د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د طالبانو ادعا: د افغانستان په زندانونو کې هېڅ امریکايي بندي نه‌شته، خو ۱۵۰ بهرنیان شته


د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي
د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي

د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته چې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان شوي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په زندانونو کې د درېیو امریکايي وګړو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بللی، د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، په دوی پورې اړوند د افغانستان په زندانونو کې هېڅ امریکايي بندي نه‌شته.

د دې ادارې سرپرست محمد یوسف مستري نن یکشنبه د سپټمبر لومړۍ نېټه ملت ته د حساب ورکولو په نوم په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان په زندانونو کې د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ تنه بهرني بندیان شته چې تر ډېره یې جنايي جرمونه ترسره کړي دي.

نوموړي وویل: "اوسمهال د زندانونو د سمون ادارې اړوند زندانونو کې امریکايي بندي نه‌شته، خو هر هېواد داسې ادارې لري چې ښايي په توقیف کې ځینې کسان ولري او له څېړنو وروسته یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي، خو موږ سره نه‌شته. د بهرنیو زندانیانو باره کې ډېری یې په جنايي جرمونو په ځانګړي ډول فریب کارۍ او خلکو ته په دوکه ورکولو کې ښکېل دي چې شمېر یې ۱۵۰ تنو ته رسېږي."

مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوه امریکايي وګړو توقیف کول تایید کړی وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

نوموړي روان لمریز کال د حمل په میاشت کې په یو غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون خپور کړی ویلي وو چې دغه کسان د افغانستان له قوانینو نه د سرغړونې په تور توقیف شوي دي.

مجاهد یو شمېر کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا هم ویلي وو چې حاضر دي دا کسان په امریکا کې له زنداني شویو افغانانو سره تبادله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر اګست میاشتې په اتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو له‌خوا د نیول شویو درېیو امریکايي وګړو پر وضعیت ژوره خواشینې ښودلې وه.

متیو مېلر ویلي وو چې درې امریکايي وګړي رایان کوربت، افغاني الاصله محمود حبیبي او جورج ګیلزمن د طالبانو سره بندیان دي.

نوموړي ویلي وو چې د دغه کسانو خوشې کول د امریکا لپاره لومړیتوب لري.

د افغان الاصله محمود حبیبي ورور هم د طالبانو په زندان کې د حبیبي د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې هغې ته له خپلې کورنۍ سره د اړیکې اجازه نه ورکول کیږي، هغه چې د طالبانو حکومت ویاند ویلي دوی سره نه‌شته.

محمود حبیبي
محمود حبیبي

کوم امریکايي وګړي چې د امریکا چارواکو په خبره خوشې کول یې خپل لومړیتوب ګڼلی او د محکمې او وضعیت په اړه یې هېڅ معلومات نه‌شته، په ټکو یې له تېرو څه باندې دوه کلونو راهیسي طالبانو سره بندیان دي.

د حقوقي چارو پوه میرعبدالواحد سادات ازادي راډيو ته وویل: "که توقیف دوام پیدا کوي، باید د محکمې حکم موجود وي، له بده مرغه د طالبانو په توقیف کې چې کوم تورن کسان ساتل کېږي، په غیرقانوني ډول د دوی حقوق تلف کېږي، باید د محکمې حکم موجود وي او دا واضح وي چې د کوم جرم پر بنسټ دوی نیول شوي او د قوم قانون له مخې دوی ته سزا ورکول کېږي."

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال له ۱۰ تر ۱۲زره په بېلابېلو جرمونو تورن کسان د طالبانو په توقیف خونو کې دي چې لا یې محکمې نه دي شوي.

دغه اداره بندیانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم ردوي وايي، هېڅ داسې ثبوت نه‌شته چې دوی دې په زندانونو کې څوک وهلي یا ربړولي وي.

داسې مهال چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د ګارډین او د رخشانې په نوم یوې رسنۍ د یو داسې ویډیو د موندلو ادعا کړې وه چې ښيي د طالبانو په زندان کې د ښځو د حقونو پر یوې فعالې ډله‌ییز جنسي تېری شوی دی.

دغو رسنیو ویلي وو، دا ښځه د طالبانو پر ضد یوه لاریون کې نیول شوې وه.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه په یوه راپور کې چې د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې يې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپور کړی و، ویلي چې په جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې پر ۹۰ زنداني ښځو د طالبانو له جنسي تېریو وروسته ۱۶ يې امیندواره شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند هغه مهال دغه ادعاوې رد کړې وې.

د دغې ادارې سرپرست محمد یوسف مستري دغه شان په افغانستان کې د شخصي زندانونو شتون هم رد کړ، خو تېر لمریز کال د کب په نهمه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان شخصي زندانونه لري چې په خبره یې له بندیانو سره تر ټولو ناوړه چلند په همدې زندانونو کې کېږي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولانو په وینا، اوسمهال د افغانستان په ټولو زندانونو کې دا مهال د نږدې زرو مېرمنو او نېږدې نهه سوو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱زره کسان بندیان دي.

خو دوی دا ونه ویل چې دا ماشومان په درالتادیب کې ساتل کېږي او که له لویانو سره په عمومي زندانونو کې وخت تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG