د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

پر ډونالډ ټرمپ د بريد کوونکي په موټر کې هم چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو


ډ‌ونالډ ټرمپ تېره ورځ په پنسلوانیا کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال ټپي او روغتون ته د درملنې لپاره ولېږل شو او وروسته خپل استوګنځي ته ولېږدول شو.
ډ‌ونالډ ټرمپ تېره ورځ په پنسلوانیا کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال ټپي او روغتون ته د درملنې لپاره ولېږل شو او وروسته خپل استوګنځي ته ولېږدول شو.

څو امریکايي رسنیو ویلي، هغه کس چې د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې برید کړی، په خپل موټر کې هم چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

اسوشېټېډ پرېس، سي‌این‌این CNN او وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې د ټرمپ د کمپاین ځای ته نږدې د توماس میتیو کروکس په موټر کې چاودېدونکي توکي موندل شوي.

د پنسلوانیا دغه شل کلن اوسېدونکی پر ټرمپ د برید عامل په ګوته شوی چې تر حملې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه او وژل شوی.

د هغه په کور کې هم د بم جوړولو مواد موندل شوي دي.

د امریکا د استخباراتو د ادارې د معلوماتو له مخې د ټرمپ په کمپایني غونډه کې یو تن ګډونوال هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ډزو وروسته، ټرمپ د امنیتي افسرانو له‌خوا انتقال شو چې ښکارېدل له ښي غوږ یې وینې روانې دي.

ټرمپ په داسې حال کې چې په مخ یې د وینو لیکه وه او امنیتي مامورینو چاپېر کړی وو څو واره د مبارزې یا فایټ لفظ په زور وایه او خپل موټی یې پورته کاوه.

د ولسمشر جوبایډن په ګډون د امریکا ټولو سیاسي مشرانو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په امریکا کې د دغه ډول تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځای نه شته.

د بریتانيا، اوکراين، اروپايي هېوادونو، هند، اسټراليا او اسراييلو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د دغه برید غندنه کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی دی.

هغه په خپله ایکسپاڼه باندې په دې اړه لنډ بیان ورکړی دی.

کرزي ویلي چې امریکایانو ته د ښو هیله لري.

ځینې لومړنۍ وړاندوینې دا وې چې بریدګر د امریکا د پوځ تجربه لري، خو پوځي چارواکو اسوشېټېډپرېس ته ویلي، دوی د بریدګر په اړه کوم ریکارډ نه دی موندلی.

پر ډونالډ ټرمپ برید شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

څېړونکي په دې باور دي چې پر ډونالډ ټرمپ برید کې کارول شوې وسله د بریدګر پلار اخیستې وه.

د امریکا په اوسنیو او پخوانیو ولسمشرانو باندې د وژنو هڅې نوې خبره نه ده او دا ډول بریدونه څو ځلې شوي دي.

په دغه ډول بریدونو کې د امریکا څلور ولسمشران ابراهام لېنکن، جیمز ګارفیلډ، ویلیم مک کینلي او جان ایف کینیډي وژل شوي دي.

پر نورو ولسمشرانو هم بریدونه شوي او ټپیان شوي دي.

یو له هغو دلایلو څخه چې تل د ځینو له‌خوا نیوکې پرې کېږي په متحده ایالاتو کې د وسلو د پېر او ساتلو قانون دی.

خو ډونالډ ټرمپ چې د وسلو د بندیز مخالفت کوي، اوس پخپله تر برید لاندې راغی.

XS
SM
MD
LG