د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

سکاټ مېلر: طالبان افغان حکومت سره د خبرو پر ځای د افغانستان د نیولو په لټه ول


سکاټ مېلر له زلمي خلیلزاد سره
سکاټ مېلر له زلمي خلیلزاد سره

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سکاټ مېلر د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، طالبان په ۲۰۲۱ کال د هغه مهال له حکومت سره د جوړجاړي په لټه نه، بلکې په افغانستان کې د ولکې ټینګولو هڅه کې و.

جنرال مېلر د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې خپلو څرګندونو چې لیکلی متن یې د دوشنبې په ورځ د دې کمېټې له‌خوا خپور شوی ویلي، طالبانو د دوحې له هوکړې په ګټه د جمهوري نظام په ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی و.

هغه ادعا کړې، هغه مهال چې په ۲۰۲۱ کال کې جمهور ريیس بایډن له افغانستان د ټولو امریکايي عسکرو د ویستو اعلان وکړ، طالبانو ته یې دا فکر ورکړ چې دوی د دوحې هوکړې او د واک وېش ته اړتیا نه‌لري.

خو د امریکا متحده‌ایالاتو جمهور رییس جوبایدڼ په ځلونو له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي يې دي چې د دوحې هوکړه د امریکا د مخکني جمهور ريیس ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاس‌لیک شوې وه او د ده حکومت له یوې شوې معاملې سره مخ و.

که څه هم جنرال میلر د افغانستان سقوط یوه سیاسي پاشلتیا بولي، مګر دا هم وايي چې له دې هېواده د امریکايي عسکرو د وتو له اعلان وروسته طالبانو د جګړې په میدان کې کوم ځانګړې بریا نه درلوده.

طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې پر افغانستان واکمن شول
طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې پر افغانستان واکمن شول

هغه زیاته کړې، د ۲۰۲۱۲ کال له اګسټ وړاندې یې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ویستو په اړه خبرداری ورکړ و او نظر یې دا و چې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکايي عسکر و پاتې کېدل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اغېزمن پرمختګ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته کولای شي.

جنرال سکاټ مېلر چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان و دا هم ویلي چې د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی و؛ خو په بشپړ ډول د امریکا نظامي ملاتړ پورې تړلی و.

په همدې حال کې د جمهوري نظام پر مهال د وسله والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری وايي، د اکمالاتو بندېدل یو له هغو لاملونو و چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سقوط ته یې لاره پرانسته.

"یو بحث د سیاسونو تر منځ نه همغږي وه. دویم بحث دا و چې له امکاناتي او اکمالاتي پلوه ځواکونه لا پر ځان بسیا شوي نه‌وو. دا د دې لامل شول چې د افغانستان مسلح ځواکونه ړنګ شي. "

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج بیا ادعا کوي چې طالبان له امریکا سره د هوکړې پر بنسټ د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمنان شول.

"اته‌لس میاشتې مخکې له امریکا سره اوربند شوی و. طالب له اردو سره جګړه کوله. اردو هغه مهال غښتلې وه او قوت یې ډېر و او د طالبانو شمېر کم و، خو دا چې چارواکي په ځانګړي ډول د امنیتي څانګې مشران په دې خبر و ، نو قومانده یې سمه نه کوله. طالبان په ډېرې اسانتیا راغلل او له کابل پرته یې ټول ځایونه اشغال یا ونیول. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو ادعا کړې چې د زور له لارې توانېدلي په افغانستان واکمن شي.

د امریکا متحده‌ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۹مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازې زلمي خلیل‌زاد او هغه مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ملا عبدالغني برادر ترمنځ په قطر کې لاس‌لیک شوه.

د دې هوکړې پر بنسټ، د افغانستان راتلونکی د جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو اترو له لارې ټاکل کېده، خو دا خبرې نه یوازې دا چې پایله یې ور نه کړه؛ بلکې جګړې زور واخست او بالاخره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه طالبان یو ځل بیا په کابل واکمن شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG