د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ محدود مصوونیت ته رایه ورکړه


د امریکا ستره محکمه
د امریکا ستره محکمه

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په لومړي ځل حکم وکړ چې پخواني ولسمشران له قضایي مصوونیته برخمن دي.

سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ پر ضد د جنايي دوسیې د ځنډولو موده وغځوله.

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په خپلې دې تاریخي پرېکړې سره حکم کړی چې پخوانی ولسمشر د خپلو رسمي اقداماتو له امله خوندي دی خو د غیر رسمي اقداماتو په خاطر مصوونیت نه لري.

قاضیانو د دوشنبې په ورځ وروستۍ پریکړه ونه کړه او امر یې وکړ چې سیمه ییزې ابتداییه محاکمې د ډونالډ ټرمپ د دوسیې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

دا پرېکړه به د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ماتې د نه منلو په تور د ښاغلي ټرمپ محاکمه نوره هم وځنډوي او د نومبر په میاشت کې به د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې محاکمه نه شي.

دا پریکړه د سترې محکمې د شپږو محافظه کارو غړو په مثبتې او دریو لیبرال غړو له مخالفت سره تصویب شوه.

د حکم متن د سترې محکمې محافظه کاره غړي جان رابرټس تنظیم کړی. هغه لیکلي: موږ دې پرېکړې ته ورسېدو چې د امریکا د اساسي قانون د جوړښت په اساس چې د قواو تفکیک تضمینوي، د جمهور رییس د قدرت ماهیت په دې مقام کې د هغه د ځینو پرېکړو او اقداماتو په خاطر هغه له قضایي تعقیبه مصوون ګرځوي.

خو مخالفو قاضیانو ویلي دا پریکړه "په دې اصل ملنډې وهل دي چې هیڅوک له قانون لوړ نه دی."

دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې سترې محکمې پریکړه کړې یو پخوانی ولسمشر ممکن له ځینو تورونو څخه معاف وي.

ډونالډ ټرمپ د ځانګړي څارنوال جیک سمېت لخوا لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا تورونه او نور هغه تورونو چې د هغه په وړاندې په دریو قضیو کې مطرح شوي سیاسي انګیزه لري او سپینې ماڼۍ ته د ده د بیرته راستنیدو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر جوبایډن پر وړاندې سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG