د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ځینې افغانان: د رمضانۍ دود تر پخوا پیکه شوی


ارشیف: کابل کې د روژې میاشت کې د یوې کورنۍ دسترخوان. انځور تزییني بڼه لري.
ارشیف: کابل کې د روژې میاشت کې د یوې کورنۍ دسترخوان. انځور تزییني بڼه لري.

یو شمېر افغانان وايي چې په روژې کې د رمضانۍ فرهنګ تر پخوا کم رنګه شوی دی.

پخوا به د روژې په شپو کې د افغانستان په کوڅو او واټونو کې سندره اورېدل کېده او د کورونو دروازې به د رمضاني پروګرام د سندرې ويونکې ډلې له خوا د خوږو، خوراکي توکو، مېوو او پیسو د ورکولو لپاره ټکېدې.

د کابل ښار اوسېدونکی ناصر خپلې د رمضاني ویلو کیسې کوي.

پخواني خلک ډېر ښه و موږ ته به یې یو څه راکول.

هغه وویل: "په تېرو روژو کې به موږ وتلو او دا شعرونه مې چې لا هم یاد دي ویلې 'رمضان یا رب یا رب رمضان اسلام علیک ماه رمضان، این خانه از کیست کلیکن‌اش کلان خدا بچه بتیت نامش رمضان' بیا که د کور مخ ته په غر و، ویل به مو 'این خانه از کیست رخش سوی کوه خدا دختر بتیت نامش بی بی کوه'، بیا به مو به لرګیو دروازې ټکولې، پخواني خلک ډېر ښه و موږ ته به یې یو څه راکول."

خو اوس يو شمېر افغانان وايي چې په وروستيو کلونو کې په تېره بيا د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته نه شي کولاى دغه دود ترسره کړي.

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل چې پخوا به رمضاني د جشن په څېر وه، خو اوس دا دود پیکه شوی دی.

هغې وویل: "رمضاني به پخوا د جشن په څېر وه. له کوم وخت نه چې امارت راغلی موږ د شپې له کوره هم نه شو وتلای. ځواکونه یې وايي چې ولې راغلی یې؟ او د څه لپاره؟ څه کوئ؟ او داسې نورې پوښتنې."

خو په هرات کې هنرمندان او فرهنګیان وايي، دا دود به ترسره کړي.

د هرا یو هنرمند نعمت الله حسین زاده وايي، که څه هم دغه دود کم شوی، خو هنرمندان هڅه کوي چې سږکال د رمضانۍ لپاره کلیو ته ولاړ شي.

هنرمندان دا پروګرام د روژې له شلمې څخه پیلوي.

حسین زاده وویل: "رمضاني یو ښه دود دی. په هرات کې هغه کلیو ته چې مونږ ځو دا دود لري. هنرمندان دا پروګرام د روژې له شلمې څخه پیلوي. که څه هم دا دود پیکه شوی، خو ځني خلک رمضاني پروګرام ته ځي."

حسين زاده وايي، پخوا به رمضاني سندرې له موسيقي سره ويل کېدې، خو اوس ورسره موسیقي نه شته.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د رمضاني ویلو دود د طالبانو لخوا منع شوی او یا دا چې مخنیوي به یې وشي؟ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي، دوی د خیر د هېڅ کار مخه نه نیسي.

خو نوموړي ویلي چې هر څه کار بايد د اسلام له احکامو سره سم وي او هېڅوک نه شي کولاى چې په خلاف یې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ډېر هغه جشنونه چې پخوا به نمانځل کېدل اوس نه لمانځل کېږي او په ځینو مواردو کې د دا ډول جشنونو مخه نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG