نړۍ
د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د نړۍ په کچه د ښځو له حقونو جدي سرغړونې کړي
د بشري حقونو د څارسازمان "هیومان رایټس واچ" وایي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه جدي سرغړونې رامنځته کړي دي.
دې سازمان پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پهکې تر شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوي.
دغه راز طالبانو د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ حق هم تر پښو لاندې کړی، هغوی یې له ډېرو کارونو څخه راګرځولي، د هغو ښځو خوندیتوب یې لهمنځه وړی چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، روغتیایي خدمتونو ته یې د هغوی د لاسرسي په وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي، له سپورټ او ان پارکونو ته یې د هغوی د تلو مخه نیولې ده.
د خبرپاڼې لهمخې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ دغه وضعیت د تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د ګوښه کولو یو بنسټیز سیسټم بللی دی.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پهدې موده کې افغان ښځې او نجونې په تر ټولو وحشتناکه وضعیت کې ژوند کوي او زیاتوي، د نړۍ ټول هېوادونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د طالبانو له مشرتابه او په افغانستان کې د جدي جرمونو له ټولو مسوولو کسانو سره حساب کتاب کوي.
درې ورځې وروسته د اګسټ پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو واکمني یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهده پېژندلې.
له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه پراخې سرغړونې د دې کار یو اساسي خنډ بلل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو څار ډله: سوریایي یاغیان د حماه تر نږدې څنډو رسېدلي
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، سوریایي یاغیان د حماه مهم ښار تر نږدې څنډو رسېدلي او د دوی د جګړو له امله ګڼ خلک بېځایه شوي دي.
د اسلامپالو په مشرۍ دغه یاغیان د سوریې د څلورم لوی ښار په لور په سرعت مخته شوي او د سوریې یو شمېر شمالي برخې یې نیولي چې په دغه هېواد کې یې له څلورو کلونو راهیسې نسبي چوپتیا ماته کړې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې تېره شپه وویل چې یاغیان اوس د حماه ښار دروازو ته رسېدلي او د ښار په ځینو سیمو یې ډزې کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې مېشته ده، زیاتوي چې د حماه ښار شاوخوا د جګړې له امله ګڼ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره د ۴۷ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه شوې
ملګرو ملتونو د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره له مرستندویو هېوادونو څخه د ۴۷ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د مرستو د څانګې مشر ټام فلیتچر پرون په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، دې پیسو ته په راروان ۲۰۲۵م کال کې د نړۍ له هغو ۱۹۰ میلیون وګړو سره د مرستې لپاره اړتیا ده چې له جګړو څخه تښتېدلي او له لوږې سره لاس ګرېوان دي.
د فلیتچر په وینا ملګرو ملتونو له هغو پیسو څخه چې په روان کال کې یې له مرستندویو هېوادونو څخه غوښتې وې حتی نیمايي برخه لا نه دي ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وېرېږي چې د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه له ملګرو ملتونو سره خپلې بسپنې بندې نه کړي.
فلیتچر په نړۍ کې روان کړکېچونه بېساري وبلل او هیله یې وښوده چې سږ کال به ملګري ملتونه د سوډان، سوریې، د غزې د تړانګې او سوریه په ګډون چې جګړو ځپلي، د ۳۲ هېوادونو له اړو خلکو سره مرسته وکړي.
په ګرجستان کې د معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستل شوی
د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د مظاهرو ضد پولیسو د شپږمې پرلهپسې شپې په مخه بېګا د معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندلو له ماشینونو کار واخیست.
په سیمهییز وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پولیسو هڅه وکړه چې معترضان د پارلمان د وانۍ له مخې لیرې کړي، خو یو شمېر مظاهره چیانو د اوبو پر وړاندې نڅا کوله او ځینو نورو ځانونو تر چتریو لاندې پټ کړي وو.
له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د معترضانو په لیکو کې تندلارو کسانو د تاوتریخوالي غیرقانوني اقدامات پیل کړي دي.
په ګرجستان کې روانې مظاهرې تر ۲۰۲۸ کاله په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د اړوندو مذاکراتو د ځنډولو لپاره د حکومت د طرحې په مخالفت کې پیل شوي.
د ګرجستان صدراعظم ایراکلي کوبا خیدزې د خپلې استعفا غوښتنې رد کړي او ګواښ یې کړی چې خپل سیاسي مخالفان به وځپي.
امریکايي او روسي استازو لفظي شخړه کړې او یوبل یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو تېره شپه په سوریه کې د روان بحران په اړه د امنیت شورا په غونډه کې لفظي شخړه وکړه او یوبل یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړل.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه وکړه.
هغه د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
د سوریې د حکومت مخالفې هیات تحریر شام ډلې تېره اوونۍ حلب ښار ونیو، او د سوریې ځواکونو د روسیې په مرسته له حلب ښار څخه د دې ډلې د وسلهوالو د ایستلو لپاره هوايي حملې پیل کړې دي.
پوتین او اردوغان: د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده
د روسیې او ترکیې ولسمشرانو، ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده.
دواړو ولسمشرانو پرون سې شنبې پرټیلفون خبرې وکړې.
د اردوغان له دفتره پرون سې شنبې په خپره شوې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې سوریه باید د پراخې بې ثباتۍ یوه سرچینه نهشي.
د دغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې، اردوغان له پوتین سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ترکیه د دې ترڅنګ چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته دوام ورکوي، په دې هېواد کې د یوې عادلانه او دایمي حل لارې لپاره هم هڅې کوي.
اردوغان همدارنګه ژمنه کړې چې ترکیه به د کردستان د کارګرانو ګوند، پيکېکې چې ترکیې او متحدوایالتونو هغه یو تروریستي سازمان نومولی، په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
د هغه په خبره، دا ګوند هڅه کوي چې په سوریه کې له رامنځته شوي وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
د ترکیې او روسیې ولسمشران وروسته له هغې په خپلو کې خبرې کوي چې د سوریې یاغیانو تېره اوونۍ په حلب کې د سوریې د رژیم پرځواکونو په حملو سره هغوی له ډېرو سیمو په شا کړل او پر هغو یې خپله ولکه ټینګه کړه.
له هغې راهیسې روسیې د دمشق په ملاتړ د یاغیانو پر مورچلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
اوکراین یوځل بیا په ناټو کې د بشپړ غړیتوب پر غوښتنه ټینګار کړی
اوکراین یوځل بیا په ناټو کې د بشپړ غړیتوب پر غوښتنه ټینګار کړی او وايي چې یوازې د ناټو بشپړ غړیتوب د دې هېواد د راتلونکي امنیت ضمانت کولای شي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها دا څرګندونې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د نننۍ غونډې په درشل کې په یوه بیان کې وکړې او زیاته یې کړه، دی پوره باور لري چې یوازې په دې توګه پر اوکراین او نورو هېوادونو د روسیې د یرغل مخنیوی او د دې هېوادونو د امنیت رښتینی ضمانت کېدای شي.
د سیبیها د دې غوښتنې په ځواب کې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې په اوکراین کې د ناټو غړیتوب د منلو وړ نه دی او دا به د ده په وینا د روسیې لپاره یو ګواښ وي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم څو ورځې مخکې ویلي و چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به هغه څه چې ده د جګړې تود پړاو وباله پای ته ورسوي.
روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین غیرموجه یرغل وکړ چې تراوسه هم دوام لري.
زاروبینا امریکا ته د درواغو په ویلو او د روسیې استخباراتو سره د اړیکو په دوام تورنه شوې
د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې یا "ایفبيآی" FBI د روسیې وګړې نوما زاروبینا د متحدوایالتونو د قانون د تنفیذ ادارو ته د درواغو په ویلو او د روسیې له استخباراتي سره د اړیکو په دوام تورنه کړې.
"ایفبيآی" همداراز د روسیې له یوې مشکوکې اجنټې سره چې د امنیتي ادارو تر تعقیب لاندې وه، خو له امریکا څخه وتښتېده په اړیکو تورنه کړې ده.
د "ایفبيآی"د تورونو له مخې چې د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې د نیویارک ښار د یوې جنوبي ولسوالۍ محکمې ته وړاندې شول، مېرمن زاروبینا په ۲۰۲۰م کال کې د روسیې د امنیتي خدماتو د ادارې FSB له خوا استخدام شوې او د الیسا په مستعار نوم یې فعالیت کاوه.
