د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د افغانستان د "جام څلی" د نړۍ په ایسیسکو سازمان کې ثبت شو


د جام څلى
د جام څلى

د افغانستان د جام څلی چې د نړۍ دویم د خښتو څلی دی، د ایسیسکو سازمان کې ثبت شو.

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې منار جام چې، د ملګرو ملتوتو د فرهنګي سازمان يونيسکو په نړيوالو فرهنګي ميراثونو کې ثبت دی د اسلامي نړۍ د فرهنګي ميراثونو ايسيسکو په لړليک کې هم ثبت شو.

‎د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي نړۍ د فرهنګي علمي او ښوونیز سازمان، ایسیسکو د فرهنګي میراثونو د کمېټې د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

‎د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د منار جام د افغانستان لومړنی باستاني اثر دی چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبتېږي.

‎په دغه خبرپاڼه ې ویل شوي، چې ایسیسکو په خپله درېیمه ناسته کې له زیاتو ارزونو وروسته د جام څلي په ګډون له شپږو اسلامي هېوادونو ۲۲ فرهنګي اثار په خپل نوملړ کې ثبت کړل.

د جام څلى
د جام څلى

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لړلیک کې د جام څلي د ثبتېدو لپاره په روان کال کې هڅې پیل شوې وې او د اړتیا وړ سندونه یې د بهرنیو چارو وزارت له لوري دغه سازمان ته استول شوي وو.

صابر مومند
صابر مومند

‎د دغه وزارت ویاند صابر مومند په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د چهارشنبې په ورځ وویل: "له نېکه مرغه موږ ته خبر راورسېد چې د هغوی په وروسته جلسه کې له شپږو اسلامي هېوادونو 22 تاریخي ابدې کاندیدې وې چې د جام څلی هم په کې شامل وو او د تایید وړ وګرځېد او بالاخره د اسلامي نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت شو."

‎د ښاغلي مومند په خبره، له دې وروسته به د ایسیسکو سازمان هم د یونسکو سازمان په شان د افغانستان د دغه فرهنګي میراث پر وړاندې مکلفیت ولري او د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به یې ونډه اخلي.

‎د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د غور ولایت د جام څلي د حفاظتي دېوالونو جوړولو چارې څو موده مخکې پای ته رسېدلي خو استحکامات یې نه دي ترسره شوي او لا هم دغه څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

‎د نوموړي په خبره، د دغه څلي د تحکیماتو لپاره لومړنۍ چارې ترسره شوي او د یونسکو سازمان له تایید وروسته چې بودجه یې هم ورکوي د تحکیماتو چارې به یې په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول پیل شي.

‎د جام څلی په دولسمه میلادي پېړۍ کې د غوریانو په دوره کې جوړ شوی او 65 متره اوږدوالی لري او په 2002 کال کې د يونيسکو د نړیوالو میراثونو د ساتنې مرکز د نړۍ په فرهنګي میراثونو لړلیک کې ثبت کړ.

‎دا څلی د هند په نوې دهلي کې د قطب څلي وروسته په نړۍ کې د خښتو دویم لوړ څلی دى.

XS
SM
MD
LG