د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

اصف: زمونږ پوځ به له پاکستانه بهر د ټي‌ټي‌پي پر پټنځایونو بریدونه وکړي


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د دې هېواد پوځ به د "د عزم استحکام " په نوم په تازه عملیاتو کې له هېواده بهر د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" پر پټنځایونو بریدونه وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ له امريکا غږ سره په مرکه کې یوځل بیا د افغانستان طالبان پاکستاني طالبانو ته د پټنځايونو په ورکولو تورن کړل.

هغه افغانستان په اشارې وویل که څه هم "ټي‌ټي‌پي" له دغه هېواد فعالیت کوي، خو په خبره یې جنګیالي یې چې شمېر یې شاوخوا څو زره تنو ته رسېږي، د پاکستان دننه فعالیت کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر دوى برید وکړي، پر دوى به د هغه هېواد په خاوره کې حمله وکړي که نه، وویل: "که اړتیا وي، هو ځکه چې د پاکستان له خوندیتوب یا امنیت څخه بله مهمه مسئله نه‌شته. ټي‌ټي‌پي د دوى له خاورې (افغانستان) څخه فعاليت کوي، خو د دوی پټنځایونه په پاکستان کې هه شته، چې عمران خان هغه مهال څلور یا پنځه زره پاکستان ته راوستلي وو."

خواجه اصف زیاتوي چې د دوی دا عمل به د نړیوالو قوانینو خلاف ځکه نه وي چې نوموړى ادعا کوي چې افغانستان تحریک طالبان پاکستان ته په خپله خاوره کې پټناځايونه ورکړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي تي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي تي پي وسله وال غړي

د ازادي راډیو خبریال د پاکستان د دفاع د وزير د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد، د دوی د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ویاند ضيا احمد تکل او دغه شان د دوی د دفاع وزارت وياند عنايت‌الله خوارزمي وپوښتل، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو طالب چارواکو په وار وار په افغانستان کې د "ټي‌ټي‌پي" د جنګیالیو د شتون په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

پاکستان د جون په ۲۷ مه د "عزم استحکام" د عملياتو اعلان وکړ.

خو د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفو ګوندونو تحریک انصاف، نېشنل عوامي او جمعیت علمای اسلام ګوندونو د دې عملیاتو له عملي کېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

یو شمېر سیاسي او امنیتي شنونکي د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان د پاکستان د احتمالي برید خبره یوه استخباراتي لوبه بولي.

د امنیتي چارو پوه اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "دا د پاکستان د استخباراتو او د پاکستان د پوځ لوبه ده چې په سیمه کې له مخکې تنظیم شوې او دا پروژه څه کم ۴۵ کاله یا کابو ۵۰ کاله کېږي چې پر مخ وړل کېږي."

نوموړي پر پاکستان تور ولګاوه چې له دې لارې ډېرې ګټې تر لاسه کوي.

د سیاسي مسایلو پوه طارق فرهادي هم وايي: "خواجه اصف دا خبره د پاکستان د کورني لګښت په اړه کړې، خو پاکستانیان په خپلو نړیوالو اړيکو کې هم دا خبره یادوي چې کېداى شي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بریدونو سرچینې که په افغانستان کې وي، پرې بريد وکړي هو، دا د افغانستان د حريم نقض دی."

د سیاسي مسایلو پوه طارق فرهادي
د سیاسي مسایلو پوه طارق فرهادي

فرهادي "ټي‌ټي‌پي" ډله افراطي وبلله، زیاته یې کړه چې دا ډله به نه یوازې د پاکستان بلکې د افغانستان لپاره هم ننګونکې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر په داسې حال کې له پولو هاخوا د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو د حملې په اړه خبرې کوي چې د دغه هېواد جنګي الوتکو د روان کال په مارچ میاشت کې د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې بمباري وکړه او پاکستاني چارواکو ویلي وو چې دوى د "ټي‌ټي‌پي" پټنځايونو په نښه کړي وو.

طالبانو هغه مهال د پاکستان هوايي بریدونه غندلي وو او ویلي یې وو چې په پکتیکا کې ۶ ملکي وګړي او په خوست کې ۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG