د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

دايکندي کې وروستي بريد ته د غبرګونونو دوام؛ بېلابېلو بنسټونو د حساب‌کتاب غوښتنه کړې


ډايکندي کې د وروستي بريد د قربانيانو جسدونه
ډايکندي کې د وروستي بريد د قربانيانو جسدونه

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ ناوخته د سپټمبر ۱۳مه یوې خبرې غونډه کې د د غه برید د غندنې ترڅنګ یو ځل بیا د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

په دایکنډي ولایت کې د داعش د مرګوني برید په اړه د غبرګونو په دوام، ملګروملتونو دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او دغه برید یې زړه بوږنکونکی بللی دی.

د پنج‌شنبې د ورځې په دغه برید کې د طالبانو حکومت د معلوماتو له‌مخې ۱۴ کسان ووژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

"د ملګروملتونو سرمنشي پر شعیه هزاره‌ګانو پرونی زړه بوږنونکی برید چې د افغانستان په مرکزي سیمه کې وشو غندي

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په‌دې اړه د جمعې د ورځې ناوخته یوې خبرې غونډې ته وویل: "د ملګروملتونو سرمنشي پر شعیه هزاره‌ګانو پرونی زړه بوږنونکی برید چې د افغانستان په مرکزي سیمه کې وشو غندي، ښاغلی ګوتېرش د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي، عمومي منشي یو ځل بیا په هرحال کې د ملکي وګړو په پر خوندیتوب ټینګار کوي."

ښاغلي دوجاریک دغه شان وویل، په افغانستان کې د دوی سیاسي ماموریت هم پېښه غندلې او له عاملانو سره یې د حساب کتاب غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي هم په جلا جلا پیغامونو کې د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د داسې نړیوال مېکانېزم په رامنځته کېدو ټینګار کړی، چې له‌مخې یې د وروستۍ پېښې سربېره د ټولو ترهګریزو پېښو له عاملانو سره حساب وشي.

په ورته وخت کې په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازولۍ چې د پرځېدلي جمهوري نظام استازي یې اداره کوي، پر خپله ایکس‌پاڼه د دایکنډې په پېښه کې د بې‌ګناه کسانو پر مرګ‌ژوبله خپګان ښودلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د جاپان سفارت هم په‌دې تړاو په خپرو کړیو بیانونو کې د دې جنایت عاملانو ته د سمدستي سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د تېر جمهوري نظام د ډیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا هم د اعلاميې په خپرو سره ویلي، د دایکنډی برید دا ښیي چې طالبان د قومي او مذهبي لږه‌کیو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.

پرون هم یوشمېر پخوانیو افغان سیاستوالو او چارواکو، بهرنیو مقاماتو او د نړیوالو بنسټونو استازو دغه پېښه غندلې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ايکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرو سره ویلي، په یاده پېښه کې ۱۴ عام ملکي وګړي وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه په دغه بیان کې ژمنه کړې چې د پېښې د عاملینو د لټون لپاره هڅې روانې دي.

په اسلام‌اباد کې د دایکنډی ولایت یو مدني فعال سخي سعادت چې له موضوع په جریان کې دی وايي، ټول قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سیمې له خلکو سره چې موږ کومې اړیکې لرو د هغې له‌‌مخې پرون ټول شهیدان خاورو ته وسپارل شول، خو تر اوسه حکومت د پېښې د عاملیونو د نیونې لپاره کوم عملي اقدام نه‌دی کړی او خلک په‌دې برخه کې د جدي اقدام غوښته کوي او وايي، چې یوازې په رسنیو کې په بیانونو دې بسنه ونه‌شي."

د غور مرکز فيروز کوه يو انځور
د غور مرکز فيروز کوه يو انځور

د پنج‌شنبې په ورځ غرمه مهال دا وسله ‌وال برید چې د دایکندي-غور په لویه لاره وشو، سیمه‌‌ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، ناپېژاندو وسله‌‌والو د دایکنډي-غور پر سړک د دغه ولایت د اوسېدونکو موټر ودراوه او ډزې یې ورباندې وکړې.

خو د داعش خراسان ولایت څانګې د اعماق په نوم د ټلېګرام په چینل کې د برید مسوولیت ومانه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي و، جنګیالیو یې د افغانستان په مرکزي سیمه کې د برید په پایله کې ۱۵ تنه وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې مخکې هم د افغانستان کې پر شیعه وګړو د ګڼو مرګوني بریدونو مسوولیت منلی دی.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په کراتو دا ادعا کړې چې، په دغه هېواد کې یې د داعش ریښې ایستلي، خو ملګري ملتونه او د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه لا هم دغه ډله په افغانستان کې لوی خطر ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG