د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د امريکا عمومي مفتش: د طالبانو د حکومت مخالفو جبهو طالبانو ته جدي ګواښ نه‌‌دی پېښ کړی


د مقامت ملي جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې د جنګياليو يو انځور
د مقامت ملي جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې د جنګياليو يو انځور

د متحدایالاتو عمومي مفتش رابرت فیلیپ ستورک په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر ضد "د مقاومت ملي جبهې او ازادۍ جبهې" د نومونو په یادولو ویلي چې، له پرله‌پسې بریدونو سره یې هم، طالبانو او د هغوی امنیت ته کوم جدی ګواښ نه‌‌دی پېښ کړی.

د امریکا د دفاع وزارت دغې ادارې ټینګار کړی، طالبان توانېدلي چې خپله پوځي او امنیتي واکمني وساتي او وړاندوینه یې کړې چې، ممکن د دې وړتیا ولري چې راتلونکو ۱۲ میاشتو کې هم دا وضعیت وساتي.

"له بده‌‌مرغه تر اوسه د (طالبانو خلاف) د ټولو پوځي، مدني او سیاسي جریانونو ترمنځ هغه ډول چې لازمه ده، همغږي نه‌شته
اجمل عمر شينواری

خو په ټکو یې، برعکس له افغانستانه د ترهګرو ډلو فعالیتونه د ودې په حال کې دي چې سیمې او اروپا یې ته هم ګواښونه په پراخېدو دي.

د متحدایالاتو عمومي مفتش د روان میلادي کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې د امریکا ګانګرس ته په یو چمتو کړي ۶۸ مخیز راپور کې چې، د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۵مه) خپور شوی ویلي، د طالبانو مخالفو یادو جبهو فعالیتونو د پام وړ اغېز نه‌دی کړی.

که څه هم د (مقاومت ملي جبهې) د رسنیو برخې مسوولینو له ژمنو او ډېر انتظار سره‌‌سره زموږ پوښتنې ځواب نه‌‌‌کړې، خو وړاندې د (سپټمبر په ۱۷مه) یې د ملګروملتونو د یو امنیتي راپور په غبرګون په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې، یوازې د روان کال د مې له نیمایي د جولای میاشتې تر پایه دوی د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې په ۱۰۷ وسله‌والو عملیاتو کې ۱۴۵ طالبان وژلي او ۱۴۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

هڅه مو وکړه په‌‌دې اړه د طالبانو د حکومت د بلې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) نظر هم وپوښتو خو مسوولینو یې د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو دوه مخالفې جبهې چې په افغانستان کې د لسګونو جنګالیو د لرلو ادعاوې هم کوي، وخت په وخت یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه لویو ښارونو کې پر طالبانو د حملو راپورونه خپروي.

د محتدایالاتو عمومي مفتش دغه‌‌‌شان په خپل دې راپور کې اندېښنه ښودلې چې، د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې سیمې اونړۍ ته ګواښونه زیات کړي دي.

راپور زیاتوي، د داعش خراسان څانګې په وړاندې د طالبانو د حکومت له مبارزې سربېره بیا هم دغې ډلې په سیمه کې د خپلو غړو جلب او جذب ته وده ورکړې او هڅه کوي د ترکیې له لارې په اروپایي هېوادونو خپل نفوس زیات کړي.

راپور کې وړاندې د داعش د بریا لاملونه وسلو ته لاس‌رسی، د جنګالیو پوځې روزنه، د ترهګرۍ ضد اقداماتو د مخنیوي وړتیا او بریدونو لپاره د اغېزمنو ستراتېژیو لرل بلل شوي دي.

په‌‌دې راپور کې ویل شوي، که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستانه د القاعدې شبکې د بریدونو مخه نیولې او په‌‌دې برخه کې یې د دوحې تړون ته ژمنتیا ښودلې، خو په ټکو یې دغې شبکې په ډېر احتیاط خپل فعالیت ته دوام ورکړی او افغانستان ته یې د ځینو مهمو غړو وروستي سفرونه د روزنې، استخدام او بیا تنظیمولو ښکارندویي کوي.

راپور کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترمنځ د همکارۍ په اړه هم اندېښنې څرګندې شوي او ویل شوي چې، د دوی همکاري کولای شي له سیمې بهر پراخ ګواښ رامنځته کړي.

دغه راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګالیو شمېر ۲زره، د تحریکي طالبان پاکستان(TTP) له ۴ زرو تر ۶ زرو او د القاعدې شبکې له ۱۲ کمو اصلي غړو د موجودیت اټکل کړی دی.

د پوځي چارو یوشمېر کارپوهان که څه هم د طالبانو د مخالفو جبهو فعالیتونه بې‌اغېزې نه بولي، خو وایي چې د دغو جبهو او ډلو ترمنځ د یووالي نه‌‌شتون د طالبانو د حکومت دوام او د نورو ترهګرو ډلو فعالیت ته لاره برابره کړې ده.

له‌‌دې ډلې د تېر جمهوري حکومت د پوځ ویاند او پوځي کارپوه اجمل عمر شینواري ازادي راډیو ته وویل: "له بده‌‌مرغه تر اوسه د (طالبانو خلاف) د ټولو پوځي، مدني او سیاسي جریانونو ترمنځ هغه ډول چې لازمه ده، همغږي نه‌شته او د طالبانو د تخصصي بنسټونو نه‌شتون له امله د داعش خراسان او القاعده شبکې خوځښتونه پراخ شوي او فعالیتونه یې دوام لري، د دې تر څنګ اوس له ۲۱ زیاتو ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره شوې ده."

اجمل عمر شينواری
اجمل عمر شينواری

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه‌خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې د دوی د مخالفو جبهو په اړه د امریکا د عمومي مفتش راپور تایید کړ او ویې ویل چې، دوی به ورته د جګړو موقع ورنه‌کړي.

خو دغه سرچینه د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعدې د فعالیتونو خبره رد کړه او ادعا یې وکړه چې، د داعش ډله ځپل شوې، ټي‌‌ټي‌‌پي ته د بریدونه اجازه نه ورکوي او په خبره یې د القاعدې شبکې غړي هم له ۲۰۰۱ وروسته خپلو هېوادونو ته متواري شوي او افغانستان ته یې دراګرځېدو چانس او اړتیا نه‌شته.

خو د داعش خراسان څانګه تل او په پرله‌پسې توګه د ځینو بریدونو ان خونړیو حملو پړې مني، چې وروستۍ هغه یې د تېرې پنج‌‌شنبې په ورځ د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کې د صوفیانو په زیارت کې د عبادت کوونکو پر یوې لس‌‌کسیزې ډلې حمله وه.

د یادونې ده چې د پاکستان، ایران، تاجکستان او ځینو نورو ګاونډویو هېوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ يوشمېر هېوادونو تل په پرله‌پسې توګه له افغانستان د داعش او TTP او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه وخت ناوخت اندېښنې مطرح کړي دي، خو د طالبانو حکومت بیا تل دې اندېښنو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د افغانستان له خاورې چاته ګواښ متوجه نه‌‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG