د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ارګ: د خټک وروستۍ څرګندونې د پاکستان په اړه د افغان حکومت ادعا ثابتوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ترهګرو د ملاتړ څخه د لاس اخېستو په هدف پر پاکستان ورځ تر بلې نړیوال او سیمه‎ییز فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر ډونال ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته د بریکس د غړو هېوادونو دریځ او د پاکستاني سیاست‎وال افراسیاب خټک وروستۍ څرګندونې د افغان حکومت هغه ادعا ثبوت ته رسوي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

نوموړی وايي:

"د امریکا ستراتیژي او د بریکس د غونډې دریځ د افغانستان هغه ادعا چې ویل یې پاکستان د تروریستي ډلو ملاتړ کوي په اثبات ورسوله، موږ باور لرو تر کومه چې پاکستان د تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي، سیمه او نړۍ امن او ثبات ته نه‎شي رسیدای."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي عوامي ګوند یوه مهم مشر او د سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک ویلي چې پاکستان لا هم د تُندلارو کارخانې چلوي.

ښاغلي خټک په پاکستان کې د طالبانو او ممنوعه ګوندونو موجودیت، د دوی ښکاره غونډې کول او پر ضد يې نه اقدام د خپلې ادعا ثبوت بللی دی.

نوموړي ویلي چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د له‎منځه وړلو لپاره سیاسي اراده وجود نه‎لري.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې وسله‎وال طالبان په پاکستان کې خوندي پټن‎ځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې د امریکا ګټې په نښه کوي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې او چین په ګډون د برېکس هېوادونو د لومړي ځل لپاره هغه ډلې چې په پاکستان کې موجودې دي د ترورېستانو په توګه يادې کړې او د سیمې لپاره‌ يې يو ګډ ګواښ وباله.

د برېکس د غړو هېوادونو له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې د جیش محمد او لشکرطیبه نومونه هم اخېستل شوی چې اوس مهال په پاکستان کې د روزنې مرکزونه لري.

خو پاکستان هر وخت دغه ډول ادعاګانې رد کړي او ویلي دي چې دا هېواد په خپله د ترهګرۍ ښکار دی او د ترورېزم پر ضد جګړه کې يې زرګونه کسان وژل شوي دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا له دومره فشارونو سره-سره به پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي کنه؟

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داوود
د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داوود

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داوود يې په اړه وايي:

"که امریکایان د خپلې نوې ستراتیژۍ عملې کېدو ته ژمن وي او افغان حکومت هم د ادارې اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره کار وکړي نو په دې صورت کې پاکستان ته هم بله لاره نه‎ده پاتې مجبور دی چې په خپلو پالیسو له سره کتنه او د سولې لپاره کار وکړي."

ښاغلي داوود غوښتنه وکړه چې افغان دولت باید له موقع نه په ګټې اخېستنې د سیمې له هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخه کړي او د دې ترڅنګ په کور دننه د فساد پرضد مبارزه او د ښې حکومتوالۍ لپاره کار وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG