د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

روسیه کې د برېکس دوه ورځنۍ ناسته؛ شنونکي په داسې غونډو کې د افغانستان د ګډون په تړاو ویشلي نظرونه لري


د برېکس د تېرې ناستې یو انځور
د برېکس د تېرې ناستې یو انځور

د طالبانو حکومت له غوښتنې سره سره داسې ښکاري چې د برېکس سازمان په ۱۶مه سرمشریزه کې دوی ته بلنه ده ورکړل شوې.

ټاکل شوې چې دا دوه ورځنۍ سرمشریزه سبا د سه شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې په کازان کې د روسیې، چین، هند، برازیل، مصر او ایران د ولسمشرانو او دې غونډې ته د نورو هېوادونو د وربلل شویو مشرانو په ګډون جوړه شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دغه سرمشریزه کې د دوی د حکومت د ګډون یا نه ګډون په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې یې مرستیال حمدالله فطرت په دغه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

نوموړي د تېرې سپټمبر میاشتې په ۲۴مې ویلي وو، دوی د برېکس سازمان غړو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لري، نو په‌‌دې غونډه کې د ګډون غوښتنونکي دي.

خو د روانې اکټوبر میاشتې په پیل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو د مشورتي فورم له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، برېکس غونډې ته د طالبانو د حکومت بلنه یوازې دوی نه، بلکې د دې سازمان ټولو غړو پوره اړه لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د هيڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، خو د چین او روسیې په ګډون د برېکس له بنسټ ایښودونکو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

د اقتصادي چارو پوهان له ډلې عبدالقیوم افغان په سیمه کې د برېکس سازمان مخ پر زیاتېدونکې اقتصادي او سیاسي نفوذ ته پام د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان موجودیت مهم بولي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما په اند د برېکس د سازمان په غونډه کې د افغانستان نه ګډون د افغانستان او په ځانګړې توګه د خلکو په زیان تمامېدای شي، دا یو اقتصادي شاتګ دی، نه یوازې برېکس، بلکې په نړۍ کې هر ډول کېدونکې غونډې چې په‌کې هېوادونه له یوبل سره د اقتصادي راکړې ورکړې په اړه خبرې کوي او په‌کې اقدامات کېږي، په دا ډول ناستو کې د افغانستان نه موجودیت د افغانانو لپاره ښه خبر نه دی."

برېکس، چې یو اقتصادي سازمان دی په ۲۰۰۹م کال کې د روسیې په نوښت جوړ شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو.

دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له برېک څخه په برېکس بدل شو.

خو ایران، متحده عربي امارات، مصر او اتوپیا یې تازه غړي دي.

د نړیوالو چارو پوه حکمت‌الله حکمت بیا د برېکس په ګډون د نړیوالو سازمانونو غونډو ته ځکه خوشبینه نه دی چې په ټکو یې دغه بنسټونه او غړي هېوادونه له هر څه وړاندې خپلې ګټې پالي.

حکمت وايي: د سیمه‌ییزو هېوادونو دا ډول ناستې له افغان غمیزې سره مرسته نه شي کولای. چین او روسیه له خپلې وېرې هڅه کوي چې له اوسنیو چارواکو سره اړیکې ولري.

حکمت وویل: "که چېرته دغو هېوادونو په یوه خوله په افغانستان کې د داسې حاکمیت غوښتنه کړې وای چې ټول افغانانو پکې ونډه لرلای، بیا به موږ قرباني نه وو. د سیمه‌ییزو هېوادونو دا ډول ناستې له افغان غمیزې سره مرسته نه شي کولای. چین او روسیه له خپلې وېرې هڅه کوي چې له اوسنیو چارواکو سره اړیکې ولري."

ټاکل شوې چې د برېکس په سرمشریزه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سربېره، د سیمې د عمومي وضعیت په اړه هم خبرې وشي.

د برېکس ۱۵مه سرمشریزه غونډه تېر کال د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې پورې په جنوبي افریقا کې جوړه شوې وه او د راتلونکې کال هغه به یې په برازیل کې جوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG