د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

طالبان: د پېښور-تورخم د لارې بندېدو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی


د پاکستان اړخ ته د تورخم-پېښور پر لویه لار په سوداګریزو توکو بار موټرې
د پاکستان اړخ ته د تورخم-پېښور پر لویه لار په سوداګریزو توکو بار موټرې

په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، د پېښور-تورخم ترمنځ د لارې بندېدو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د پېښور-تورخم ترمنځ لاره چې د بیګیاړي په سیمه کې د ولسي احتجاج کوونکو له لوري د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې، لا هم نه ده خلاصه شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د لارې د بندېدو له امله په تازه مېوې، ترکاریو او سوداګریزو توکو بار سلګونه لارې دواړو لوریو ته بندې پاتې چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی خان جان الکوزی

هغه وویل: "په لس شل لاریو کې بار انګور، تازه مېوه او سبزي په بشپړ ډول له منځه تللي او سوداګرو ته ګڼ زیان رسېدلې دی، زه فکر کوم که دا لاره خلاصه نه‌شي نه یوازې د دواړو لوریو سوداګرو ته په ورځني ډول له یو لک تر دوه لکه ډالرو زیان رسېږي، بلکې له دې سره کاروبار ختمېږي، صادارت او واردات ختمېږي، دغه شان زموږ ټرانزیټ کانټینرونه چې ولاړ دي، په هغې مالیه راځي."

په ورته وخت کې ملي سوداګر او په ننګرهار کې د پاک افغان سوداګرۍ خونې سلاکار ډاکتر مخلص احمد هم ازادي راډيو ته وویل چې اوسمهال چې په افغانستان کې د تازه مېوې او سبزیو موسم دی او د لارې بندېدل افغان بزګرانو او سوداګرو ته لوی زیان اړولی دی.

هغه وویل: "زموږ د تازه مېوې او سبزیو موسم دی، دا نه یوازې د سوداګرو لپاره، بلکې بزګرانو ته سخت زیان اړوي، ځکه یو خو یې مال په وخت ونه رسېده، له منځه لاړ، که ورسېږي هم لګښتونه پرې زیات شول او د دې ترڅنګ په تېره اوونۍ تازه میوه او سبزي ضایع شوه."

د لویو بارونکو موټرو یو شمېر چلونکي وايي، احتجاج کوونکو د خیبر په بېګیاړي سیمه کې په سړک تېږي اچولي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې بل لورته واوړي.

دوی وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي او باید د پاکستان حکومت د دغه لارې د خلاصون غم وکړي.

موټر چلوونکی معصوم افریدی وايي: خلکو ته یې ډېر مشکل جوړ کړی، یوازې هغه کسان پرېږدي چې ناروغ ورسره وي او په خپلو پښو نه‌شي تللی.

د معصوم افریدي په نوم د لارې موټر یو چلوونکې ازادي راډيو ته وویل: "لاره بنده ده، زموږ ټرک په کې ولاړ دی، انګور په کې بار وو، هغه له منځه لاړل، د لاریو لیکې آن تر تورخم او دې خوا تر تخته بیک پورې رسېدلی دی، خلکو ته یې ډېر مشکل جوړ کړی، یوازې هغه کسان پرېږدي چې ناروغ ورسره وي او په خپلو پښو نه‌شي تللی."

د خیبرپښتونخوا د بیګیاړي په سیمه کې د پېښور-تورخم دا لاره نږدې لس ورځې وړاندې د ولسي احتجاج کوونکو له لوري وتړل شوه.

دغه احتجاج کوونکي چې ویل کېږي ډېری یې د تیرا د سیمې بې ځایه شوي کورنۍ دي، له پاکستاني حکومته غوښتنه کوي چې دوی دې بېرته خپلو سیمو ته انتقال کړي.

د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۳م کال کې د د تیرا د راجګل سیمه کې د پاکستاني پوځ د پوځي عملیاتو له امله ۲۰زره کورنۍ د جمرود سیمې ته بې ځایه شوي چې لا هم خپلو سیمو ته د بېرته تګ اجازه نه ده ورکړل شوې چې په مقابل کې یې دغه کورنیو د تورخم-پېښور لویه لار د خلکو پر مخ تړلې ده.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان له حکومته د دغې لارې د خلاصېدو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه شوې ده.

دغه اعلامیه چې پرون چهارشنبه د اګست ۲۸مه ناوخته خپره شوې په کې راغلي چې د تورخم دروازه څو ځلې د تازه مېوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پرمخ بنده او خلاصه شوي ده.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، دا مهال څه کم ۲۰۰۰ لارۍ له تورخم څخه پېښور ته په لاره کې د محدودو کسانو له لوري درول شوي چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان رسېږي.

تورخم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو مهمه سوداګریزه لاره ده له دې وړاندې هم د بېلابېلو ستونزو له امله د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.

افغان سوداګر وايي، اوسمهال د بېلابېلو ستونزو له امله د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان سوداګري هم کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG