د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې کمېسیون خپله لومړنۍ غونډه وکړه


ارشیف: د لوګر په خروار ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف: د لوګر په خروار ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې کمېسیون د جمعې په ورځ د امریکا په ګانګرس کې لومړنی استماعیه غونډه وکړه.

په‌داسې حال کې، چې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو او له یاد هېواد د امریکايي سرتېرو د وتلو درې کلنۍ ته شا او خوا یوه میاشت پاتې ده، د امریکا د کانګرس له‌خوا په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې کمېسیون د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۹نېټه) خپله لومړنی استماعیه غونډه وکړه.

که څه هم د یادې غونډې په اړه ډېر جزیات نه‌دي شریک شوي، خو د ارزونې کمېسیون مشر کولین جکسن ویلي چې حساب ورکول د ارزونې کلیدي موضوع جوړوي او د دوی تمرکز به پر دې نه وي چې د چا ستاینه وکړي او چا ته د ملامتي ګوته ونیسي، بلکې غواړي له تجربو داسې یوه نتیجه ترلاسه کړي چې د راتلونکو جګړو لپاره درس شي.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له شل کلونو وروسته پای ته ورسېد.
په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له شل کلونو وروسته پای ته ورسېد.

د امریکا د متحده‌ایالتونو کانګرس د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو د ۲۰۲۱ کال تر دوبي په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ارزونې لپاره شاوخوا دوه کاله وړاندې یو ۱۶ کسیزه کمېسیون وټاکه، چې یو کال مخکې یې خپلې چاري پیل کړې او تمه ده چې د خپلې ارزونې راپور د ۲۰۲۶م کال تر اګسټ میاشتې پورې چمتو کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ملي کانګرس ته په وینا کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي جدي نیوکې کړي دي.

د ډونالډ ټرمپ په وینا له افغانستانه د دوی د بې‌پلانه وتو له امله په دغه هېواد کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.

هغه زیاته کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزې جګړې پرمهال ۲۲۳۸ امریکایي پوځیان وژل شوي او نژدې ۲۱زره نور ټپیان شوي دي.

خو د امریکا د دې دوه لسیزې جګړې اغېز پر افغانانو څه وو؟

نوراغا نوري چې د تېر جمهوري نظام کې یو پوځي وو او د ماین د چاودنې له کبله یې د بدن غړي له لاسه ورکړي ازادي راډیو ته وویل، جګړو یې ژوند تیاره کړی او اوس ډېر په بې‌وزلۍ او ناهیلۍ کې شپې سبا کوي.

هغه وايي: "د جګړې پرمهال د ماین په چاودنه کې مې دواړه پښې پرې او یوه سترګه ړنده شوه او اوس له ډېرو روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ یم، یوازې زه نه بلکې زما په څېر سلګونه زره ځوانان په دې برخلیک اخته دي چې لامل یې یوازې تېرې جګړې او شخړې وې."

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د څه باندو دوو لسیزو جګړو له کبله د تېر جمهوری نظام ۶۰ تر ۷۰ زره امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، که څه هم د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه‌دي وړاندې شوي خو وړاندې د امریکا د متحده‌ایالتونو د باسټن پوهنتون له لورې په یوې څېړنه کې راغلي و چې، په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال ۲۵۰ زره ملکي او پوځي کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د څه باندو دوو لسیزو جګړو له کبله د تېر جمهوری نظام ۶۰ تر ۷۰ زره امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د څه باندو دوو لسیزو جګړو له کبله د تېر جمهوری نظام ۶۰ تر ۷۰ زره امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پوځي چارو پوه احمد خان اندړ بیا نیوکه کوي چې د ګڼو قربانیو او میلیاردونو ډالرو له مصرفېدو وروسته لاهم افغانستان له ناوړه اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخامخ دی.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې لپاره چې دوی له افغانستانه ووځي افغانان یې په ډېر بد وضعیت کې پرېښودل

، دوی کولای شول چې د جمهوریت او طالبانو ترمنځ یو جوړجاړي ته لار هواره کړي چې د افغانانو په خیر تمام شوی وای خو داسې ونه‌شول او نتیجه یې دا ده چې نن افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي."

خو د امریکا اوس‌مهالي ولسمشر جو بایډن بیا تل د خپلې دې پرېکړې ننګه کړې ده.

هغه تېره اوونۍ د ناټو د سرمشریزې په څڼده کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د افغانستان له اشغال سره مخاف و او کله چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، هغه وخت باید ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه وتلي وای.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه د پاکستان په اېبټ اباد کې پوځي مرکز ته څېرمه د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ووژل شو.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له شل کلونو وروسته پای ته ورسېد.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG