې له استازو سره د اړیکو او د سیمې د هېوادونو او ملګروملتونو د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو ته په اشارې سره ویلي وو، طالبان دغو دلایلو ته په پام سره د دغه استازي له ټاکلو سره مخالف او سیاسي مشارکت ته لېواله نه‌دي.

خو طالبان ادعا کوي چې د دوی حکومت ټول‌شموله دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG