د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ ارکسترونه د نيويارک په يو نړيوال فسټيوال کې ګډون کوي


د زهره د موسیقۍ ډلې غړي د یوه کنسرټ پر مهال - ارشیف
د زهره د موسیقۍ ډلې غړي د یوه کنسرټ پر مهال - ارشیف

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ ارکسترونه به په راتلونکو څو ورځو کې د نيويارک په ښار کې، د ارکستر د اوونۍ په نړيوال فيسټيوال کې ګډون وکړي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ وايي، د دې انسټیټیوټ زهره ارکستر او د افغان ځوانانو ارکستر به د اګست په اوومه د نیویارک ښار په کارنیګي هال کې د ارکستر د اوونۍ په معتبر نړیوال فستیوال کې ګډون وکړي.

دا انسټیټیوټ وايي چې، هنري ډلې به یې د دې میاشتې په اتمه نېټه هم په واشنګټن ډي سي کې د کینیډي نمایشي هنرونو په مرکز کې یوه بله ننداره ولري.

موږ هڅه کوو چې نه یوازې د موسیقۍ بلکې د هغو خلکو او ښځو غږ شو چې جنسیتي اپارتاید سره مخ دي."
احمد ناصر سرمست

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت ارکسټر به د افغاني او غربي موسيقۍ یوه ترکیبي ننداره وړاندې کړي.

د افغان ځوانانو ارکستر او د افغان مېرمنو ارکسټر زهره به په‌داسې حال کې د موسیقي په‌دې تر ټولو لوی نړیوال پروګرام کې ګډون کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته موسیقي په بشپړه توګه منع شوې او طالبان یې حرام ګني.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت رييس احمد ناصر سرمست په‌دې نړيوال سټېج کې د دغه انستيتوت د ګډون د ارزښت په اړه ازادي راډيو ته وويل: "زموږ هره اجرا په هر نړیوال سټېج کې، هغه که په امریکا کې وي او یا په اروپا کې، یو ښه فرصت دی چې د افغاني موسیقۍ د بندیز او د طالبانو له‌خوا د افغانانو د موسیقۍ د حقونو نقض په اړه پوهاوی ورکړو. موږ هڅه کوو چې نه یوازې د موسیقۍ بلکې د هغو خلکو او ښځو غږ شو چې جنسیتي اپارتاید سره مخ دي."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټګر ډاکټر احمد ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټګر ډاکټر احمد ناصر سرمست

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت د ارکستر غړي هم وايي، چې غواړي د دې پروګرام له لارې د افغان هنرمندانو او ښځو غږ شي.

د زهرې د ارکستر یوې غړې سیوینج مجیدي ازادي راډيو ته وویل: "دا زموږ لپاره یو ښه چانس دی چې نورو ته خپله موسیقي وښېیو او هغوی له افغاني موسیقي سره اشنا کړو، له‌دې پروګرام څخه زموږ موخه دا ده چې موږ باید یوه بې‌پولې، برابره او له نفاق پرته نړۍ ولرو."

د افغان ځوانانو د ارکستر غړي سمیر اکبري ازادي راډيو ته وویل: "دا کنسرت د نړۍ تر ټولو معتبر سټېج کې چې کارنیګي هال نوميږي ترسره کېږي او دا کنسرت نړۍ ته د ښځو حقونه، د موسیقي ساتل او د افغانستان موسیقي ښایست ښېي."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم وتړل شو او دغه انستیتیوت پرتګال ته د خپلو غړو انتقال سره، له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د دې هېواد په پلازمېنه لیزبون کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

له هغې مودې وروسته د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت غړو په اروپا او ځينو نورو هېوادونو کې د موسيقۍ په يو شمېر پروګرامونو کې ګډون کړى دى.

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو له‌خوا د موسيقۍ الو د ماتولو او موسیقۍ غږونکو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په سرپل ولایت کې د موسیقۍ شاوخوا ۱۰۰ الې وسوځولې.

د روغتيا نړيوال سازمان "WHO" وايي چې، موسيقي يوه پياوړې وسيله ده چې پر خلکو اغېز کوي، او دوی ته انګېزه ورکوي چې د سازمان په ټکو د پام وړ بدلونونو رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG