د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

یونېسف: یو پر درېیمې برخې افغان ښځې له روغتیایي مرکزونو بهر ماشومان زېږوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون نسايي او ولادي څانګه
ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون نسايي او ولادي څانګه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په افغانستان کې د اميندوارۍ او زېږون پر مهال د ښځو د جدي ګواښونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وایي، په دغه هېواد کې یو پر درېیمه برخه افغان ښځې له روغتیایي مرکزونو بهر ماشومان زېږوي.

دغه صندوق د دوشنبې په ورځ ناوخته د جولای په ۱۵مه په یو خپور کړي راپور کې ویلي، یوازې ۶۷ سلنه ښځې په افغانستان کې د متخصصو ډاکترانو او تر نظر لاندې زېږون کوي.

یونېسف وایي، کله چې مېندې له روغتیایي مرکز بهر او د متخصص ډاکتر په نه‌شتون کې ماشوم زېږوي، ژوند یې له جدي خطرونو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق په‌داسې حال کې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د ښځو د نه لاسرسي او له امله یې د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه ښیي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، افغانستان د مېندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې درلودونکي هېوادونو په کتار کې دی.

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په خپل اوم ماشوم یوې اميندوارې مېرمن په‌دې ولسوالۍ کې د اميندوارو میندو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا رښتیا خبره ده چې زموږ په وطن کې ډاکتر نه‌شته (کم دي) د هر شي حاجت دی چې ډېره راباندې سخته راشي دلته کلینیکونو کې خو یو شی هم نه‌شته، یوازې دا د وینې ګولۍ دي همدا راکوي. تېر کال زموږ په کلي کې د یوې ښځې دوه لورګانې کور کې وزېږېدې، وینه یې ډېره ضایع کړه چې تر روغتون ته رسېده مړه شوه. بل دلته موږ سره یوه ښځه ده چې هر کال یې یو یو ماشوم مري، دوا درمل نه‌شي کولای چې څنګه یې ۷مه میاشت شي په ماشوم یې وینه ور وګرځي، ماشوم ترې مړ شي."

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د هرات د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې انځور
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د هرات د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې انځور

خو د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکترې مرجانې صافۍ ازادي راډیو سره خبرو کې د اميندوارۍ او زېږون پر مهال او ان له هغه وروسته هم ډاکتر، روغتون یا نورو روغتیایي مرکزونو ته د مېندو تلل د مور او ماشوم د روغتیا لپاره مهم وبلل.

د دې په خبره، که چېرې میندې د اميندوارۍ پر مهال ډاکتر ته ولاړې نه‌شي او تر روغتیایي لارښوونو لاندې ونه نیول شوي د زېږون پر مهال د مور دوینې د فشار د لوړېدو، د وینۍ د کمښت، د رحم د حلقې د څېرې کېدو او د ماشومله زېږون وروسته هم له شپږو ساعتونو زیات د وینې د ضایع کېدو او ان د مور د مړینۍ لامل ګرځېدای شي.

اغلې صافۍ زیاته کړه چې د ډاکترې او قابلې په نه‌شتون کې زېږون ماشوم ته په سمه توګه د اکسیجن د نه رسېدو او د ماشوم د دماغي معیوبیت لامل ګرځي.

اغلې صافۍ وايي: تر ټولو خطرناکه خونریزي داخلي خونریزي ده چې د مور او ماشوم د مړینې لامل ګرځي."

هغې وويل: "یو داخلي خونریزي ده او بله هم هغه داخلي خونریزي چې ۸۰سلنه یې بهرنۍ خونریزي جوړوي چې په سترګو لیدل کېږي او ۲۰سلنه داخلي خونریزي ده چې بیا دا په سترګو نه لیدل کېږي او تر ټولو خطرناکه خونریزي داخلي خونریزي ده چې د مور او ماشوم د مړینې لامل ګرځي."

دا په‌داسې حال کې ده چې یونېسف هم په خپل دې تازه راپور کې د اميندوارۍ پر مهال متخصصو ډاکترانو او روغتیایي مرکزونو ته د ښځو حد اقل څلور ځلونو ورتګ مهم بللی او ویلي یې دي چې ان یو شمېر ښځې د اميندوارۍ پر مهال د سالمې تغذیې په اړه هم معلومات نه‌لري.

د یونېسف د بیان پر بنست، یوازې یو پر درېیمه برخه افغان ښځې د اميندوارۍ پر مهال څلور ځلې متخصص ډاکتر یا روغتیایي مرکزونو ته ځي.

له‌دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" هم ویلي وو چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اميندوارۍ اوزېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان هم افغانستان د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې له اړخه له یو بد هېواد بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG