د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

یونسکو د افغانستان د کومو درې فرهنګي میراثونو د ثبتولو وړاندیز منلی؟


د بهزاد په سبک د افغانستان میناتوري
د بهزاد په سبک د افغانستان میناتوري

د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې د افغانستان د درې ملموسو فرهنګي میراثونو د ثبتولو وړاندیز منلی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت‌یې یوه لاسته راوړنه ګڼي.

دغه وزارت وايي، په دغو میراثونو کې یو په مستقله توګه د افغانستان په نوم او دوه د ګاونډیو هېوادونو له میراثونو سره په ګډه، د یونسکو له‌خوا په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې په ۲۰۲۲کال کې ثبتېږي.

دغه وزارت زیاتوي، د افغانستان د میناتورۍ سبک به په مستقله توګه د افغانستان په نوم د نړیوالو میراثونو په توګه ثبت شي. همدارنګه د ورېښمو تولید به د افغانستان، اذربایجان، ایران، ترکیې، ترکمنستان او ازبکستان او د یلدا شپې فرهنګي میراث به د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت شي.

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۷» ازادي رادیو ته وویل: "درې ناملموس میراثونه د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره کاندید او د یونسکو د ناملموسو میراثونو په لېست کې شامل شوي دي، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد فرهنګ خوښوونکي ملت ته د دغې لاسته راوړنې مبارکي وايي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند

افغانستان د ملموسو او ناملموسو فرهنګي او لرغونو میراثونو د لرلو له پلوه بډای هېواد دی، خو د سیمې ځیني هېوادونه پرته له دې چې افغانستان ته پام وکړي، له افغانستان سره‌یې ګډ فرهنګي میراثونه په خپلو نومونو ثبت کړي دي.

له دې ډلې دو تار چې تېر کال ایران په یونسکو کې په خپل نوم ثبت کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي ارشیف رئیس افسر رهبین وايي، د یونسکو په اداره کې د فرهنګي میراثونو ثبتول مهم دي، ځکه چې د یو هېواد د فرهنګي، تمدني او تاریخي هویت ښکارندويي کوي.

دی وايي پخوا تر دې د افغانستان د ملموسو او غیر ملموسو میراثونو ثبتولو ته ډېر پام نه‌دی شوی.

ښاغلی رهبین وايي: "څرنګه چې لازمه وه په تېرو وختونو کې په دې اړه جدي، مؤثر او عملي اقدامات نه‌دي شوي او اوس هم ډېر فرهنګي میراثونه په یونسکو کې نه‌دي ثبت شوي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې له دې ویلي چې د افغانستان ۱۱ ملموس او غیر ملموس فرهنګی میراثونه په یونسکو کې ثبت شوي چې نوروز، قرصک، بزکشي، نستعلیق لیک، سیمه‌ییزه موسیقي او نور په‌کې شامل دي.

غور کې د جام څلی
غور کې د جام څلی

افغانستان مخکې له دې د بامیانو تاریخي سیمه او په غور ولایت کې د جام څلی، په یونسکو کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو په توګه ثبت کړي دي.

دا وزارت هڅه کوي چې د دغو تاریخي او فرهنګي اثارو ترڅنک، د رباب جوړول او ملي اتڼ د افغانستان په نوم د یونسکو په فرهنګي میراثونو کې ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG