د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د امریکا د ولسمشرۍ مقدماتي ټاکنې؛ کمپاینونه سخت شوي او ټرامپ د خپل ګوند له اړخه نوماند کېدو ته په تمه دی


د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ د بریا په تمه دی.

په شاوخوا پنځلسو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو سیالۍ د سه شنبې په ورځ وشوې چې د دومره لوی شمېر ایالتونو د لومړنیو رایه اچونو په خاطر دا ورځ لویه سه شنبه یادیږي.

جمهوري غوښتونکي د ۲۰۲۴ کال لپاره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې او د جمهوري غوښتونکو بلې نوماندې نیکي هلې له منځه باید یو کس وروستي دور ته وټاکي څو په نومبر کې د ډیموکراټانو له کاندید او اوسني ولسمشر جوبایډن سره سیالي وکړي.

په اکثرو ایالتونو کې پرون د ټرمپ مخالفو او ملاتړو خپلې رایې وکارولې.

د ټرمپ یو پلوي د ټینسي اوسیدونکي جان مککارټي رویټرز ته وویل:

"ما ټرمپ ته په دوو تېرو ټاکنو کې رایه ورکړې. زه فکر کوم چې هغه د نورو کاندیدانو په پرتله له خلکو سره یوه اړیکه لري. ممکن دا یې په ګټه وي یا یې په زیان خو هغه رُک/سپین ویونکی دی اکثرو مسلو کې قاطعیت لري."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره او د جمهوري غوښتونکو بله نومانده نیکي هلې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره او د جمهوري غوښتونکو بله نومانده نیکي هلې

له دې چې لویه سه شنبه کې د پنځلسو ایالتونو خلکو د جمهوري غوښتونکو ګوند د کاندید د ټاکلو لپاره رایې ورکړي ځینو نیکي هلې غوره کړې.

له دې ډلې چارلس بولټن اسوشیتید پرېس سره خبرو کې وویل:

" زه په واقعیت کې د ټرمپ پلوی ووم. خو ده سړي زه سخت و ویرولوم. ما لومړی وار ډېر کسان قانع کړي وو چې ده ته رایه ورکړي خو دی له خپلو نظریاتو او تُندلارۍ سره د دې لامل شو چې بیا رایه ورنکړای شم."

ټرمپ وروسته له هغه سه شنبه د جمهوري غوښتونکو له خوا په ۱۵ ایالتونو کې د لومړنۍ رایه اخیستو د اخیستلو لپاره ودرېد چې د امریکا سترې محکمې د کولوراډو ایالت د عالي محکمې هغه حکم لغوه کړ چې د دغه ایالت په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د نوماندۍ د منع کولو په اړه یې کړی و.

د کولوراډو ایالت محکمې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د هغه د پلویانو له خوا د کانګرس په ودانۍ په یرغل کې په فعال رول لوبولو تورن کړی وو او په همدې خاطر یې د امریکا د اساسي قانون له مخې هغه له نوماندۍ منع کړی وو.

خو سترې محکمې ویلي چې ایالتونه یواځې د ایالتونو د چارواکو په اړه پرېکړې کولای شي او د فدرال دولت چارواکو او په تېره بیا ولسمشرۍ مقام په اړه داسې پرېکړې یواځې د کانګرس په لاس کې دي.

د جمهوري غوښتونکو له خوا ولسمشرۍ ټاکنو ته د وروستي کاندید په توګه ټرمپ ۱۲۱۵ ټاکنیزو استازیو Delegates ته اړتیا لري. ځینو لومړنیو پایلو ښودله چې ټرمپ په ۲۷۳ نمرو مخکې دی حال دا چې سیاله یې نیکي هلې ۴۳ ټاکنیزې استازولۍ خپلې کړي.

تمه ده د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG