د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ناروې کې د افغانستان د سفارت تړل کېدل؛ په‌دې هېواد کې مېشت افغانان یې اندېښمن کړي


په ناروې کې د افغانستان سفارت
په ناروې کې د افغانستان سفارت

په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۲مې وروسته خپل فعالیتونه دروي.

په بریتانیا او د جرمني په برلین او بن ښارونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو د بندیز د پرېکړې له اعلان وروسته تازه په ناروې کې هم د افغانستان سفارت د خپلو فعالیتونو د درولو اعلان کړی دی.

په اوسلو کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ماښام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د کوربه هېواد په غوښتنه به د روانې سپټمبر تر ۱۲مې دغه سفارت وتړي او ټولې "منقولې او غیرمنقولې شتمنۍ" او د سفارت ودانۍ په افغانستان کې "د یو مشروع او د خلکو په اراده رامنځته شوي حکومت" تر جوړېدو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته امانت وسپاري.

په ناروې کې د افغانستان سفیر یوسف غفورزي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تېره شپه ناوخته یې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په خپل څلورنیم کلن ماموریت کې یې د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو هڅو ترڅنګ په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ناروې، ایسلنډ او ډنمارک کې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه هم وړاندې کول چې په ټکو له دې وروسته دا چارې هم پای ته رسېږي.

په اوسلو کې د افغان سفارت دغه اعلان په ناروې کې مېشت افغانان بېلابېل نظرونه لري.

په اوسلو کې مېشته افغانه سیما نوري د نورو افغانانو قونسلي چارو ته اندېښمنه ده.

هغه وايي: "زموږ اندېښنې چې مخکې مو هم د ناروې له حکومت سره شریکې کړي دا دي چې کېدای شي د سفارت په تړلو د (افغان) کډوالو بېرته ستنول پیل شي چې دا باید تعلیق شي، بل د کډوالو د پناه غوښتنې دوسیې باید په بشپړه توګه وڅارل شي او باید له زیانګالو پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه له ښځو، قومي او مذهبي لږه‌کیو ملاتړ وشي، دا اندېښنې د هغو ناروې مېشتو کډوالو په اړه هم دي چې له کلونو راهیسې په دې هېواد کې د دولت له‌خوا منلو ته په تمه دي."

په دغه هېواد کې مېشته بله افغانه مینه رفیق بیا له طالبانو سره د تعامل پر ځای د سفارت تړل غوره بولي او وایي چې دا اقدام به په قونسلي چارو کې د افغانانو مسوولیتونه او اسناد د ناروې حکومت ته ورغاړې کړي.

مېرمن رفیق وايي: اوس دا کډوالو ته هم ښه شوه، ځکه نور به (قونسلي) چارو کې د ناروې دولت خپله افغانانو ته لازمه اسناد، د سفر د اجازو اسناد یا هغه ابي پاسپورټونه وېشي."

مېرمن رفیق وویل: "په دې تېرو درېیو کلونو کې چې موږ په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه لرو، نو دوی (سفارت) چا سره په اړیکه کې و او چا به د خپل راپور ورکاوه، د هغه پر ځای چې څو ځلې په نړیوالو سټېجونو کې دا سفارت د طالبانو په ګټه کارول کېده، ښه و چې تړل شوی وای، بل اوس دا کډوالو ته هم ښه شوه، ځکه نور به (قونسلي) چارو کې د ناروې دولت خپله افغانانو ته لازمه اسناد، د سفر د اجازو اسناد یا هغه ابي پاسپورټونه وېشي."

دا درېیم افغان سفارت دی چې په لوېدیځو هېوادونو کې يې د تړلو پرېکړه کېږي.

تر دې دوه ورځې مخکې د یکشنبې په ورځ په بریتانیا کې د افغانستان سفارت ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې دوی هم د روانې سپټمبر تر۲۷مې خپل بشپړ فعالیت بند او سفارت د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.

تر دې وړاندې د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل شوی و.

د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت چې دا مهال تړل شوی دی.
د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت چې دا مهال تړل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ تېره اوونۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه پرېکړه ومنله چې له‌مخې یې په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ چارې بې‌اعتباره وګڼل شي.

دا اقدامات وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په یو شمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا صادر شوي اسناد بې اعتباره ګڼل کېږي.

د دې پرېکړې عمده علتونه د طالبانو د ادعا پر بنسټ د طالبانو له حکومت سره نه همغږي، د تعامل نشتوالی او فساد بلل شوی دی.

خو په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازولۍ او د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلګرۍ ماموریتونو د همغږۍ شورا د اګست په ۲۹مه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو د حکومت دا اقدامات غندلي وو او ویلي وو چې په دې اړه د طالبانو دا غوښتنه د بشري حقونو، حکومتولۍ او نړیوالو اړیکو په اړه د دوی د سخت دریځه چلند څرګندونه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG