د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

یوناما: اکثریت افغان مېرمنې د عدالت د ترلاسه کولو لپاره په نارینه‌وو او ټولنې اتکا کوي


ارشیف: په بدخشان کې یو شمېر افغان مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په بدخشان کې یو شمېر افغان مېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یا یوناما وايي، په دغه هېواد کې مطلق اکثریت افغان مېرمنې د عدالت د ترلاسه کولو لپاره په نارینه‌وو او ټولنې اتکا کوي.

په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې د ننګونو او ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما او د کډاوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" راپور چې د جولای د میاشتې ۲۵مه نېټه خپور شوی، راغلي چې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلي زیاته شوې ده.

د یوناما نښان
د یوناما نښان

دغه ګډ راپور چې په ۳۳ ولایتونو کې د ۸۸۸ ښځو او د یو شمېر نارینه‌وو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ جوړ شوی، په کې راغلي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه افغان مېرمنې د مهمو موضوعاتو په اړه د سیمه‌ییزو چارواکو سره هېڅ تعامل او اړیکې نه‌لري او د عدالت ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې پر نارینه‌وو او ټولنې باندې اتکا وکړي.

مرکه شویو ۶۴ فیصده ښځو ویلي چې په یوازې سر له کوره بهر ته د تللو پر مهال اصلاً د خوندیتوب احساس نه کوي، په ډېری مواردو کې په عمومي غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي، له سیمه‌ییزو چارواکو سره اړیکې نه لري او نارینه یې باید استازیتوب او د عدالت غوښتنه ورته وکړي.

مرکه شویو ښځو اندېښنه ښودلې چې پر سړیو اتکا به د دې لامل شي چې په بېلابېلو برخو کې د پریکړو نیولو پرمهال د هغوی د نظر په پام کې نه نیول عادي شي.

د یونما او "آی‌اوایم" دا ګډ راپور ښيي چې د ۷۰ سلنه ښځو مالي وضعیت لا پسې خراب شوی او په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندې موجوده محدودیتونو ته په پام د کار او کسب فرصتونه هم د پام وړ کم شوي دي.

راپور وړاندې د ۴۵ سلنه مېرمنو له قوله کاږي چې باید د دوی او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

په ټوله کې راپور په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو د زیاتوالی په اړه اندېښنه ښودلې، خو د ستونزو د حل لپاره یې د ښځو پر فعالې ونډې ټینګار کړی دی.

یو شمېر افغان مېرمنې او مدني فعالانې بیا وايي، په کراتو یې د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړی، خو جدي پام ورته نه کېږي.

په کابل کې یوه فعاله مېرمن وايي: اوس په افغانستان کې له مېرمنو انساني او اسلامي حقونه اخیستل شوي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوس په افغانستان کې له مېرمنو انساني او اسلامي حقونه اخیستل شوي او له بده مرغه د ښځو موجودیت ورځ تر بلې په افغاني ټولنه کې کمرنګه کېږي او همدا اوس دوی په ټولنه کې هېڅ رول نه لري ان په وړو مسئلو کې هم."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د بشري حقونو مشر محب تایب د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې غواړي ټول هغه موارد چې د ښځو پر وضعیت یې په افغانستان کې ناوړه اغېزه کړې، د یوه کره راپور په بڼه ترتیب او وړاندې کړي.

دې استازولۍ دغه شان په خپله ایکسپاڼه کې له ټولو افغان ښځو، د بشري حقونو مدافعانو او مدني ټولنو او په هېواد دننه او بهر له نړیوالو او غیردولتي سازمانونو غوښتي چې په دې اړه دې ورسره معلومات، اسناد او شواهد شریک کړي.

د ښځو د حقونو د خوندیتوب د برخې یوې بلې فعالې فوزیې وحدت بیا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په داسې یوه ټولنه کې چې مېرمنو ټول سیاسي، اجتماعي او مدني حقونه اخیستل شوي وي د هغوی نظر به څه ګټه ولري چې شریک شي. زه فکر کوم یوناما کله نا کله یوازې د یوې اعلامیې یا راپور په خپرولو سره دا ښیي چې موږ هم دلته حضور لرو، خو زما په فکر دا کار هېڅ ګټه نه لري باید اقدامات وشي."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کلنۍ ته په نږدو کې پر دغې ډلې د ښځو د حقونو ته د نه پاملرنې له کبله نیوکې او اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

د یوناما او "آی‌اوایم" په تازه ګډ خپور شوي راپور کې راغلي چې یوازې څلور سلنه افغان مېرمنې او درې سلنه نارینه غواړي چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي.

تر دې وړاندې د ښځو د حقونو د خوندیتوب بېلابېلو بنسټونو هم په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی، خو ښځینه فعالانو بیا وخت ناوخت له ازادي راډیو سره په خبرو کې نیوکه کړې چې د طالبانو حکومت په دې تړاو اندېښنې او پوښتنې بابیزه ګڼلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG