د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

درې کاله مخکې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش مرګونی بريد؛ ايا اوس هم داعش يو ګواښ دی؟


په دې برید کې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۲ امریکایي سرتېري وژل شوي وو
په دې برید کې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۲ امریکایي سرتېري وژل شوي وو

د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ابې دروازې (Abbey Gate) ته څېرمه له خونړي ځانمرګي برید درې کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د داعش د حضور د خطر په اړه اندېښنې شته.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر ابې دروازې (Abbey Gate) ته څېرمه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د ۲۶مې نېټې برید، کابل ته د طالبانو له داخلېدو شا و خوا دوې اوونۍ وروسته وشو.

برید داسې وخت وشو، چې له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو او د زرګونو نورو افغانانو د تخلیې بهیر روان و.

د کابل اوسېدونکی محمد شفيع سمسور چې له سلګونو نورو کسانو سره د کابل له هوايي ډګره بهر له افغانستانه د وتلو په انتظار وو، په برید کې ټپي شو.

نوموړي د دې پېښې په اړه له ازادي راډيو سره په مرکه کې وويل: "زه هغه ورځ د اګست میاشتې پر ۲۶مه هلته وم، چاودنه وه، پوه نه‌شوم چې چاودنه له کوم لوري وشوه، زه په سر او غاړه کې ولګېدم او بې‌سده شوم، کله چې په هوښ راغلم، نږدې نیم ساعت تېر شوی و، خلک لاهم پراته وو، جسدونه پراته وو او سیمه په وینو لړل شوې وه."

سمسور د سلګونو نورو کسانو په څېر چې د کابل په هوايي ډګر کې بهر ته د تلو په نیت راټول شوي وو، له سفره پاتې شو او اوس په افغانستان کې دی.

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه دا برید په‌داسې حال کې وشو، چې زرګونو کسانو له افغانستانه د وتلو په تمه ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.

هغه وخت اوازه خپره وه، چې هرڅوک کولی شي له افغانستانه د تخلیې پروګرام له لارې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي، ځکه نو پر هوايي ډګر د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې، د هغه برید چې په نتیجه کې یې ۱۳ امریکايي سرتېري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان ووژل شول، مسوولیت ومانه.

جنرال کنیت مکنزي چې هغه وخت د امریکا د متحده‌ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان و، تر هغې حملې وروسته د لومړنیو معلوماتو له‌مخې ویلي وو، دوو انتحاري حمله کوونکو د کابل هوايي ډګر ابې دروازې یا ګېټ ته نږدې چاودنه وکړه.

جنرال فرانک مکنزي - ارشیف
جنرال فرانک مکنزي - ارشیف

هغه ویلي وو، چې د داعش ځینو وسله‌والو پر ملکيانو او پوځي ځواکونو ډزې هم کړي؛ خو مکنزي تر نورو څېړنو وروسته اعلان وکړ چې په پېښه کې یوازې یوه بریدګر لاس درلود.

په کابل کې خبریال علي رضا احمدي او د هغه ورور مجتبی احمدي د قربانیانو په ډله کې وو.

ارشیف، د کابل هوايي ډګر ته ور ټول خلک
ارشیف، د کابل هوايي ډګر ته ور ټول خلک

میثم احمدي د علي رضا او مجتبی بل ورور دی چې وايي: "علي رضا احمدي ۳۵ کلن و او له شاوخوا نهو کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د خبریال په توګه کار کړی و، د اګست پر ۲۶مه یې یوه دوست چې په هوايي ډګر کې حضور درلود او ظاهراً له دروازې تېر شوی و، ورته زنګ وواهه، چې علي رضا او زما بل ورور مجتبی احمدي چې هغه هم عکاس او خبریال و، ځانونه هوايي ډګر ته رسوي، څو له دروازې یې په تېرېدو کې مرسته وکړي، له بده‌مرغه د هغې ورځې مازیګر مهال هلته چاودنه وشوه، د پېښې په وخت کې دواړه د یو بل تر څنګ وو، چې دواړه ووژل شول."

تر برید وړاندې لا د امریکا متحده‌ایالتونو او متحدانو یې له ولسي وګړو غوښتي وو، چې د کابل هوايي ډګر ته دې نه نږدې کېږي.

دوی هلته د داعش د خراسان ولایتي څانګې له‌خوا د احتمالي ځانمرګي برید خبرداری ورکړی و.

پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو په درېیو کلونو کې داعش ډلې په دغه هېواد کې دننه او بهر د یو لړ وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د کابل هوایي ډګر د دوه کاله وړاندې ځانمرګي برید یوه بله څنډه
د کابل هوایي ډګر د دوه کاله وړاندې ځانمرګي برید یوه بله څنډه

په وروستي مورد کې، داعش د کابل په دشت برچي سیمه کې د روان کال د زمري/ اسد میاشتې د ۲۱مې نېټې د چاودنې مسوولیت هم ومانه.

د کابل په‌دې شیعه مېشته سیمه کې تر دې مخکې هم ځینې خونړي بریدونه شوي، چې د زیاتو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

تر دې حملې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له خصوصي ټلوېزیون طلوع نیوز سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې حکومت یې د هغه په ټکو د تروریستانو ټول پټن‌ځایونه ختم کړي، هغوی یې وژلي یا هم ټپیان کړي دي.

د زمري د ۲۱مې له برید وروسته د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې په دشت برچي سیمه کې په مسافروړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، داعش ډلې په یوه بیانیه کې ویلي، چې په چاودنه کې یې د شیعه اقلیت غړي په نښه کړي او شا و خوا ۱۳ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د داعش حضور

که څه هم طالبان وايي چې دوی په افغانستان کې داعش ډله ځپلې او دا ډله په افغانستان کې نه‌شته، خو ځینې پوځي قوماندانان او شنونکي په‌دې باور دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت څانګه پیاوړې شوې ده.

په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت څانګې د فعاليتونو په اړه، د ملېټينټ وایر د ځانګړې وېب‌پاڼې بنسټګر لوکاس وېبر وايي، داعش په افغانستان متفاوته تګ‌لاره خپله کړې.

هغه وايي: "د داعش خراسان څانګه اوس د دې پر ځای چې د کلیدي سیمو د کنټرول هڅه وکړي، د چریکي جګړې او په ښارونو کې د ترهګرۍ ستراتیژي تعقیبوي، خو دا تګ‌لاره یې ممکن بدله شي، د داعش دغه څانګه اوس هڅه کوي چې د طالبانو لپاره ستونزې جوړې او د هغوی واکمني کمزورې کړي."

بل‌خوا د امریکا د متحده‌ایالتونو په ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې مدیر مایکل کوګلمن وايي، دا مهال د طالبانو تر ټولو سرسخته رقیبه د داعش د خراسان ولایت څانګه ده.

نوموړی وايي: "یوه موضوع چې د داعش د خراسان ولایت څانګه یې تعقیبوي، فرقوي اهداف دي، داسې اهداف چې د اسلامي دولت ډله یې په کابل کې تعقیبوي، د داعش د خراسان ولایت څانګه هڅه کوي په شیعه ګانو، په ځانګړي ډول هزاره‌‌و، مذهبي اقلیتونو او نورو پسې لاړه شي، هغه کار چې د اسلامي دولت ډله یې په نورو ځایونو کې هم کوي."

"یوه موضوع چې د داعش د خراسان ولایت څانګه یې تعقیبوي، فرقوي اهداف دي، داسې اهداف چې د اسلامي دولت ډله یې په کابل کې تعقیبوي

د اسلامي دولت ډله یا داعش د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

د دې ډلې د خراسان ولایت څانګه په ۲۰۱۵م کال کې تر ډېره د ناراضو پاکستاني طالبانو له جګړه مارانو جوړه شوه، چې مشري یې د پاکستاني طالبانو یوه پخواني قوماندان حافظ سعید خان کوله او د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د خپل موجودیت اعلان وکړ.

د اسلامي دولت ډلې دغې څانګې خپل فعالیتونه ننګرهار، کونړ او جوزجان ولایتونو ته وغځول.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مارچ میاشتې په وروستیو کې راپور ورکړ چې د داعش ایډیالوژي تر یوه حده ځکه په خلکو کې خپره شوې، چې په پاکستان او د افغانستان په ختیځ کې د ځینو کلیو اوسېدونکي سلفي مسلمانان دي.

دا د سني اسلام یوه څانګه ده چې د اسلامي دولت ډله یې هم تعقیبوي؛ خو طالبان اکثره حنفي مذهبه دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا تېر کال په یوه بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې اټکل شوی دی.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم تېره میاشت په یوه بیان کې وویل چې، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې حضور لري او د طبیعي زېرمو په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د تالک په نوم د کان له غیرقانوني استخراج او له افغانستانه بهر یې د قاچاق له لارې ډېره مادي ګټه ترلاسه کوي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د هغو معلوماتو په بدل کې چې د داعش د خراسان ولایت څانګې د مالي شبکې د ګډوډولو سبب کېږي، د لسو ميلیون ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ابې دروازې ته څېرمه مرګونی برید، کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایتي څانګې لومړی لوی برید و.

برید هغه مهال وشو، چې زرګونه تنه په هوایي ډګر کې را ټول وو او له هېواده یې د وتو هڅه کوله
برید هغه مهال وشو، چې زرګونه تنه په هوایي ډګر کې را ټول وو او له هېواده یې د وتو هڅه کوله

له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر، تر دغه برید شا و خوا دوې اوونۍ وروسته د ۲۰۲۱ م کال د اګست میاشتې پر ۳۱ مه بشپړ شو.

پر ځای پاتې خطر

د افغانستان د امنیت د څار بنسټ د روانې میاشتې د یوه راپور له‌‌مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۲ حملې کړي، چې په نتیجه کې یې ۸۵۷ کسان وژل شوي او ۱۵۷۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، د دغې ډلې له‌خوا ۲۹ حملې په ۲۰۲۲م کال کې یوازې په کابل کې شوې دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو چې پر افغانستان واکمنان دي، په ځینو پوځي عملیاتو او چاپو کې د داعش ډلې د ځینو مهمو غړو د نیولو، وژلو او ټپي کولو ادعاوې کړې دي.

"د داعش د خراسان ولایت څانګې اهداف په څرګنده نړیوال شوي، چې له افغانستانه بهر دي.
مایکل کوګلمن

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کوریلا د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې امریکايي سناتورانو ته خبرداری ورکړی و، چې د داعش د خراسان ولایت څانګه کولای شي له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې له افغانستانه بهر د امریکا او لوېدیځ پر ګټو برید وکړي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو په ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې مدیر مایکل کوګلمن وايي، په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت څانګه په زیاتېدونکې توګه نړیوال اهداف لري.

نوموړی وايي: "د داعش د خراسان ولایت څانګې اهداف په څرګنده نړیوال شوي، چې له افغانستانه بهر دي. دې ډلې پخوا هم په پاکستان او د مرکزي اسیا په هېوادونو کې ځینې بریدونه کړي او په وروستیو کلونو کې مو لیدلي چې ورو- ورو یې له افغانستانه د یوه ګواښ د رامنځته کولو وړتیا پیدا کړې ده. فکر کوم چې نور باید د داعش د خراسان ولایت څانګې ته په افغانستان کې د مېشتې ډلې په سترګه ونه کتل شي. که څه هم اصلي اډه یې لا هم په افغانستان کې ده او ډېری بریدونه یې په دغه هېواد کې کېږي؛ خو دا د اسلامي دولت ډلې سیمه ییزه څانګه ده چې په زیاتېدونکې توګه نړیوال اهداف لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې د داعش د پراخ حضور په اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌اساسه دي.

خو تر دې مخکې په ملګروملتونو کې د ټروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره د سرمنشي مرستیال مشر ولادیمیر ورونکوف د روان میلادي کال د اګست پر اتمه خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت د دېره څانګې له‌خوا له افغانستانه بهر د حملو خطر شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG