د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

طالبانو یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه د نړیوالو ادعاوې رد کړې


ارشیف: د کابل په کارته نو سیمه کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور
ارشیف: د کابل په کارته نو سیمه کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور

د طالبانو حکومت یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه د نړیوالو ادعاوې رد کړې.

په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه له پراخو اندېښنو وروسته د طالبانو حکومت یوځل بیا د دوی حضور او هر ډول فعالیت په افغانستان کې ردوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د زمري په ۲۰مه طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د دوی حکومت د ترهګریزو ډلو ټول پټنځایونه له منځه وړي او ترهګر یې وژلي او یا یې هم نیولي دي چې تر محاکمې لاندې دي.

قانع د خپلو خبرو په دوام کې پرته له دې چې د کوم هېواد او یا سازمان نوم واخلي ادعا وکړه چې د افغانستان د امنیت په اړه د نړیوالو سازمانونو تر منځ د نظر اختلاف دی او یو شمېر سازمانونه غواړي د خپلو منافعو د ساتلو لپاره داعش او یا نورو ډلو ته په ټکو یې تبلیغات وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې دا مهال د طالبانو حکومت داسې امنیت تامین کړی چې تر دې مخکې هیڅکله په افغانستان کې نه و تامین شوی.

خو په افغانستان کې د امنیتي پېښو د قربانیانو کورنۍ بیا ادعا کوي چې په افغانستان کې امنیت نه دی ټینګ او دوی تل وېره لري.

د قربانیانو د کورنۍ یو غړی وايي: خلک ناارامه دي، د شپې او د ورځې ارام نه‌لري، موږ امنیت نه‌لرو، ډېر وېرېږو، که داعش نه دی څوک دی چې خلک وژني، په هر جومات کې په بادغیس کې په کابل کې خلک ووژل شول.

یو له دوی څخه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې او د هغه برید جزییات وړاندې شي چې د ادعا پر بنسټ یې د داعش ډلې له‌خوا شوی او د کورنۍ یو غړی یې په کې وژل شوی و، ازادي راډيو ته وویل: "زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې امنیت راولي ځکه خلک ناارامه دي، د شپې او د ورځې ارام نه‌لري، موږ امنیت نه‌لرو، ډېر وېرېږو، که داعش نه دی څوک دی چې خلک وژني، په هر جومات کې په بادغیس کې په کابل کې خلک ووژل شول، وايي چې داعش یې مسولیت منلی دی نو که داعش نه‌شته څوک دي چې دوی وژني."

د یادونې ده چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او مخکې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی، هغه ډله چې د طالبانو حکومت اوس ادعا کوي چې ځپلې یې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د زمري په ۱۹مه په خپله ایکس‌پاڼه په افغانستان کې د داعش په ګډون د بهرنیو ترهګریزو ډلو د فعالیت خبرونه بې بنسټه بللي وو او ویلي یې وو، د دوی حکومت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالب چارواکو دا څرګندونې وروسته له هغې دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف د زمري په ۱۸مه امنیت شورا ته په خپل نوي راپور کې، خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپل مالي او لوژیستیکي امکانات ښه کړي او هم یې د ګومارنې هڅې زیاتې کړي دي.

ورونکوف زیاته کړه، په‌دې موده کې له‌دې ډلې څخه د جلاوطنه افغانانو او د منځنۍ اسیا د وګړو ملاتړ هم زیات شوی دی.

نوموړي د داعش ډلې خراسان څانګه له افغانستانه بهر اروپا ته هم یو لوی ګواښ ګڼلی و.

د ترهګرۍ د مخنیوي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف
د ترهګرۍ د مخنیوي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې هم د زمري په ۱۱مه په خپل ۳۴مه ګڼه راپور کې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه اندېښنه ښودلې وه، ویلي چې داعش ترهګریزه ډله لا هم په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستانه دباندې ترهګري خپروي.

تر دې مخکې هم د سیمې یو شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهرګریزو ډلو په ځانګړي ډول د داعش ډلې د خراسان ځانګې د فعالیت او شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او دا یې د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ بللی و.

خو د طالبانو حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG