د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ حمله کې هندیانو ته زیان نه دی اوښتی


يوه هندي چارواکي چې په مزار شريف کې د هندوستان په قونسلګرۍ کې دننه له حملې پټ شوی و؛ فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د قونسلګرۍ کارکوونکي ټول خوندي دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند "ويکاس سواروپ" فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د حملې پر مهال هنديانو ته کوم تلفات نه دي اووښتي.

دا حمله له هغه وروسته وشوه چې د شنبې په ورځ د مشکوکو اسلامي سخت دريځو له خوا د هندوستان په پنجاب ايالت کې پر يوه هوايي ډګر بريد وشو. پر پټهان کوټ هوايي اډه په حمله کې د اوو سرتيرو وژل کېدل تاييد شوي. دغې وسله والې نښتې څوارلس ساعته دوام وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ چارواکي شک لري چې بريدګر د پاکستان مېشتې ډلې جېش محمد دي. دا هغه ډله ده چې په ۲۰۰۱م کال کې يې د هندوستان پر پارلمان حمله وکړه او له همدې کبله دواړه هېوادونه د جنګ تر څنډې ورسېدل.

د تشدد دغه پيښې له هغه وروسته پيل شوې چې د هندوستان صدراعظم ناريندر مودي تېره مياشت پاکستان ته سفر وکړ. دا دغه هېواد ته په يوولسو کلونو کې د هندوستان د صدراعظم لومړی سفر و.

مودي پاکستان ته تر تګ مخکې افغانستان ته ولاړ چې هلته يې د هندوستان په مالي مرسته ودان شوي پارلمان د ودانۍ افتتاح وکړه او همداراز يې درې روسي جوړ هليکوپترې هم افغان حکومت ته وسپارل.

هندوستان، د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته د افغان حکومت ملاتړی دی او څېړونکي وايي چې د پاکستان او هندوستان د خپلمنځي کړکېچنو اړيکو له کبله په افغانستان کې د دوی تر منځ جګړه پيل شوې ده.

کابل ته د هندوستان سفير "امر سنها" د چار شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وويل چې د هندوستان او پاکستان خپلمنځي اړيکې به پر افغانستان منفي اغېز ونه کړي.

دی همداراز په کابل کې د هندوستان د قونسلګريو په اړه رسنیو ته د پاکستان د پخواني ولسمشر او پوځ د مشر جنرال پروېز مشرف د څرګندونو په اړه داسي وايي:

"زموږ ټولې قونسلګرۍ د کوربه هېواد په خوښه پرانيستل شوي دي او دا د افغانستان په خپلواک حکومت پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي چې له کوم هېواد سره روابط غواړي او کومې قونسلګرۍ بايد په کوم ځای کې فعالیت وکړي."

ټاکل شوې ده افغانستان او پاکستان د لومړي ځل لپاره د جنورۍ په يوولسمه؛ د چين او امریکا په حضور کې د سولې د چوکاټ په اړه خبرې پيل کړي.

XS
SM
MD
LG