د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ځوانان اتڼ خوښوي؟


اتڼ سره څنګه يئ؟ زده مو دی او که نه؟

اتڼ څو ډوله دی؟ نن سبا ځوانان کوم ډول اتڼ خوښوي او د نور کله په څېر اوس هم د افغانستان په ښوونځیو کې د اتڼ ټيمونه (ډلې) شته او که نه؟

ننۍ تاندې څانګې مو اتڼ ته ځانګړې کړې ده.

پوهیږئ به چې اتڼچیان عموماً لومړی په یوه دایره کې سره راټوليږي. له ډول سره قدم وهي، څڼې اچوي، لاسونه غورځوي، چپه او راسته څرخيږي. اتڼ د افغانانو یوه دوديزه ګډا ده، ډولونه یې مختلف دي... د بیلا بیلو سیمو خلک یې په مختلفو ډولونو کوي. انورصديقي د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو سيمې اوسیدونکی لیکوال او شاعر ځوان دی. دی د اتڼ ځینې ډولونه راپيژني او وايي چې اتڼ د افغانستان په زیاتره پښتني سیمو کې رواج دی او په هره سيمه کې یې ډول توپير کوي.

د اتڼ نارې چې د پکتیا په ځينو سیمو کې یې غره بولي، د اتڼ له پېلیدو وړاندې ترسره کیږي. صدیقي د غرې په اړه غږیږي، غره د دوو ډلو تر منځ یو ډول بیت جنګي وي. څو سروکي اچول کیږي او بیا په هغو سروکو پسې لنډۍ یا مصرې لګول کیږي.

اتڼ یو ډول د یو والي او اتحاد سمبول هم دی. صدیقي وايي چې له غرې وروسته دواړه ډلې یوه بل ته لاسونه سره ورکوي، بیا چکچک پیلوي او ورو ورو اتڼ تیزيږي.

څنګه چې اتڼ خاص مهارت لري، همداسې د اتڼ ډول هم ځانګړی مهارت غواړي. هر ډولچي یې نشي وهلی. خو ډیر کله د اتڼ په میدان کې شوخ اتڼچيان هڅه کوي چې ډولچي ستړی کړي، خو تکړه ډولچیان هم هڅه کوي چې اتڼچیان ستړي کړي او تر پایه ډول ورپسې ورسوي. علیم ګل د اتڼ یو تکړه او ماهر ډولچي دی، دی وايي چې یو وخت مې د اتڼ ډول نشو وهلی خو اوس خلک ستړوم او زه نه ستړیږم.

وجیه په یوه سندره کې وايي: (دیره وهي چې ښکلې ناوې جوړوینه ...پکتیا په ډاګ کې...) نو له ډاګونو به راشو د ښوونځیو په لور...

وايي پخوا د افغانستان په ځینو ښځينه او نارینه ښوونځیو کې د اتڼ خاصې ډلې وې. خو ویل کیږي چې اوس یې هغومره رنګ او رنګي نشته. خو په کابل کې خوشحال خان او رحمان بابا لیسه اوس هم د اتڼ ځانګړې ډلې لري.

زه د بابر بڼ تر څنګ خوشحال خان لیسې ته ورغلم او له ځینو اتڼچيانو ځوانانو سره مې مرکې وکړې، له دوی یې اکثرو په خپل کلي کور کې اتڼ زده کړی، خو د لیسې لخوا په ځینو ملي مراسمو کې اتڼ کوي.

اقامحمد له ۱۳۵۰ کال راهيسې په خوشحال خان عالي لیسه کې د بدني روزنې استاد دی. دی وايي چې اتڼ سره د خلکو مینه اوس هم شته او د دوی لیسه اوس هم د اتڼ ډله لري، خو د هیواد شرایط د دې سبب شوي چې د مکتبونو د اتڼ ډلې کمې ترسترګو شي.

د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمد کبیر حقمل وايي چې په مکتبونو کې یې سپورتي برخې ته خاص ارزښت ورکړی، دی وايي چې که څه هم د اتڼ لپاره په ښوونځيو کې منظم ساعتونه نه لري خو په ملي جشنونو او محفلونو کې بیا د زده کوونکو د اتڼ منظمې ډلې لري.

امان الله او یو بل ځوان له ځینو هغو ځوانانو ګیله من دي، چې اتڼ ته یې میده ګډه ورګډه کړې ده. دوی وايي چې اتڼ باید پخپل حال پاتې شي.

د بدني روزنې استاد اقامحمد هم د دغه ځوان خبره پر ځای بولي او وايي چې اتڼ ته د میده ګډا ورګډول د اتڼ اصیله بڼه بدرنګوي.

اوریدلي مې دي چې پخوانیو به اتڼ ته ملې تړلې، واسکټونه به یې اغوستل او اوږدې څڼې به یې ورته پریښودې. اوسني زیاتره ځوانان بیا د اتڼ لپاره سپين کالي او په چرمو جوړ واسکټونه اغوندي. خو څو کلونه وړاندې په کوزه پښتونخوا کې د غمي په نوم یوه ځوان اتڼچي که یو خوا اتڼ ته ځینې نوي حرکتونه ورزیات کړل نو بلخوا یې د اتڼ لپاره لوی لوی پرتوګونه، په وجود پورې نښتي قميضونه او اوږدې څڼې رواج کړې. یو تن ځوان افغان اتڼچي حکمت الله غمي ته د استاد خطاب کوي او وايي چې غمي اتڼ ته میده ګډا نده ورګډه کړې بلکې یو نوی والی یې ورکړی، چې اوسني ځوانان یې تعقیبوي.

په پای کې حکمت الله د اتڼ د کوروسونو په اړه وايي، چې په ژمي کې یې د اتڼ شوقیانو ته هر کال په کابل کې جوړوي او ګڼ ځوانان یې زده کړې ته ورځي.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG