د لاسرسۍ وړ لېنکونه
تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۲
پر ډونالډ ټرمپ وژونکې حمله په نړیواله کچه وغندل شوه
ټرمپ پرون په پنسلوانیا ایالت کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال په ډزو ټپي شو چې د امنیتي ساتونکو له لوري له سیمې لېږدول کېږي.
ټرمپ پرون په پنسلوانیا ایالت کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال په ډزو ټپي شو چې د امنیتي ساتونکو له لوري له سیمې لېږدول کېږي.
ولسمشر جوبایدن، امریکايي سیاستوالو او د نړۍ مشرانو د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وژونکې حمله غندلې ده.
پر مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرګوني برید وروسته ولسمشر جوبایډن او ډېرو نورو سیاستوالو سمدستي د غندنې پیغامونه خپاره کړل.
ټرمپ پرون په پنسلوانیا ایالت کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال وویشتل شو.
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر بایډن او مرستیالې یې کامیلا هریس ته د دې برید په اړه معلومات ورکړل شول.
بایډن وروسته وویل چې امریکا د سیاسي تشدد ځای نه دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن
هغه وویل: "د حکومت فدرالي ادارو د وضعیت په اړه پوره معلومات راکړل. ګورئ په امریکا کې دې ډول تشدد ته ځای نه شته. موږ باید خپل هېواد یو موټی کړو او پرې نه ږدو چې دا ډول پېښې وشي. موږ دا کار نه شو زغملی."
د پخواني ولسمشر بارک اوباما غبرګون هم دې ته ورته و.
هغه پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې که څه هم تراوسه نه ده کره شوې چې پېښه څه ده، خو د امریکا په ډیموکراسۍ کې د ده په وینا د سیاسي تشدد لپاره هېڅ ځای نه شته.
د امریکا د استازو د جرګې جمهوریپال مشر مایک جانسن وویل چې په یوه سوله‌ییز انتخاباتي کمپاین کې د سیاسي تاوتریخوالي لپاره ځای نه شته او دا کار باید ټول سخت وغندي.
د جمهوریپالو او ډیموکراتانو په ګډون نورو مهمو امریکايي سیاستوالو هم پر ټرمپ برید غندلی دی.
پر ټرمپ بېګا د پنسلوانیا په بټلر ښار کې په داسې حال کې برید وشو چې وینا یې کوله.
د راپورونو له مخې پولیسو د پېښې له ځایه هغه وسله موندلې ده چې د امریکا د پوځ M16 ټوپک ته ورته ده.
پر ډونالډ ټرمپ برید شوی
هيله ده انتظار وکړئ
No media source currently available
0:00 0:01:00 0:00
د قانون د تنفیذ ځواکونو دا د ټرمپ د وژنې هڅه بللې ده.
ټرمپ وروسته وویل چې په غوږ لګېدلی دی.
په یوه ویډیو کې ښکاري چې د هغه د سر له ښي اړخ څخه وینې روانې دي.
د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې یا ایف‌بي‌آی FBI ویلي چې په پېښه کې د مشکوک بریدګر په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نندارچیان ټپیان دي.
ایف‌بي‌آیFBI ویلي چې مشکوک بریدګر توماس ماتیوکروکس نومېږي، ۲۰ کلن دی او بټلر ښار ته چې دا پېښه په‌کې وشوه نژدې اوسي.
د ټرمپ درملنه په یوه سیمه‌ییز روغتون کې وشوه او وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو کې دی په داسې حال کې وښودل شو چې د سختو امنیتي تدابیرو په بدرګه په نیوجرسي کې خپل استوګنځي ته ستنېږي.
له امریکايي سیاستوالو پرته د نړۍ نورو مشرانو هم پر ټرمپ برید غندلی دی.
د ملګروملتونو ویاند ستیفن دوجاریک وویل چې سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د سیاسي تشدد دا عمل غندلی او د ټرمپ د سمدستي روغتیا لپاره خپلې پېرزوینې یې هغه ته استولې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فان دېرلین پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په ډیموکراسۍ کې سیاسي تشدد ځای نه لري او د دې ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بورېل وویل: "یوځل بیا د سیاستوالو پرضد د تشدد شاهدان یو چې د منلو وړ نه دی."
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا مېلوني له ټرمپ سره خواخوږي څرګنده کړه، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر ټرمپ برید د ډیموکراسۍ لپاره یوه تراژیدي وبلله، د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ سیاسي تاوتریخوالی د ډیموکراسۍ لپاره یو ګواښ وباله او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چې له ټرمپ سره لانجمن اړیکي لري وویل چې تشدد هېڅ راز توجیه نه لري او هېڅکله به بریالی نه شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو
د جمهوري غوښتونکو کاندید او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د ټاکنیز کمپاین لپاره د پنسلوانیا بټلر ته ورسېد.
1/10 د جمهوري غوښتونکو کاندید او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د ټاکنیز کمپاین لپاره د پنسلوانیا بټلر ته ورسېد.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
د ډونالډ ټرمپ ملاتړي د جولای په ۱۳مه په بټلر کې راغونډ شوي دي.
2/10 د ډونالډ ټرمپ ملاتړي د جولای په ۱۳مه په بټلر کې راغونډ شوي دي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ډزو وروسته د امریکا د خفیه ادارو اجنټان ډونالډ ټرمپ څخه راتاو شوي دي او په لاسونو کې یې پټ کړی دی.
3/10 د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ډزو وروسته د امریکا د خفیه ادارو اجنټان ډونالډ ټرمپ څخه راتاو شوي دي او په لاسونو کې یې پټ کړی دی.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
4/10 امریکايي ادارو یو شل کلن مشکوک وسله‌وال پېژندلی چې د وژنې هڅه یې کړې ده.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
پولیس په بټلر کې د ټرمپ د خبرو پر مهال د ډزو له اورېدو وروسته ډزې کوي.
5/10 پولیس په بټلر کې د ټرمپ د خبرو پر مهال د ډزو له اورېدو وروسته ډزې کوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
تر ټپي کېدو وروسته ټرمپ خپلو ملاتړو خوا ته موټی کړی لاس خوځوي او د مبارزې، مبارزې، مبارزې غږونه کوي.
6/10 تر ټپي کېدو وروسته ټرمپ خپلو ملاتړو خوا ته موټی کړی لاس خوځوي او د مبارزې، مبارزې، مبارزې غږونه کوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
د امریکا خفیه ادارو اجنټان تر ټپي کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ د درملنې لپاره لېږدوي.
7/10 د امریکا خفیه ادارو اجنټان تر ټپي کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ د درملنې لپاره لېږدوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
په تصویر کې لیدل کېږي چې د ټرمپ له غوږ وینې بهېږي. هغه د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري موټر ته لېږدول کېږي او له سیمې وځي.
8/10 په تصویر کې لیدل کېږي چې د ټرمپ له غوږ وینې بهېږي. هغه د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري موټر ته لېږدول کېږي او له سیمې وځي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
دغه راز دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
9/10 د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري وسله‌وال توماس متیو کروکس وژل کېږي او د راپورونو پر اساس یو بل مشکوک کس هم مړ شوی دی.
دغه راز دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
10/10 د ایف‌بي‌آی یوه مسووله کیوینک روجېک وايي، څېړنې ښيي چې دا د وژنې هڅه وه.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
Previous slide
Next slide
پر ټرمپ داسې مهال برید وشو چې تمه ده دوه ورځې وروسته د جمهوریپال ګوند لویه غونډه جوړه شي او دا میلیاردر او د تلويزیوني خپرونو چلوونکی د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رسما د ګوند د کاندید په توګه ونومول شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG