د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

خلک: نورستان ملي پارک اعلان شو، خو حکومت لا هم رغنیزو چارو ته پام نه دی کړی


نورستان ولایت
نورستان ولایت

نورستان د افغانستان غرنی او له طبیعي ښکلاګانو ډک یو ولایت دی. په شنو ځنګولو پوښلي غرونه، په درو کې یې د روانو رودونو شور او زړه راښکونکې اب و هوا یې د کلونو راهېسې د افغانستان د نورو سیمو د خلکو زړونه ور جذب کړي.

څه باندې یو نیم کال مخکې جمهور رئیس اشرف غني نورستان د ملي پارک په نوم ونوماوه، نورستانیانو د دې اعلان تود هرکلی وکړ او تمه یې درلوده چې له دې سره به د نورستان غرنیو درو کې د بیارغونې او سیاحت چارو ته پاملرنه ور واړوي، خو دې برخه کې د عملي اقداناتو نشتون نورستانیان نه هیلي کړي دي.

د نورستان ولایت یوه سمسوره څنډه
د نورستان ولایت یوه سمسوره څنډه

د نورستان د مرکز پارون اوسیدونکی ۳۵کلن محمد یحیی وايي، په ملي پارک د نورستان له نومولو وروسته دلته د حکومت له خوا هېڅ داسې اقدام نه دی شوی چې وښيي نورستان رښتیا هم په ملي پارک بدلېږي.

دی وايي: "نه سړکونه لري، نه هوټلونه شته او نه هم تر اوسه دا ملي پارک په یونېسکو کې ثبت شو. سیلانیان د ډېرو ستونزو سره مخ دي، باید دلته سړکونه او هوټلونه جوړ شي، تش په نوم خو نه کېږي، باید سیلانیان او ولسونه د نورستان له ښکلي طبعیت او هوا څخه ګټه واخلي"

محمد یحی وایي، که په نورستان کې د بیا رغاونې کارونه پیل شي، د کار زمینه به هم برابره شي او اقتصاد به ورسره ښه شي.

د نورستان ژمی
د نورستان ژمی

حضرت یاسین د کونړ څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکی چې د پارون یو دولتي اداره کې دنده لري وايي، نورستان ته د سیلانیانو او نورو خلکو د راتګ پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د سړک خرابوالی دی او باید چې حکومت د یادې ستونزې د حل لپاره ریښتونی کار وکړي.

دی وايي: "د هېواد له هرې برخې خلک نورستان ته راځي، خو ستونزه دا ده چې له اسعداباده تر پارونه ټوله لاره کنډو کپر ده. که واوره یا باران وي، نو لاره کې ډېرې خټې وې، موټر په کې په اسانه نه شي راتللی او که اسمان شین وي، نو بیا خاورې او ګردونه وي چې سیلانیان تر پارون پورې را رسېږي، له پېژندګلوې وتلي وي."

د واما ولسوالۍ اوسیدونکي محمد مدني بیا وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د اندر تاریخي بڼ، د پارون د ښکلو ځنګلونو او شنو چمنونو سربېره په ختیځ او لویدیځ نورستان کې داسې ځایونه شته چې پخواني واکمنان به يې لیدلو او هلته ښکار کولو ته تلل، خو د سړکونو خرابوالي او په یو شمېر سېمو کې د امنیت نشتون دغو ځایونو ته تګ ستونزمن کړی دی.

محمد مدني زیاتوي، تر اوسه د ملي پارک په نوم یوه لوحه هم په نورستان کې نه ده ليکل شوې.

د نورستان حکومتي مسؤلین هم مني چې په تېر څه باندې یو کال کې د ملي پارک د پراختیا او سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې هېڅ نه دي شوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "دغه موده کې چې نورستان په کې ملي پارک اعلان شوی، متأسفانه کومه ځانګړې برنامه ورته نه ده نیول شوې. زه به د نورستان د پرمختګ لپاره له جمهور رئیس او اړوندو وزارتونو سره ناستې وکړم، د سیاحت برخه کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره او سیلانیانو ته د اسانتیاوو ایجادولو برخه کې به منظم پلانونه برابر کړو او د هغه پر اساس به د نورستان پراختیا کې مهم قدمونه واخېستل شي."

په نورستان کې د کرنې او مالدارۍ چارو مسؤلین وايي، یاد ولایت کې ۳۰۰ زره هکتاره ځمکه ځنګلونو پوښلې چې په کې مېوه لرونکي، زینتي او نورې ونې بوټې موجود دي.

نورستانیان وایي، ولایت يې د زرغونو دنګو غرونو، چمنونو او له طبیعي ښکلاګانو ډک دی، خو که حکومت يې سړکونه ورغوي او سیلانیانو ته هلته د شپو تېرولو او ارام کولو زمېنه برابره کړي، نو د نورستان لیدلو ته به د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو جوپې راماتې شي.

XS
SM
MD
LG