د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر تګ د بندیز پرېکړه شرمونکې وبلل شوه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په ورتګ د طالبانو د بندیز د پرېکړې په اړه د غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو دا اقدام شرمونکی بللی دی.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مشرې اېلین پییرسون پرون چهارشنبه په یو بیان کې ویلي چې افغانستان ته د بینېټ په سفر د طالبانو بندیز باید د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو او ځواب ورکولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې اراده پیاوړې کړي.

په بیان کې راغلي، د طالبانو دا پرېکړه د حیرانتیا وړ نه وه، ځکه په ټکو یې دغه ډلې لا له وړاندې بشري حقونو ته پام نه دی کړی.

په همدې حال کې افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په سفر د طالبانو بندیز د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو اندېښنې هم راپارولي دي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا پرېکره غندلې او د افغانستان په اړه د ریچارډ بینېټ راپورونه یې په حقیقت ولاړ بللي دي.

ریچارډ بینېټ تل په خپلو راپورونو او څرګندونو کې د طالبانو په سرغړونو نیوکې کړې دي. په دې انځور کې لیدل کېږي چې د معترضو مېرمنو پر وړاندې یو طالب ولاړ دی. عکس د ۲۰۲۳م کال د جولای د ۱۹مې دی.
ریچارډ بینېټ تل په خپلو راپورونو او څرګندونو کې د طالبانو په سرغړونو نیوکې کړې دي. په دې انځور کې لیدل کېږي چې د معترضو مېرمنو پر وړاندې یو طالب ولاړ دی. عکس د ۲۰۲۳م کال د جولای د ۱۹مې دی.

د شنبه‌های ارغواني په نوم د ښځو د حقونو یو غورځنګ هم په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان په دې توګه د خپلو جرمونو د پټولو هڅه کوي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې که څه هم د طالبانو دا پرېکړه اندېښمنوونکې بولي، خو وايي، ښايي ډېر اغېز ځکه ونه لري چې د دوی په خبره، اوس د بشري حقونو نه د سرغړونې په برخه کې طالبان ټولې نړۍ پېژندلي دي.

د ښځو د حقونو فعالې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل: "که ښاغلی بینېټ له دې وروسته افغانستان ته سفر ونه کړي د طالبانو په پېژندنه ډېر اغېز نه لري ځکه نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، افغانانو او د بشري حقونو بنسټونو ته په دې درېیو کلونو کې د طالبانو کړنې معلومې شوې دي، قتل او قتال، خپلسرو نیونو، ظلم، شکنجو او نیابتي جنګونو په درېیو کلونو کې وښوده چې په افغانستان د بشري حقونو وضعیت تر بل هر وخت خراب دی."

خو د ښځو د حقونو بله فعاله راحل تلاش بیا وايي، د ریچارډ بینېټ په سفر محدودیت د افغان مېرمنو د راتلونکې لپاره اندېښمنوونکی خبر دی او له دې وروسته به هیڅوک نه وي چې د افغان مېرمنو غږ پورته کړي.

هغه وايي: "له بده مرغه دا په دې مانا ده چې افغانستان یوې تیارې تللی او له دې وروسته هیڅوک نه شي کولای چې افغان مېرمنې وژغوري او د دوی غږ واوري، که طالبان په مېرمنو هر ډول ظلم کوي او که خلک وژني او که یې شکنجه کوي هیڅوک به نه وي چې غږ يې پورته کړي ځکه په رسنیو لا له وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې تایید کړه چې دوی پر ریچارډ بینېټ افغانستان ته په ورتګ بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ویلي، دوی دا پرېکړه ځکه کړې چې په خبره یې"هغه د افغانستان پر ضد تبلیغات" کول.

که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو خپله ریچارډ بینېټ ویلي، دی به په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو مستندولو ته دوام ورکړي.

بینېټ پرون چهارشنبه ناوخته په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو له‌خوا افغانستان ته د هغه پر ورتګ بندیز له پراخې نړۍ سره د دوی د ښکېلتیا په اړه د اندېښنې وړ یو زیګنال ورکوي.

بینېټ دا بندیز یو په شاتګ وباله چې د ده په خبره، باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بینېټ د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG