د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ټرمپ د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت په ورکړه تورن شو


ټرمپ تورن دی چې په ۲۰۱۶م  کال کې یې له انتخاباتو مخکې د بربنډو فلمونو لوبغاړې سټورمي ډانلیز ته یولک دېرش زره ډالر ورکړي چې له ده سره جنسي اړیکه افشا نه کړي او چوپ شي.
ټرمپ تورن دی چې په ۲۰۱۶م  کال کې یې له انتخاباتو مخکې د بربنډو فلمونو لوبغاړې سټورمي ډانلیز ته یولک دېرش زره ډالر ورکړي چې له ده سره جنسي اړیکه افشا نه کړي او چوپ شي.

د نیویارک یوې محکمې ډونالډ ټرمپ د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت د ورکړې په قضیه کې په ۳۴ موردو تورن کړ.

دا د متحد ایالتونو په شاوخوا ۲۵۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر؛ که هغه برحاله وي یا پخوانی وي، په جنایي قضیه کې پړ پېژندل کېږي.

د نیویارک د منهټن محکمې منصفه پلاوي د دوو ورځو په ترڅ کې تر څه باندې یولس ساعتونو بحثونو وروسته د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړه او ډونالډ ټرمپ یې په ضمانت پرېښود.

ټرمپ تورن دی چې په ۲۰۱۶م کال کې یې له انتخاباتو مخکې د بربنډو فلمونو لوبغاړې سټورمي ډانلیز ته یولک دېرش زره ډالر ورکړي چې له ده سره جنسي اړیکه افشا نه کړي او چوپ شي.

د محکمې د حکم سربېره ټرمپ له انتخاباتو نه شي محرومېدلی او لا هم تمه ده چې دی په جولای کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له لورې رسماً کاندید شي.

د منهټن د محکمې د منصفه پلاوي د غړیو له پرېکړې وروسته ډونالډ ټرمپ د زنداني کېدو له خطر سره مخامخ شویو خو دا چې ټرمپ به بندي شي که نه شي، دا به د جولای په ۱۱مه معلومه شي.

ټرمپ له محکمې څخه تر وتلو وروسته وویل، ده هېڅ نه دي کړي او دی یو مخ بېګناه دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا تقلبي او شرموونکې محکمه ده، اصلي پرېکړه به د نومبر په پنځمه نېټه د خلکو له لورې وشي.

د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات دي.

ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم په درېیو جنایي قضیو کې تورن شوی و، خو تر دې دمه محکوم شوی نه و.

ټرمپ وویل چې حقوقي ډله به یې ډېر ژر لاس په کار شي او د استېناف غوښتنه به وکړي.

نظر پوښتنې ښیي چې د نیویارک د محکمې پرېکړه به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې اټکل کېږي، نژدې ټاکنې به وي، د ټرمپ لپاره خطرناکه شي، خو د جمهوري غوښتونکو ځینې کتونکي داسې نظر لري چې د محکمې پرېکړه به د ټرمپ محبوبیت پسې زیات کړي.

XS
SM
MD
LG