د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه نن په داسې حال کې جوړه شوه چې طالبانو هڅه وکړه، د ترهګرو له نوملړ څخه د دوی د نوم د ایستلو لپاره د روسیې ملاتړ ترلاسه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې ظاهراً هڅه وکړه روسیه دې ته وهڅوي چې طالبان د تروریستي سازمانونو له لېست څخه وباسي.
متقي وايي: د روسیې فدراسیون د لوړپوړو چارواکو مثبتو نظرونو ته د قدر په سترګه ګورو او هیلهمن یو چې په نږدې راتلونکي کې د لا نورو موثرو ګامونو شاهدان واوسو.
هغه وویل: "قزاقستان او قرغزستان د طالبانو د تحریک نوم چې پخوا د اسلامي امارت په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له لېست څخه لیرې کړی دی، دا اقدامات د ښه سیاسي تفاهم ښکارندویي کوي او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په وړاندې خنډونه لیرې کوي. د روسیې فدراسیون د لوړپوړو چارواکو مثبتو نظرونو ته د قدر په سترګه ګورو او هیلهمن یو چې په نږدې راتلونکي کې د لا نورو موثرو ګامونو شاهدان واوسو."
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مې میاشت کې تاس خبري اژانس ته ویلي وو، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې طالبان دې د مسکو د تروریستي سازمانونو له لېست څخه وایستل شي.
د روسیې د دولتي اژانسونو د راپورونو له مخې، ضمیر کابلوف ویلي، هیلهمن دی، د روسیې لهخوا هم د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د لیرې کېدو په اړه په نږدې راتلونکي کې وروستۍ پرېکړه اعلان شي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي غونډې په پرانیستونکې وینا کې ونه ویل چې ایا مسکو به بالاخره د طالبانو نوم له دغه نوملړ څخه وباسي.
لاوروف د خپلې وینا په یوه برخه کې، له طالبانو د لوېدیځ د بندیزونو د لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: "موږ پر لوېديځو هېوادونو غږ کوو چې له جګړې وروسته د افغانستان د بيارغونې، د بنديزونو د لیرې کولو او د کابل د کنګل شوې شتمنۍ د بېرته ورکولو په اړه خپل مسوولیت درک کړي."
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، د امریکا متحدهایالتونو د افغانستان بانک شاوخوا ۷ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړله.
د دغو پیسو ۳.۵ میلیارده ډالر له واشنګټن څخه په سویس کې د امانت صندوق ته انتقال شوي، څو د امریکايي چارواکو په وینا له طالبانو څخه خوندي وي.
طالبان له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د لوېدیځ له بندیزونو سره مخامخ دي.
دا اقدام په اصل کې د القاعدې او نورو سازمانونو د تمویل د محدودولو لپاره و چې د "ترهګرو" ډلو په توګه پېژندل کېږي.
د مسکو فارمټ یو ورځنۍ غونډه د طالبانو، روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.
ویل شوي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر پر ملاتړ او په اقتصادي برخو کې د سیمې د هېوادونو او کابل ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا، دغه راز د تروریزم او نشهیي توکو پر وړاندې پر مبارزې خبرې وشوې.
د سیمې د چارو پوه سید اشرف سادات د فارمټ مسکو د غونډې نتایجو ته هیله من نه ښکاري.
سادات وايي: تاسې د مسکو د جلسې شاهدان یاست، خو له بده مرغه موږ داسې کومه پایله نه ده لیدلې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات مرسته وکړي.
هغه وویل: "له بده مرغه دې فارمټ هیڅکله هم په افغانستان کې د سولې او جګړې لپاره یو هدفمند روایت تعریف نه کړ. د جمهوریت پر مهال د مسکو فارمټ کلنۍ غونډې جوړېدې او بیا پرېکړه کېدله چې افغان سیاستوال او د تېر مهال طالبان به راځي او له یوبل سره به خبرې کوي. تاسې د مسکو د جلسې شاهدان یاست، خو له بده مرغه موږ داسې کومه پایله نه ده لیدلې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات مرسته وکړي."
د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو لړۍ په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوه، خو د لوېدیځو هېوادونو استازي په دغو غونډو کې نه دي لیدل شوي.