د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر: افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت لا هم کړکېچن دی


ارشیف: په کابل کې د معترضو د مېرمنو له لاریونه یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو د مېرمنو له لاریونه یو انځور

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم جدي دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، سختو اقتصادي اغېزو او بشري اړتیاو خلک ژورې بې‌وزلۍ او ناورین سره مخ کړي دي.

یاد دفتر د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت "یوناما" په همکارۍ، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه په یوه راپور کې چې د سپتمبر په ۴مه نېټه خپور شو ویلي، ښځې او نجونې له لا سختو محدودیتونو سره مخ شوي، مدني فضا او د رسنیو ازادي په جدي توګه محدوده شوې او د قانون حاکمیت او د بشري حقونو بنسټیزه ساتنه له نړیوالو نورمونو سره سمون نه خوري.

"ډېر د ناهیلۍ او خواشینۍ احساس کوم، هغه حقونه چې زما د دین، د افغانستان د قانون او د نړیوالو قوانینو له‌خوا ماته راکول شوي دي، له موږ څخه اخیستل شوي
بهار د کابل اوسېدونکې

د راپور په دوام کې راغلي، پر افغانستان حاکمو چارواکو د یو لړ محدودوونکو احکامو، فرمانونو او اقداماتو له لارې، د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او ازادي محدوده کړې او په عامه او سیاسي ژوند کې یې د هغوی لپاره فرصتونه له‌منځه وړي دي.

په راپور کې د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو حکومت پالیسیو ته په اشارې سره راغلي چې، د دغو پالیسیو پر وړاندې اعتراض کوونکې مېرمنې د سوله‌ییزو اعتراضونو او د نظر او بیان له ازادیو څخه محرومې او له مجازاتو سره مخ شوې دي.

د راپور په ټکو، سره له‌دې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له اوږدې مودې راهیسې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخ دي، خو د پخوانۍ حکومت پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي چوکاټونه، د اوسني حاکمو چارواکو له‌خوا له‌منځه وړل شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې وايي، د طالبانو حکومت په بېلابېلو بندیزونو سره، له دوی ان د ژوند کولو حق اخیستی.

د کابل اوسېدونکې بهار ازادي راډيو ته وویل: "ډېر د ناهیلۍ او خواشینۍ احساس کوم، هغه حقونه چې زما د دین، د افغانستان د قانون او د نړیوالو قوانینو له‌خوا ماته راکول شوي دي، له موږ څخه اخیستل شوي، داسې احساس کوم چې ټولې دروازې زموږ پر مخ تړل کېږي او په عزت او ازادۍ په خپل هېواد کې د ژوند کولو اجازه نه راکول کېږي."

"په تېرو درې کلونو کې د افغانستان وضعیت د ورځې په تېرېدو کړکېچن کېږي، په ځانګړې توګه د ښځو مسئله چې جنسیتي اپارتاید هلته روان دی،
فوزيه وحدت

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له‌دې ډلې فوزیه وحدت وايي، په تېرو درې کلنو کې د ملګروملتونو سازمان یوازې د راپورونو او اعلامیو په خپرولو بسنه کړې، په‌داسې حال کې چې دوی باید د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې عملي اقدامات ترسره کړي.

نوموړې وايي: "په تېرو درې کلونو کې د افغانستان وضعیت د ورځې په تېرېدو کړکېچن کېږي، په ځانګړې توګه د ښځو مسئله چې جنسیتي اپارتاید هلته روان دی، دا خپله یو جنایت دی، د ملګروملتونو سازمان ته پکار ده، چې د افغانستان په اړه اساسي او بنسټيزه پرېکړه وکړي او خپل غبرګون روښانه وښېي."

په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو په‌دې تازه راپور کې دغه شان د ټولنیزو او کلتوري حقونو، په جګړو کې د ملکی وګړو زیانونو، د ځانګړو ډلو د غړو په نښه کولو، له بندیانو سره چلند، د اعدام سزا او جسمي مجازاتو، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت فعالیتونو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو اغېزو او یو شمېر نور موضوعاتو ته هم اشاره شوې.

دا راپور د بشري حقونو د شورا د ۵۴/۱ پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړ شوی، چې په‌کې یادې شورا، د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ له دفتره غوښتي وو، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د عمومي وضعیت په اړه د دې شورا په اووه پنځوسمه غونډه کې د سپتمبر له ۹مې څخه د اکتوبر تر ۹مې پورې، هر اړخیز راپور وړاندې کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو حکومت چې له واکمنۍ یې څه باندې درې کاله پوره کېږي سخت چلندونه، په تېره بیا د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی سیاستونه، یو له هغو اساسي مواردو ګڼل کېږي چې له امله یې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه ‌پېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG