د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د برېکس ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو هم خبرې کړي


ارشیف: د برېکس د یوې مخکېنۍ ناستې انځور
ارشیف: د برېکس د یوې مخکېنۍ ناستې انځور

نن د روسیې په کازان ښار کې د برېکس درې ورځنۍ غونډې دوهمه ورځ ده.

که څه هم د روسیې په کازان ښار کې د برېکس درې ورځنۍ غونډې ته د طالبانو حکومت استازي نه وو بلل شوي، خو ګډونوالو د نورو مهمو مسلو ترڅنګ د افغانستان پر روان وضعیت او ستونزو خبرې وکړې.

د دغې غونډې د لومړۍ ورځې په څنډه کې د هند او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو تمرکز د افغانستان او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ په اړه و.

د ایران ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې، د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان په دغې لیدنه کې وویل، له افغانستان سره د سیمې د راتلونکی د جوړولو لپاره هم باید تعامل او خبرې اترې وکړي او باید مرسته وکړي څو افغان ملت د ستونزو په حل سره سولې او هوساینې ته ورسېږي.

هممهاله د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي دفتر د سه‌شنبې په ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دواړو هېوادونو مشرانو د چابهار بندر د اوږدمهاله تړون لاسلیک یې د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې مهم وباله او د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کېدو په برخه کې د دغه بندر پر اهمیت ټینګار وکړ.

د برېکس درې ورځنۍ غونډه د سې شنبې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې د ۳۲ هېوادونو د مشرانو په حضور کې جوړه شوه.

که څه هم د طالبانو حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت د روان کال د مې په ٢۴مه ویلي وو چې دوى غواړي په دې غونډه کې ګډون وکړي، ځکه چې د برېکس له غړو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړيکې او سوداګريزې تبادلې لري.

خو اوس ظاهراً لیدل کېږي چې د برېکس سازمان غړو په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د استازو له ګډون سره موافقت نه دی کړی.

د سیاسي چارو کارپوهان د برېکس په ناسته کې د افغانستان د حضور ارزښت ته په اشارې سره وايي چې د طالبانو کړنو یاد هېواد د برېکس په شان په نړیوالو غونډو کې له ګډون څخه بې برخې کړی دی.

په مسکو کې د افغانستان پخواني ډیپلومات او سیاسي کارپوه غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل: "د همدې حالت دوام، د مشروعیت نه ترلاسه کول او په رسمیت نه پېژندل به له بده مرغه د افغانستان لپاره ډېر ګران وي، په همدې موخه په نړیوالو سازمانونو او کنفرانسونو کې د افغانستان د برخلیک، او د سیمې او تر سیمې هاخوا د اقتصادي، سیاسي او امنیتي پرمختګ په اړه بحثونه کېږي، خو له بده مرغه افغانستان د طالبانو د ناقانونه کړنو له امله په داسې غونډو او سازمانونو کې له ګډون څخه بې برخې دی."

په مسکو کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات او سیاسي کارپوه غوث جانباز
په مسکو کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات او سیاسي کارپوه غوث جانباز

د اقتصادي چارو کارپوه نازک‌میر زیارمل هم په دا ډول غونډو کې د طالبانو حکومت د استازو نه شتون د افغانستان د اقتصاد په زیان بولي.

زیارمل وايي: مهمه دا ده چې افغانستان په مستقيم ډول په داسې غونډو کې ګډون وکړي، که د افغانستان استازي نه وي، دا يو منفي پاینټ دی.

هغه وايي: "که څه هم په دې ډول غونډو کې د افغانستان په اړه او له نړۍ سره د اقتصادي مسایلو او سوداګرۍ، امنیتي مسایلو او دا چې د افغانستان وضعیت به څنګه د سیمې پر وضعیت اغطز کولای شي، بحث کېږي، خو مهمه دا ده چې افغانستان په مستقيم ډول په داسې غونډو کې ګډون وکړي، که د افغانستان استازي نه وي، دا يو منفي پاینټ دی."

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ هېوادونه له طالبانو غواړي چې یو ټولشموله حکومت رامنځته کړي، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لرې او بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو د طالبانو حکومت دغو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی او برعکس ورځ تر بلې یې پر افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي.

برېکس، چې یو اقتصادي سازمان دی، په ٢٠٠٩م کال کې د روسیې په نوښت جوړ شو او برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو.

یاد سازمان چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی، د سویلي افریقا له یو ځای کېدو وروسته له برېک څخه برېکس ته بدل شو.

خو ايران، متحده عربي امارات، مصر او ایتوپيا د دغه سازمان نوي غړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG