د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

هند وایي، د همالیا له لانجمنې دوکلام سیمې یې خپل ځواکونه ایستلي


هند ویلي چې د دوی ځواکونه د همالیا له هغو لوړو سیمو وځي چې اوس مهال شخړې ورباندې روانې دي.

دغه سیمه دوکلام نومېږي.

دغه هېواد وایي چې له چین سره د دوکلام سیمې په تړاو د څو میاشتنۍ لانجې د ختمولو په هدف، له دغې سیمي څخه خپل ځواکونه باسي.

چین تر دې وړاندې څو ځلې له هند څخه غوښتي وو چې له دغې ستراتېژیکې سرحدي سیمې خپل ځواکونه وباسي.

چین او بوتان پر دې سیمې دعوه لري.

بوتان چې د هند متحد دی، شکایت کړی و چې چین د دغه هېواد په خاوره کې سړک جوړوي.

له همدې کبله هند په جون میاشت کې دوکلام سیمې ته ځواکونه واستول او په دې ډول د هند او چین تر منځ لانجه پیل شوه.

چین وایي، هند په غیر قانوني ډول د دغه هېواد قلمرو ته ننوتی دی.

اوس هند وایي چې له دغې سیمي یې د خپلو ځواکونو د بېرته ایستلو چارې پیل کړې دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر له پیکېنګ سره تر خبرو وروسته، د دغې ستونزې د هواري په برخه کې تفاهم ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، چین د هند له دغه اقدام څخه خوښي ښودلې ده، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د دوی ځواکونه به د سرحدي سیمې په اوږدو کې خپل لوري ته ګزمو ته ادامه ورکړي.

تر دې وړاندې هند ویلي وو چې دواړه لوري باید له دوکلام سیمې خپل پوځیان وباسي.

په همدې حال کې راپورونه وایي، ټاکل شوې چې د هند صدراعظم نرېندرا مودي چین ته سفر وکړي.

د دغه سفر هدف د برېکس په نوم غونډه کې ګډون دی چې پر هند سربېره چین، روسیه، برازیل او جنوبي افریقا هم برخه په‌کې لري.

په پام کې ده، دغه غونډه چې د ښې راتلونکې لپاره د پیاوړي مشارکت نوم ورکړل شوی، په سپټمبر میاشت کې په چین کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG