د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

وال سټریټ ژورنال: طالبان د بدلون ادعا کوي خو دوی په بې رحمۍ چلند کوي


ارشیف، وسله وال طالبان
ارشیف، وسله وال طالبان

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه نوې مقالې کې لیکلي چې طالبان وايي، تغیر یې کړی خو د ورځپاڼې په باور اصلاً هغوی په بې رحمۍ چلند کوي.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو په تېرو میاشتو کې هڅه کړې چې لویديځ او د سیمې قدرتونو ته ځان د مسوول او لوبغاړي په توګه معرفي کړي.

په دې مقاله کې راغلي چې د مجازات کولو په برخه کې د طالبانو یو شمېر کارونه لکه پر غلا د لاس پرې کول د ۹۰یمې لسیزې پرمهال د طالبانو له واکمنۍ سره لږ پرتله کېږي، خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو په چلند کې زیات توپیر نه لیدل کېږي.

وال سټريټ ژورنال د کندهار ولایت د یوه اوسېدونکي کمال الدین څرګندونې یادې کړي چې وايي،که طالبان یې وویني چې ږیره یې خرېیلې ده، بند ته به یې واچوي.

کمال الدین زیاته کړې، که طالبان واک تر لاسه کړې، ټولنه به په تیارو کې ورکه شي.

د وال سټریټ ژورنال په لیکنه، د کمال الدین له خبرو داسې ښکاري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دا ډله له خلکو سره په بې رحمۍ چلند کوي.

  • واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر دې موضوع ته پام کړی چې په سېپټمبر میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهېر بشپړېدو ته په کتو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا دا جګړه د کولو وړ وه؟

امریکا ویلي چې په افغانستان کې د دوو لسېزو پر مهال یې ۲۴۴۲ سرتیري وژل شوي او د واشنګټن ایګزاماینر په وینا په افغانستان کې د امریکا ۲۲۰۰ میلیارده ډالره مصرف شوي دي.

د خپرونې په لیکنه، په تېرو شلو کلونو کې د امریکا ډېری اوسېدونکو د افغانستان له جګړې سترګې پټې کړې وې، خو وروسته راغلي چې امریکايي سرتیري د افغانستان د ختیځ په درو کې له پاکستان سره پر پوله او جنوب په وچو بېدیاوو کې په مبارزه بوخت وو.

واشنګټن ایګزاماینر همدا راز لیکلي، له هغو کسانو باید پوښتنه وشي چې په افغانستان کې يې د جګړې هڅې څارلې او دې هېواد ته یې پیسې لېږلي چې له پراخ اداري فساد سره لاس او ګرېوان دی.

په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهېر یوه میاشت کېږي، واشنګټن ایګزاماینر لیکلي چې د جګړې قربانیانو هېڅکله د دې جګړې د دا ډول نتیجې وړاندوینه نه وه کړې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG