د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

ناروې کې نن د افغانستان سفارت تړل کېږي؛ هلته د مېشتو کډوالو غبرګون څه‌دی؟


په ناروې کې د افغانستان سفارت
په ناروې کې د افغانستان سفارت

نن په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي او ودانۍ به یې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي.

په ناروې کې د افغانستان سفارت د روانې سپټمبر میاشتې په نهمه په خپله ايکس‌پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو، د سټمبر په دولسمه په اوسلو کې خپل فعالیتونه دروي.

تازه په ناروې کې د افغانستان سفارت مسوولینو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو په اعلامیه کې یې راغلي وو چې د ناروې هېواد د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې په اروپا، کاناډا او اسټرالیا کې یې د سفارتونو او قونسلګریو خدمات بې‌اعتباره ګڼلي، یوه حقوقي لانجه بللې او ویلي یې دي چې د اجرا وړ ده.

په ناروې کې افغان سفیر یوسف غفورزي هم په‌دې اړه مخکې په خپله ايکس‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي وو، په خپل څلورنیم کلن ماموریت کې یې د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو هڅو ترڅنګ په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ناروې، ایسلنډ او ډنمارک کې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه هم وړاندې کول، خو په خبره یې له‌دې وروسته دا چارې پای ته رسیږي.

په‌همدې حال کې په ناروې کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د افغانستان د سفارت تړل کېدل به دوی د اسنادو د اخیستلو او نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

په ناروې کې مېشت یو افغان کډوال محمد عزیز ازادي راډيو ته وویل: "دا یوه جدي ستونزه ده چې له‌دې وروسته به زموږ افغانان په بېلابېلو برخو کې د ورسره مخ کېږي، افغانان به د سفارت له تړل کېدو وروسته نورو هېوادونو ته ځي او هلته به خپل اسناد چې پاسپورت دی، د زېږېدو کارتونه دي، تذکرې دي، دا به اخلي، زموږ غوښتنه ده چې باید کوربه هېواد په‌دې برخه کې ستونزو ته پام وکړي."

موږ له کوربه هېواده غوښتنه کوو چې د اسنادو او افغان کډوالو د نورو ستونزو برخه کې په بدیلو لارو فکر وکړي."
پرويز ناصري اوسلو کې افغان کډوال

د دې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې مېشت یو بل افغان کډوال پرویز ناصري ازادي راډيو ته وویل: "په اوسلو کې د افغانستان د سفارت تړل به دلته مېشت افغانان له سختو ستونزو سره مخ کړي، موږ له کوربه هېواده غوښتنه کوو چې د اسنادو او افغان کډوالو د نورو ستونزو برخه کې په بدیلو لارو فکر وکړي."

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست او د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو په نوم شورا غړي نصیراحمد اندیشه ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، که په ناروې او جرمني کې مېشت افغانان په متحد ډول غوښتنه وکړي کوربه هېوادونه اړ دي، چې اسنادو او نورو برخو کې د افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي دا هم لیکلي، فکر نه‌کوي چې نور اروپايي هېوادونه دې د افغانستان د سیاسي استازولیو د بندېدو پرېکړه وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له‌دې وړاندې د سپټمبر په ۸مه په بریتانیا کې د افغانستان سفارت هم اعلان کړی وو، چې د روانې سپټمبر په ۲۷مه به خپل فعالیتونه ودروي.

په لندن کې د افغانستان سفارت
په لندن کې د افغانستان سفارت

دغه راز تر دې وړاندې د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل شوی و.

د راپورونو پر بنسټ تېره اوونۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه پرېکړه ومنله چې له‌مخې یې په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ چارې بې‌اعتباره ګڼل کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې په اکثرو اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا د صادر شويو اسنادو د بې‌اعتباره کېدو اعلان وکړو.

دغه وزارت ادعا کړې وه چې، یاد سفارتونه د دوی له حکومت سره همغږي نه‌لري او په فساد کې ښکېل دي.

خو د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو په نوم شورا د تېرې اګست میاشتې په په ۲۹مه په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت دا اقدامات وغندل او وې ویل چې د طالبانو دا غوښتنه د بشري حقونو، حکومتولۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې د دوی د سخت‌دریځه چلند څرګندونه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG