د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

اتڼ؛ د افغانانو " ملي نڅا" چې اوس یې د طالبانو له وېرې نه شي کولای!


بامیان کې د یو شمېر افغان ځوانانو اتڼ- تصویر له ارشیفه
بامیان کې د یو شمېر افغان ځوانانو اتڼ- تصویر له ارشیفه

ملي اتڼ، د افغانانو هغه دودیزه نڅا چې د د دوی د خوښيو محفلونه او بېلابېل نور ځانګړي مراسم به پرې ښکلي وو.

خو اوس يو شمېر افغانان وايي، د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو او پر موسیقۍ له بندیز لګولو ورسته، د خوښیو په مراسمو کې اتڼونه هم نه کېږي.

نورکمال چې د خوست ولايت اوسېدونکی دی وايي:

" اوسني دولت هر ډول موسيقي بنده کړې ده، نو ځوانان هم دا جرأت نه‌شي کولی چې، اتڼ وکړي، يا د اتڼ موسيقي وغږوي. د دوی پام غواړو دې برخې ته، ځکه دا يو ملي دود دی او ملي دودونه بايد له کم‌رنګه کېدو سره مخ نه‌شي."

پروېز اېمل د کابل ولايت اوسېدونکی دی او دا تېره اوونۍ يې د کوژدې مراسم وو وايي، ارمان یې و چې په خپله کوژدن کې د اتڼ چیانو یوه ډله راوغواړي، خو په خبره یې د طالبانو له وېرې يې زړه ښه نه‌کړ.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" څو ورځې مخکې په يوه هوټل کې زما د کوژدې مراسم وو، ما د بنديز له امله اتڼ‌چيان راونه‌غوښتل چې کومه ستونزه جوړه نه‌شي. د اتڼ‌چيانو کومه ډله چې وه، ورسره اړيکه کې وم، خو ومې نه‌غوښتل."

اتڼ د افغانستان په بېلابېلو سیموکې خپل ډولونه لري چې دا یې یو ډول دی
اتڼ د افغانستان په بېلابېلو سیموکې خپل ډولونه لري چې دا یې یو ډول دی

نوموړی وایي، پر موسيقۍ غږولو د بنديز له امله له ملي اتڼ سره د ځوانو لېوالتيا هم کمه شوې ده.

دا چې د طالبانو حکومت د خوښيو او په بیلابیلو نورو ځانګړو مراسمو کې ملي اتڼ اجازه ورکړې که نه، وموغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو د دوی رسنیز دفتر زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، مخکې ازادي راډيو ته وویلي وو چې دوی په اتڼ بندیز نه‌دی لګولی.

ليکوال او د فرهنګي چارو کتونکی عصمت قانع بیا وايي پر موسیقۍ بندیز په ملي اتڼ بندیز دی، ځکه په خبره یې اتڼ له موسیقۍ پرته نه‌کېږي.

قانع زیاتوي:

" هغوی پر موسيقۍ باندې يو ډول بنديز لګولی دی او پر موسيقۍ بنديز د دې لامل کېږي چې پر اتڼ هم بنديز ولګېږي، ځکه اتڼ په موسيقۍ تنظيميږي، له ډول پرته اتڼ نه‌شي کېدلی، ډېری ځوانان چې اتڼ نه‌کوي هغوی ډول نه‌لري."

د یادونې ده چې په تېر حکومتونو په ځانګړي ډول په تېر دوو لسیزو کې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال ملي اتڼ د خوښۍ له محفلونو پرته په یو شمېر ملي او فرهنګي غونډو کې هم د ځوانانو له‌خوا کېده او په پراخ ډول دود شوی و.

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یونسکو ته وړاندیز کړی و چې اتڼ او ۲۵ نور فرهنګي میراثونه د افغانستان په نوم ثبت کړي، خو تر اوسه دا کار نه‌دی شوی.

عصمت قانع: چې موسیقي منع وي، اتڼ خپله منع دی، ځکه بې موسیقۍ خو اتڼ نه شي کیدای
عصمت قانع: چې موسیقي منع وي، اتڼ خپله منع دی، ځکه بې موسیقۍ خو اتڼ نه شي کیدای

د یادونې ده چې په تېرو حکومتونو؛ په ځانګړي ډول په تېر دوو لسیزو کې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال ملي اتڼ د خوښۍ له محفلونو پرته په یو شمېر ملي او فرهنګي غونډو کې هم د ځوانانو له‌خوا کېده او په پراخ ډول دود شوی و.

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یونیسکو ته وړاندیز کړی و چې اتڼ او ۲۵ نور فرهنګي میراثونه د افغانستان په نوم ثبت کړي، خو تر اوسه دا کار نه‌دی شوی.

د یادونې ده چې ملي اتڼ په دې ورستیو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ويسکانسن دولتي پوهنتون، د ښکلو هنرونو پوهنځي په نصاب کې هم شامل شو.

د ياد پوهنتون د نڅا د څانګې مشرې مايکل اسټينيچ هغه مهال رسنيو ته وويل، د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته يې دا دوديزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړه.

XS
SM
MD
LG