د لګېدلو تورونو له مخې نوموړې په ژورنالیستانو او کارپوهانو کې د تماس د یوې شبکې د جوړولو هڅه کوله او په عین حال کې یې د سایبریا په تومسک ښار کې په خپل پلرني ټاتوبي کې د "ایفایسبي" FSB د یوه افسر په لارښوونه کار کاوه.
زاروبینا اوس مهال د ۲۵زره ډالرو په مالي ضمانت خوشې شوې، خو له نیویارک څخه پر وتلو او د روسیې له چارواکو سره پر تماسونو یې بندیز لګېدلی او خپل پاسپورټ یې هم تسلیم کړی دی.
د چمن پرلتوالو د سپین بولدک-چمن دروازې د بندولو خبرداری ورکړ
د چمن پرلتوالو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که تر سبا چارشنبې د سپین بولدک چمن د دروازې کاروباریانو او عامو مسافرو ته د افغانستان په تذکرو او پاکستاني شناختي کارډونو د تګ راتګ اجازه ورنه کړي، نو دوی به دا لاره د صادراتو او وارداتو پرمخ بنده کړي.
د پرلتوالو مشر صادق خان ازادي راډیو ته وویل چې پر دې اسنادو د پاکستان د حکومت د بندیز په نتیجه کې قاچاقبرانو ته امکان برابر شوی چې له خلکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې واخلي.
د چمن پرلت شاوخوا څوارلس میاشتې مخکې هغه مهال پیل شو چې د پاکستان حکومت پر چمن-سپین بولدک لاره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د لرلو شرط وضع کړ.
پرلت کوونکي استدلال کوي چې دې شرط د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
ګرجستان کې د حکومت ضد مظاهرهچيان نن سهار د پوليسو له لوري خواره شول
په ګرجستان کې د حکومت مخالف معترضان چې په تېرو پنځو شپو کې یې له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړې نن سهار خواره شول.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور لهمخې، پولیسو د مظاهرهچیانو د تیتوپرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو شیندلو ماشینونه وکارول.
دا مظاهرې تر ۲۰۲۸ کاله په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د مذاکراتو د ځنډولو لپاره د حکومت د طرحې په مخالفت کې پیل شوې.
معترضان وروسته له هغه لارو کوڅو ته راووتل چې، د ګرجستان د هیلو په نوم واکمن ګوند د نوامبر په ۲۸مه پهدې اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.
د امريکا سنا جرګې له افغانستانه د وروستي وتلي امريکايي پوځي د سترجنرالۍ ارتقا ومنله
د امریکا سنا جرګې د هغه جنرال ارتقا ومنله چې، د وروستي امریکايي پوځي په توګه د افغانستان له خاورې ووت او پهدې ترتیب یې شلکلن پوځي حضور پای ته ورساوه.
سترجنرالۍ ته د ډګرجنرال کریستوفر دوناهو ارتقا د څه وخت لپاره د جمهوري پاله سناتور مارکوین مالین لهخوا ځنډول شوې وه.
سنا جرګې د دوشنبې په ورځ د جنرال دوناهو نوې رتبه تایید کړه.
جنرال دوناهو د ۸۲هوايي قطعې قومندان دی او لهدې وروسته ممکن په اروپا یا افریقا کې د امریکايي پوځیانو قومانده ورکړل شي.
یوشمېر جمهوري پاله سناتوران د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې له افغانستانه د وتلو د ګډوډۍ پړه پر امریکایي جنرالانو او قومندانانو اچوي.
منتخب جمهور رییس ډونالډټرمپ چې له افغانستانه د وتلو په بڼه د ولسمشر جوبایډن پر ادارې کلکې نیوکې کړي، په خپلو ویناو کې ګواښ کړی چې له افغانستانه د وتلو د ګډوډې پروسې ټول ښکېل پوځي قومندانان او مسوولین به له دندو ګوښه کړي.
له افغانستانه د امریکا د وتلو په پروسه نیوکې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې، د اګست په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه په یوه خونړي برید کې لږترلږه ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
په هغه برید کې تر ۱۷۰ زیات افغان ملکیان هم وژل شوي وو او سلګونه نور ټپیان وو.
جمهوري پاله منتقدین وايي، پوځي قومندانانو کولای شوای د هغه برید مخه ونیسي خو خپل مسوولیتونه یې سم ادا نهکړل او ناغیړې یې وکړه.