د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل "تاريخي شرم" وباله


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره په را روانو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بڼې بیا انتقاد وکړ او ویې ویل، د ده د واکمنۍ په وروستیو اتلسو میاشتو کې په هغه هېواد کې پر امریکایي ځواکونو هیڅ برید نه وو شوی.

ښاغلي ټرمپ پرون پنجشنبې د امریکا په میلواوکي Milwaukee کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کنګرې وروستۍ ورځې ته په وینا کې دا د امریکا په تاریخ کې لوی شرم وباله.

نوموړي وويل: "دا له افغانستانه څخه د ناورین په بڼه په وتلو پیل شو، په داسې شرم سره چې زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستر شرم وو. موږ هیڅکله هم داسې تحقیر شوي نه وو. ۱۳ امریکایي سرتېري په خواشینونکي او غیرضروري توګه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول او هیڅوک یې په اړه خبرې نه کوي."

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ د کابل په هوایي ډګر کې چې ورڅخه په ګډوډۍ کې د خلکو د ایستلو پروسه روانه وه، په یوه ځانوژونکي برید کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، د امريکايي سرتېرو ترڅنګ شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

ټرمپ چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې یې ادارې د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۹ په دوحه کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ، دغه راز وویل چې د ده د واکمنۍ په وروستیو اتلسو میاشتو په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو هیڅ برید نه وو شوی.

هغه وویل چې ملا عبدالغني برادر ته چې هغه مهال یې له امریکا سره د طالبانو له لوري د سولې د خبرو مشري کوله، ویلي وو چې که پر ځواکونو یې برید وشو داسې ګوزار به پرې وکړي چې مخکې پر چا نه و شوی.

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ۸۵ ميلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي او زیاته یې کړه چې اوس دا وسلې په بازارونو کې پلورل کېږي.

هغه همدارانګه وویل، ده نه غوښتل چې د بګرام پوځي اډه له لاسه ورکړي.

نوموړي وويل: "دوی همدارنګه د بګرام اډه له لاسه ورکړه، په نړۍ کې یوه تر ټولو لویه پوځي اډه چې د نړۍ په پوځي اډو کې اوږده ځغاست کرښه لري، ځواکمنه او سخته پوځي ځغاست کرښه موږ له لاسه ورکړه او ما دا نه غوښتل او هغه هم نه د افغانستان په خاطر بلکې د چین په خاطر چې ورڅخه یو ساعت واټن لري او پوهېږئ چې هغه اوس له چین سره ده."

ټرمپ له افغانستانه په بېړه او ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشاره وویل چې دې کار د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین زړور کړچې پر اوکراین یرغل وکړي.

ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې کولای شي اوسنۍ جګړې په یوه ټیلیفون پای ته ورسوي.

ټرمپ دا د خپل ځان لپاره ویاړ وباله چې د ده په خبره د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان ورته ویلي چې چین او روسیه له ده څخه ویره لري.

اوربان له ټرمپ سره د جولای په یوولسمه په فلوریډا کې له مسکو او پېکېنګ څخه تر کتنو وروسته وکتل چې خبرې اترې یې په اوکراین کې د روانې جګړې په پای ته رسېدو څرخېدې.

ټرمپ همدارنګه وویل چې ټول امریکایي یرغمل شوي به ازاد کړي خو دا یې ونه ویل چې کوم یرغمل او دا کار به څرنګه ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې ته تایید کړه چې درې امریکایي اتباع په اوس وخت کې له طالبانو سره بندیان دي.

دې وزارت له طالبانو سره د امریکایي بندیانو نومونه جورج ګلیزمن، محمود حبیبي او رایان کوربټ یاد کړي دي.

له دې مخکې دې وزارت له ښاغلي حبیبي پرته له طالبانو سره د دوو امریکایي بندیانو خبره کړې وه.

د جمهوري غوښتونکو دغه کاندید چې په خپله تېره واکمنۍ کې یې امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له مکسیکو سره د پولې په اوږدو کې د یوه امنیتي موانع د جوړولو کار پیل کړی و، په وینا کې بیا ژمنه وکړه چې امریکا ته به د غیرقانوني کډوالو مخه ونیسي.

هغه همدارنګه وویل چې، د برېښنایي موټرو په اړه احکام به لغوه، د امریکا د تېلو او ګازو تولید به زیات او مالیې به راکمې کړي.

XS
SM
MD
LG