د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

پر ټرمپ د بريد له امله د امريکا د پټو خدماتو پر ادارې نيوکې ډېرې شوي


د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشره کمبرلي چیټل
د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشره کمبرلي چیټل

د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشره وايي، په ډونالډ ترمپ باندې تر برید وروسته نیوکې زیاتې شوي دي.

د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشره کمبرلي چیټل وايي، د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ساتنې مسوولیت د دوی دنده ده او د ټولو کړنو مسوولیت یې مني.

مېرمن کمبرلي پر ټرمپ د یوه ۲۰ کلن ځوان له‌خوا تر برید وروسته تر انتقادونو لاندې ده له "اې‌بي‌سي" تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې پر ټرمپ دا برید د منلو نه‌دی او داسې کار باید بیا ونه‌شي.

هغې ويلي: "زه وایم چې د پټو خدماتو اداره د پخواني ولسمشر د امنیت د ساتلو مسووله ده. هر څه چې وي ما پورې راجع کېږي. زه یې مشره یم."

د پټو خدماتو یا سیکرت سرویس په ادارې انتقادونه روان دي چې څنګه یو بریدګر د ټرمپ کمپایني ساحې ته نږدې ځان ور رسولی وو او وتوانېد پر ټرمپ ډزې وکړي.

د جولای په ۱۳مه شنبه پر ډونالډ ترمپ په پنسلوانیا کې ډزې وشوې.

د ټرمپ ښی غوږ ژوبل شو او په‌داسې حال کې له سټينجه د پټو خدماتو ادارې امنیتي کسانو لېږداوه چې په مخ یې د وینو لیکه وه.

پر ډونالډ ټرمپ برید شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

په برید کې د ټرمپ یو پلوی ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

بریدګر چې شل کلن توماس متیوس کروکس نومېده او په یوه ماشینګڼې د ټرمپ په کمپایني غونډه برید کړی وو د امنیتي ځواکونو له‌خوا په نښه او ځای په ځای ووژل شو.

د هغه په موټر کې هم چاودېدونکي توکي موندل شوي وو.

تر دې پېښې وروسته د پټو خدماتو یا سیکرت سرویس په منسوبینو باندې نیوکې وشوې چې ګواکې د ولسمشر ټرمپ د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر ټرمپ برید غندلی او په اړه یې خپلواکو څېړنو امر ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د کورني امنیت وزیر الیحاندرو مایورکاس ویلي، د پټو خدماتو د ادارې په مشرتابه پوره باور لري، خو دا هم مني چې باید وسله‌وال کس باید دومره یوه خطرناکه ځای ته نه وای رسېدلی.

د امریکا د کانګرس کمېټو هم ویلي، دا چې بریدګر توانېدلی وو په پخواني ولسمشر له ۱۳۵متري څخه ډزې کړي، دوی یې اندېښمن کړي.

تمه ده د امریکا د پټو خدماتو اداره د امریکا استازیو جرګې اړوندې کمېټې ته د جولای په ۲۲مه په یوه استماعیه غونډه کې ځواب ووايي.

له دې پېښې سره سره د امریکا د پټو خدماتو ادارې مشرې کمبرلي چیټل ویلي، خپل کار ته دوام ورکوي او د استعفی کوم پلان نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG