د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

پر ټرمپ وروستی بريد کم‌ساری بلل شوی؛ ايا دا بريد به د امريکا پر ولسمشريزو ټاکنو اغېز ولري؟


پر ټرمپ تېره ورځ په پنسلوانیا کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید وشو چې غوږ یې ټپي شو.
پر ټرمپ تېره ورځ په پنسلوانیا کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید وشو چې غوږ یې ټپي شو.

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د جمهوريپالو پر نوماند ډونالډ ټرمپ برید، په څلورو وروستیو لسیزو کې هغه بې‌ساری برید و چې ټوله امریکا يې ولړزوله.

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو پر احتمالي نوماند ډونالډ ټرمپ د وژنې هڅه د جولای پر ۱۳مې د دې ګوند په یوې غونډه کې د پنسلوانیا په بټلر ښار کې دوه ورځې مخکې له دې وشوه چې تمه وه، د ویسکانسین په میلواکي کې د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ټرمپ د نومبر میاشتې ټاکنو ته رسماً نوماند کړي.

شنونکې پر ټرمپ د دې برید د پایلو په اړه بېل‌بېلا نظرونه لري.

خو پوښتنه دا ده چې ایا دا پېښه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو اغېز کولی شي؟

که چېرته د ټولنیزو رسنیو غبرګونو ته وکتل شي، دې برید د ټرمپ لپاره سیاسي ګټه درلوده.

د بېلګې په توګه، د ایکس شبکې یا پخواني ټویټر مالک ایلان ماسک له برید وروسته ځان د ټرمپ پلوی اعلان کړ.

نظر پوښتې ښيي چې د دې دواړو ګوندونو ترمنځ ډېر توپیر نه‌شته او هر ډول بدلونونه کولی شي، اغېز ولري، خو د شنونکو په بارو د دې برید اغېز به پر ټاکنو ډېر نه وي.

په کورتلند کې د نیویورک پوهنتون د سیاسي علومو استاد رابرت اسپتزر وايي، ښايي ښاغلی ټرمپ په لنډه مهاله توګه له‌دې بریده ګټه واخلي، خو دا حالت به ډېر دوام ونه کړي.

د تاریخ استاد مات دالیک وايي، داسې کوم تاریخي شواهد نه‌شته چې وښيي، دا ډول بریدونه پر یو نوماند په ټاکنو کې د هغه د بریا سبب ګرځېدلي وي.

د هغه په خبره، په ۱۹۱۲ کال تیودور روزولت په ټاکنیز کپماین کې ټپي شو، خو بیا هم په تاکنو کې بریالی نه شو.

هغه په ۱۹۵۰م کال کې د وخت پر ولسمشر هري ترومن برید ته په اشارې وايي، ترومن ونه توانېد چې په همدې کال کې د خپل حزب د ماتې مخه ونیسي.

دالیک وړاندې وايي، د دې سربېره، په ۱۹۷۵م کې پر ولسمشر جرالد فورد دوه بریدونه وشول، خو بیا هم یو کال وروسته په ټاکنو کې بریالی نه شو.

هغه مسئله چې شنونکي له برید وروسته ورته زیاته پاملرنه کوي، د ټاکنیزو کمپاینونو پر امنیت د برید اغېز دی.

پروفیسور دالیک اندېښنه لري چې د ډونالډ ټرمپ برید به د ناامنۍ پای نه وي او دا به سمه نه وي چې ووایو دا ډول برید به په ناڅاپه ډول د تاوتریخوالي څپې لاپسې زیاتې کړي، خو هغه په دې باور دی چې دا برید ښایي په راتلونکو څو میاشتو کې امریکا نوره هم خطرناکه کړي.

د دالیک په وینا، ټولپوښتنې ښيي چې ښي او چپ اړخي اقلیتونه په دې باور دي چې دا ډول سیاسې تاواتریخوالی د توجیه ترڅنګ، د اندېښنې وړ دی.

پروفیسور سپټزر وايي، له فرصت څخه باید د ګوندي واټنونو د نږدې کولو لپاره کار واخیستل شي، که‌نه دا ډول له تاواتریخوالی ډک الفاظ کارول د دې سبب کېږي چې دواړه خواوې مسلحه کېدو ته وهڅوي او د امریکا تیارې راتلونکې انځور وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG