د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

ننګرهار کې له کومو مالي سرچينو وسله‌والې ډلې او ځینې اشخاص تغذيه کېدل؟


د جلال اباد ښار
د جلال اباد ښار

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د جلال‌اباد په ښار کې وروستۍ هدفي وژنې او بمي چاودنې په‌دې ولایت کې پر يو شمېر اشخاصو او تروریستي ډلو د مالي سرچينو د تړلو په غبرګون کې شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ازادي راډيو سره په ځانګړي مرکه کې د هغو مالي سرچينو څخه پرده پورته کړه چې له دې لارې به يو شمېر اشخاصو او تروریستي ډلو ته ناقانونه پيسې ورتلې.

ښاغلی مياخېل وايي، د دې ولایت د دايمي ثبات لپاره اړتيا وه چې پر مافيايي کړيو او تروریستي ډلو مالي سرچينې بندې شي.

دی وايي، هغه مالي سرچينې چې تروریستي ډلو ته ترې پېسې ورتلې مهم هغه يې په لعلپورې ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو د خوندي ساتلو ځاله، د کانال فارمونه، د شوکاڼې او مرمرو کانونو کيدنه او قاچاق وو.

ارشیف، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازادي رآډیو سره په یوه مرکه کې. 2 March 2019
ارشیف، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازادي رآډیو سره په یوه مرکه کې. 2 March 2019

دی وايي:

"

  • اول د طالبانو لويه مالي سرچينه د لعلپورې چکنور سيمه چې د اختطافچيانو مرکز و، هلته به ساتل کېدل او پېسې به ترې اخېستل کېدې.
  • بله سرچينه د تورخم لاره وه چې د کانال فارمونو نه به وسله‌والو په ميليونونو عواید ورتلل.
  • او بله مهمه مالي سرچينه د شوکاڼي کېندنه او قاچاق وو چې هره ورځ به سل لارې وتلې، په‌دې کې شل لارۍ به قانوني تللې، پاتې اتيا لارۍ به هره ورځ په قاچاق ډول يانې له ټکس او ماليې پرته تللې چې د شوکاڼي منبع له طالب سره ده، ټرانسپورټ يې يو شرکت کوي او په لارو کې به نورو ترې هم پېسې اخېستلای مانا دا چې دا یوه خبيثه دايره ده او دا ډول دايرې باید ماتې شي."

ښاغلی مياخېل وايي، ځينې نورې سرچينې چې د هغې له لارې به د ننګرهار یو شمېر اشخاصو ته پېسې ورتلې، یو هم د تورخم بندر او د جلال‌اباد په ښار کې د خپل‌سرو اډو بندېدل دي.

"تورخم کې د قوم په نوم سهمونه وو، د اتحاديو په نوم سهمونه وو، د اشخاصو سهمونه وو چې د هرې لارۍ څخه به له ۳۰ زره افغانيو څخه نيولی تر څلویښت زره افغانۍ به له يوې لارۍ اخېستل کېدې چې د ورځې شاوخوا ۵۰۰ لارۍ به اوښتې دا سرچينه اوس پرې بنده شوې، بل د جلال‌اباد په ښار کې ۱۱۶ اډې وې چې يو سلو شپاړلس کسانو پورې تړلې وې دا مې ټولې پرې بندې کړې."

خو دا چې د ننګرهار وروستی امنيتي پېښې رښتيا هم د همدې مالي سرچينو د بندښت سره تړاو لري او که څنګه؟

د ولایتي شورا وکيل داکټر ناصر کاموال وايي، په څه ډول چې د ننګرهار د ناامنۍ آوازه خپره شوې سمه نه‌ده.

د کاموال په خبره کله چې په ځينو ولسواليو کې پر وسله‌والو ډلو د فعالیت ساحه تنګه شوه، پر هغوی هغه مالي سرچينې چې کلونه-کلونه به وسله‌والې ډلې ترې تغذيه کېدې وچې شوي، نو دوی مجبور شول چې په ښار کې د چاودنو او هدفي وژنو له لارې د خلکو ذهنونه خراب کړي.

دی وايي:

"د ننګرهار ولايتي ادارې په ځانګړي ډول امنيتي ځواکونو په ځينو ولسواليو کې د داعش يا طالبانو مالي سرچينې چې هغوی عوايد ترې ترلاسه کول هغه له‌منځه وړي دي. نو طبعاً پر دوی چې ساحه تنګه شوې دوی مجبوره کيږي چې په ښار کې هدفي وژنې وکړي یا بمي چاودنې وکړي، خو زما په نظر د نورو ولایتونو ته په کتو ننګرهار له ډېرو ولایتونو څخه په امن کې اوس ښه دی، ولسواليو کې د امنيت ساحه تر پخوا ډېره پراخه شوې ده."

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم د جلال‌اباد په ښار کې وروستۍ امنيتي پېښې د مافيايي کړيو او تروريستي ډلو هغه ناکامه هڅه ياده کړه چې دوی غوښتل د دې ولایت په ملکي او نظامي برخو کې رهبري کمزورې ثابته کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي

دی وايي:

"هلته په مجرمينو باندې، مافيايي کړيو باندې، تروریستي ډلو باندې فشارونه موجود دي، په ورته وخت کې همدا کړۍ هڅه کوي چې د ننګرهار رهبري ضعيفه ښکاره کړي."

دی وايي، په ټوله کې امنيتي ځواکونه په ننګرهار کې برلاسي روان دي او د وروستيو انديښنو د ختمولو په خاطر يې د ښار امنيت د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو ته سپارلی.

د امنيتي ځواکونو د معلوماتو له مخې په پام کې لري چې د جلال‌اباد ښار څخه ټولې ناقانونه وسلې که د هر شخص يا حويلې پورې تړلې هم وي راټولې کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:05 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شاه محمود شینواری-ننګرهار

XS
SM
MD
LG