د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

بریتانیا کې د افغانستان سفارت وتړل شو؛ په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال یې اندېښمن کړي


په لندن کې د افغانستان سفارت چې نن وتړل شو.
په لندن کې د افغانستان سفارت چې نن وتړل شو.

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت وتړل شو او ودانۍ يې د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت وروسته له هغې تړل کېږي چې د دې سفارت کارکوونکي د طالبانو له‌خوا بې اعتباره وبلل شول.

د سفارت یو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پيغام کې تایید کړه چې دا سفارت پرون د سپټمبر په ٢٦مه وتړل شو او ودانۍ يې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

سرچينې زياته کړه چې تراوسه په دې هېواد کې د مېشت افغان کډوالو لپاره د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د حل کومه لاره وړاندیز شوې نه ده او د سفارت ډیپلوماتان هم اړ دي په دې هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر هم د وږي په ١٩مه ازادي راډیو ته ویلي وو چې د افغانستان د سفارت له بندولو سره سره دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او ډېرو محتاجو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

خو په بریتانیا کې یو شمېر افغان کډوال په دې هېواد کې د افغانستان سفارت د بندېدو له امله اندېښمن دي.

یو له دوی څخه عبدالله ستاري وايي چې په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت چې د افغانانو یوه ډيپلوماتیکې استازولۍ ده، تړل به ټول افغانان زیانمن کړي.

ستاري وايي: که سفارت بېرته خلاص نه شي نو د دوی راتلونکی به څنګه شي او د اسنادونو پروسس او نورې ستونزې به دوی چا ته راجع کړي.

ستاري وویل: "په رښتیا چې موږ زیانمن کېږو، ځکه زموږ ټول کارونه سفارت پورې تړلي دي او سفارت زموږ هویت دی. ټول افغانان او د افغانانونو ټولنې حیرانه دي چې که سفارت بېرته خلاص نه شي نو د دوی راتلونکی به څنګه شي او د اسنادونو پروسس او نورې ستونزې به دوی چا ته راجع کړي."

یوه بل افغان کډوال اصف روفي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ دلته د خپل هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ له لاسه ورکوو، د دې استازولۍ تړل په انګلستان هېواد کې مېشت افغان کډوالو لپاره ډېر یو بد خبر دی او ډېر ناوړه اغېزې لري، موږ ډېر اندېښمن یو، ځکه موږ ته به ګڼې ستونزې پیداکړي، موږ نه شو کولای چې د خپل بېلابېلو تعلیمي، تحصیلي او سفري اسناد تایید تصدیق ترلاسه کړو."

دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړی و چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له‌ دې هېواده ووځي.

د دې سفارت سفیر زلمي رسول د سپټمبر په ٨مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي وو چې د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې له مخې به په بریتانیا کې د افغانستان سفارت د سپټمبر په ۲۷مه نېټه په رسمي ډول وتړل شي.

زلمی رسول
زلمی رسول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې په اکثرو اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا د صادر شويو اسنادو د بې‌اعتباره کېدو اعلان وکړ.

دغه وزارت ادعا کړې وه چې یاد سفارتونه د دوی له حکومت سره همغږي نه‌لري او په فساد کې ښکېل دي.

له همدې امله د سپټمبر په ١٢مه په ناروې کې او تر دې وړاندې د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارتونه وتړل شول.

سره له دې چې د بریتانیا او ناروې په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم دوی د طالبانو حکومت دغه پرېکړه یوه حقوقي لانجه بللې او ویلي یې دي چې د اجرا وړ ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG