د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

اصف: د طالبانو حکومت د ټي‌‌پي‌پي او نورو ډلو پر ضد له پاکستان سره همکاري نه کوي


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف

په داسي حال کې چې پاکستان پرېکړه کړې د افغانستان او ایران پولو ته نژدې پراخ پوځي عملیات پیلوي، د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان په امنیت کې د طالبانو د حکومت د نه همکارۍ او د ایران د ملاتړ یادونه وکړه.

د ایران د مهر خبري اژانس او پرېس تلوېزیون د راپور پر اساس خواجه محمد اصف پرون پنجشنبې د خپل هېواد یوه خبري چاینل ته وویل چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له ایران سره کومه ستونزه نه لري، ځکه تهران د دې ناورین د له منځه وړلو لپاره د اسلام‌اباد د نویو عملیاتو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان د "عزم استحکام" په نوم په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

اصف په دې مرکه کې د طالبانو له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.

څرګنده نه ده چې د ده منظور څه ډول مرسته وه، تر دې مخکې پاکستان تور پورې کړی چې د ټي‌ټي‌پي یا د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د حملو لپاره د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دی چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د پاکستان دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ ډان نیوز ته ویلي وو چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې له پاکستاني طالبانو سره خواخوږي لري، تر دې مخکې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د تېر جمهوري حکومت په وړاندې جګړه کوله.

خواجه اصف وویل، د ترهګرۍ ستونزه نه ده حل شوې او له افغانستان سره د پاکستان پر اړیکو یې ناوړه اغېز کړی دی.

ده يادونه وکړه چې اسلام اباد له خپل لوېديځ ګاونډي سره اغېزمنه همکاري نه ویني، ځکه چې د طالبانو موقت حکومت د ګډو پولو په اوږدو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ضروري ګامونه نه اخلي.

اصف ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ ضد نوي عملیات به د هغو کسانو پر ضد تمرکز وکړي چې امنیت ګډوډوي او تروریستي بریدونو پلانوي.

ده دا هم وویل چې د عزم استحکام عملیات به له تېرو عملیاتو سره یو څه توپیر ولري او زیاته یې کړه چې د پټو او استخباراتي معلوماتو پر اساس به اقدام کېږي.

خواجه اصف په عین حال کې وویل چې دغه عمليات سياسي انګېزه نه لري.

دا په داسی حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو یوې جرګې په پېښور کې د پاکستان د پوځ له لوري د عزم استحکام له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړ.

جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل چې د عملیاتو د پیلېدو په صورت کې به نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

دا له ۲۰۰۷م کال راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد څلورم لوی پوځي عملیات دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ "د ژغورنې لار"، "ضرب عضب" او "رد الفساد" په نومونو عملیات کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG