د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو؛ دې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي


تر پېښې وروسته د ټرمپ له ښي غوږ وینې بهېدلې
تر پېښې وروسته د ټرمپ له ښي غوږ وینې بهېدلې

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، په پېښه کې د مشکوک حمله کوونکي په ګډون ۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په پنسلوانیا ایالت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ د کمپاین د غونډې پر مهال ډزې شوي، خو خپله ټرمپ ته ډېر زیان نه دی اوښتی.

دا پېښه د ټرمپ د وژنې یوه هڅه ګڼل شوې ده.

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، په پېښه کې د مشکوک حمله کوونکي په ګډون ۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د جمهوریپال ګوند کاندید ۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ په بټلر کې پر ځايي وخت د شنبې ماسپښین مهال خلکو ته وینا کوله، چې د اوو ډزو اوازونه واورېدل شول او وروسته د خلکو نارې اوچتې شوې او وارخطايي خپره شوه.

د ټرمپ انتخاباتي ډلې په یوه اعلامیه کې د پولیسو او د قانون د تطبیق د ادارو مننه کړې چې په چټکۍ یې اقدام کړی دی.

له ویډیويي تصاویرو داسې ښکاري چې ټرمپ د ډزو تر غږونو وروسته ښي یا راسته خوا ته تاو شو، خپل لاس یې پر خپل ښي یا راسته غوږ ونیوه.

کله چې استخباراتي مامورینو ځان وروساوه او څه شېبه وروسته یې له ځایه اوچت کړ، د ټرمپ له ښي غوږ وینه بهېدله.

تر پېښې وروسته د خفیه خدماتو د ارتباطاتو مشر پر ایکس­پاڼه ولیکل چې ټرمپ خوندي دی.

د امریکا پولیسو د حمله کوونکي نوم نه دی افشا کړی او د دې پېښې د انګېزې په باب یې هم څه نه دي ویلي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن چې د راروانو ټاکنو له کاندیدانو دی ویلي، په دې زیات خوشحاله شوی، چې ډونالډ ټرمپ رک روغ دی.

دا پېښه داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د خپل ګوند په استازیتوب دغو ټاکنو ته د کاندید په توګه ونومول شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ځینو وتلو سیاستوالو او د نړۍ نورو رهبرانو د دې پېښې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

په مشرانو جرګه کې د اکثریت مشر چک شومر په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: "زموږ په خاوره کې سیاسي تاوتریخوالی ځای نه لري."

پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش د ډونالډ ټرمپ د کمپاین پر غونډه حمله یو بزدلانه عمل بللی دی.

بل خوا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په خپله ایکسپاڼه کې ټینګار کړی چې د امریکا په ډیموکراسۍ کې د سیاسي تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځای نه شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG