د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د کابل دشتي برچي کې چاودنه؛ د سيمې خلک: طالبان د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي


AFGHANISTAN-BOMBINGS
AFGHANISTAN-BOMBINGS

د کابل په دشت برچي سیمه کې د یک‌شنبې په ورځ یوې چاودنې یو تن وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل په لوېديځه سیمه دشت برچي کې یک‌شنبه مازیګر مهال چاودنې د سيمې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د کابل د دشت برچي یوې اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې پېښې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د کابل په لوېدیځ یې کې د ناامنیو پړه پر وسله‌والو طالبانو واچوله.

طالبان وايي چې دوی امنیت نیولی، خو داسې نه‌ده.

هغې وويل: "اوس یوازینی ځای چې موږ د چاودنو شاهدان یو، دشت برچي ده، طالبان وايي چې دوی امنیت نیولی، خو داسې نه‌ده. که امنیت تامین شي، نو ولې ځانمرګي بریدونه وشي، ولې چاودنې وشي؟"

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په یوه مسافر وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون هم په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي چې، روغتون ته د درېیو ښځو په ګډون اته ټپیان ور وړل شوي دي.

د روغتون د معلوماتو له‌مخې، له‌دې جملې څخه اووه تنه جراحي ته اړتيا لري او د يو تن روغتيايي حالت نازک دى.

د کابل په لوېديځ کې د دشت برچي هزاره مېشته سيمه، په تېرو وختونو کې هم د خونړيو بريدونو شاهده وه چې د ډېرو پړه يې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستې ده.

د کابل لوېدیځ کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:31 0:00

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کې موجودیت اعلان کړ او بیا وروسته نورو سیمو له هغې ډلې ننګرهار او کونړ ته هم پراخ شول.

دغې ډلې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوریت پر مهال هم په بېلابېلو ځایونو په تېره بیا په شیعه‌مېشتو سیمو کې مرګوني بریدونه کړي دي.

طالبانو تل ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی او د داعش په ګډون وسله‌واله ډله یې ځپلې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د ملګروملتونو راپور رد کړ او ادعا یې وکړه چې د دوی حکومت د ترهګرو ټول پټن‌ځایونه له‌منځه وړي او ترهګر وژل شوي یا نیول شوي دي.

یوه ورځ وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه کې په افغانستان کې د داعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د موجودیت راپورونه بې‌اساسه وبلل او ویې ویل، د دوی حکومت به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي چې له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، په کابل کې خونړي بریدونه دا پیغام ورکوي چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش له فعالیت څخه لاس نه‌دی اخیستی او نه‌ده ځپل شوې.

نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

نوموړی وايي: "په‌دې کې شک نه‌شته چې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي، په ځانګړې توګه داعش، د طالبانو د وروستۍ ادعا برعکس چې داعش نور وجود نه‌لري، دغه ډله غواړي د طالبانو د درې کلنې کلیزې په مناسبت پیغام ورکړي چې د دوی دښمن لا هم ژوندی دی."

د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو‌‌ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف د اسد/زمري په ۱۸مه د ملګروملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړ، چې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوجستیکي سرچینې زیاتې کړي او هڅه کوي چې خپل شمېر زیات کړي.

XS
SM
MD
LG