افغانستان
د طالبانو حکومت د يوشمېر داعش وسلهوالو د نيول کېدو خبر ورکړی
د طالبانو حکومت وايي، د یوه تاجکستاني تبعه په شمول یې د داعش ډلې یوشمېر وسلهوال بریدګر نیولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن دوشنبه په یوه بیان کې چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی ویلي، دغو کسانو د فرامینو د تعقیب او نظارت د ریاست یا پخوانۍ لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو په برید کې لاس درلود.
په هغه برید کې چې د سنبلې په ۱۲مه شوی وو د طالبانو په خبره ۶ کسان وژل شوي وو او ۱۳ نور ټپیان وو.
خو د افغانستان د څارنوالانو فدراسیون ویلي وو، په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ افغان څارنوالان وژل شوي وو.
مجاهد زیاته کړې چې نیول شویو کسانو په کابل او یوشمېر نورو سیمو له هغې ډلې په بامیانو کې پر بهرنیو سېلانیانو په برید کې هم لاس درلود.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد همداراز ادعا کړې چې د داعش خراسان ولایت وسلهوال د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال شوي.
هغه دا ادعا کړې چې داعش اوس هلته روزنیز کمپونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان او ځینو نورو هېوادونو بریدونه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پکتيکا کې د نيک محمد ترابي په نوم د حقاني شبکې يو قوماندان وژل شوی
ناپېژاندو وسلهوالو بریدګرو په پکتیکا ولایت کې د نیک محمد ترابي په نوم د حقاني شبکې یو مهم قومندان وژلی دی.
سرچینو ویلي چې، بریدګر بېګا شپه د برمل ولسوالۍ په نوراباد کلي کې په ترابي باندې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلی.
راپورونو کې راغلي، د حقاني شبکې د دغه قومندان مړی نن د انګور اډې له لارې وزیرستان ته وړل شوی.
د طالبانو حکومت او امنیتي چارواکو لا د حقاني شبکې د دغه قومندان د وژنې په تړاو څه تبصره نهده کړې.
تر دې مخکې هم په ګڼو بریدونو کې د طالبانو یوشمېر جګپوړي قومندانان وژل شوي دي.
عثمان نوري د افغانستان په فرسټ کلاس کرکټ کې د ډېرو منډو ریکارډ جوړ کړ
د افغانستان د فرسټ کلاس په روانو سیالیو کې د پامیرلیجینډز لوبډلې پیلیز توپوهونکي عثمان نوري په یوې پاڼۍ کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم ثبت کړ.
نن دوشنبه د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار د شهید نجیبالله ترهکي په لوبغالي کې د ماهيپر ستورو او پامیرلیجنډز لوبډلو ترمنځ د پیل شوې څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبې درېیمه ورځ وه او عثمان نوري په کې ۳۳۹ منډې وکړې.
دا د فرسټ کلاس په یوه پاڼۍ کې د یوه افغان لوبغاړي لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي.
نوموړي پهدې پاڼۍ کې ۵۲۳ توپونه لوبولي دي، ۳۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې یې وهلي دي او په ۳۳۹ منډو یې خپله وېکټ له لاسه ورکړې ده.
ښاغلی نوري چې د افغانستان په کرکټ کې نوی او ځوان لوبغاړی دی دا یې ایله درېیمه فرسټ کلاس سیالي ده.
د ویلو ده چې تر نوموړي وړاندې بهیر شاه محبوب په یوه پاڼۍ کې تر نورو لوبغاړو زیاتې ۳۰۳ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
لسګونه افغان ماشومان د پېښور په مرکزي زندان کې په توقيف کې دي
لسګونه افغان ماشومان د اسنادو د نه لرلو په تور د پېښور په مرکزي زندان کې په توقیف کې دي.
پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان رپوټ ورکړی چې، د پېښور د محکمې یوه قاضي امانالله وزیر د دغو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او چارواکو یې ته امر کړی چې هغوی سمدستي افغانستان ته ستانه کړي.
د دغو ماشومانو شمېر شاوخوا ۲۵ تنه ښودل شوی.
د راپورونو لهمخې دا ماشومان پر تورخم پولې تر اوښتو وروسته د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول شوي وو.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: پر تورخم دوه اړخيز تجارت نژدې ۵۰سلنه کم شوی
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډه خونه وايي، پر تورخم دوه اړخیز تجارت نژدې ۵۰سلنه کم شوی دی.
د دې خوونې مشر شاهد حسین د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سوداګرۍ د کمېدو اصلي علت د تیرا د راجګل کډوالو لهخوا له شاوخوا څلوېښتو ورځو راهیسې د پېښور او تورخم د لارې تړل دي.
د هغه په خبره پهدې سبب که پر دې لاره دوه اړخیز تجارت ۸۰۰ميلیونه ډالره و، نو هغه اوس څلور سوه ميلیونه ته راټیټ شوی دی.
د تيرا راجګل کډوالو د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست له ۲۰مې راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی، چې له امله يې له افغانستان سره د تورخم پر لاره په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي.
د طالبانو له لوري د لسو کلونو په بند د دوه خبريالانو محکومېدو اندېښنې پارولي
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې د طالبانو لهخوا په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومولو په پرېکړې اندېښنه ښوولې.
دغه سازمان پرون په خپله وېبپاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې تر نېول کېدو وروسته سملاسي د طالبانو په پوځي محکمه کې محاکمه شول.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز ادعا کوي چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.
طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز د دغو دوو خبریالانو اوږدمهاله بند محکوم کړی او پر نړیوالو سازمانونو یې غږ وکړ، چې د هغوی د خوشې کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
هند کې دوه افغانان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي
هندي پولیسو دوه افغانان د نشهيي توکو د قاچاق په تور په نوې ډیلي کې نیولي دي.
د ډیلي پولیسو په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، له دغو دوو افغانانو څخه ۴۰۰ ګرامه هیروین او ۱۶۰ ګرامه کوکاین ترلاسه شوي دي.
د ډهلي پولیسو د دغو دوو افغانانو د هویت په اړه نور جزیات نهدي ورکړي، خو د NDTV په ګډون ځینو هندي رسنیو د هندي پولیسو له خولې ویلي چې، دا دوه نیول شوي کسان محمد وارث هاشمي او عبدالنایب نومیږي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې دغه دوه افغانان په ۲۰۲۰ کال کې هند ته تللي وو او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند کاوه.
د ايران پولهساتو د ورېښمو پله سره نژدې يو افغان په ډزو وژلی
د افغانستان یو اوسېدونکی ایراني پولهساتو په ډزو سره وژل شوی دی.
پېښه په نیمروز کې د ورېښمو پله سره نژدې شوې.
د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت د یکشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان غوښتل په ناقانونه توګه ایران ته واوړي چې ایراني پولهساتونکو ویشتی دی.
پرون ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړ چې، لهدې پېښې وروسته د افغانستان-ایران لار په ورېښمو پله کې تړل شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو سرحدي سیمه کې د طالبانو کمیسار مولوي حنظله ازادي راډیو ته وویل، پوله د څو محدودو ساعتونو لپاره د تخنیکي ستونزې په خاطر تړلې وه او وروسته بېرته د ترانزیت پر مخ خلاصه شوه.
ډبليوايفپي: افغانستان کې د بېوزلۍ له امله هره درېيمه نجلۍ له لومړنيو زدهکړو بېبرخې ده
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتېدو له کبله په هرو درو نجونو کې یوې لومړنۍ زدهکړې نهدي بشپړې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي دا خبره نن (یکشنبې) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.
د دغه پروګرام د معلوماتو پر اساس، له یوې خوا طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او له بلې خوا د بېوزلۍ له کبله ډېرې نجونې لومړنۍ زدهکړې نه بشپړوي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، د دوی له لوري په ښوونځیو کې ماشومانو ته د ناشتې برابرول مرسته کوي چې زدهکوونکې ښوونځیو ته لاړې شي.
دې پروګرام په عین حال کې د بوديجې له کموالي شکایت کړی او ویلي یې دي چې، لهدې کبله ۱۱ میلیونو اړو کسانو ته بېړنۍ مرستې نهشي برابرولی.
تېره ورځ افغانستان ته ۱۹۵ کورنۍ له ايران او پاکستان بېرته ستنې شو
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، ۲۴ کورنۍ د تورخم، ۱۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۱۰۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارو هېواد ته بېرته رارغلي دي.
ایران او پاکستان د هغو افغانانو ایستلو ته زور ورکړی چې، دوی یې غیرقانوني یا بېاسناده کډوال بولي.