د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د دوحې تړون د پایلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې څرګندونې په څه معنی دي؟


د دوحې تړون د لاسلیک مراسم - ارشیف
د دوحې تړون د لاسلیک مراسم - ارشیف

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، د دوحې تړون په افغان حکومت کې د دوی شریکان کمزوري او طالبان پیاوړي کړل.

کارن ژان پییر دا خبره پرون په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وکړه او زیاته یې کړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت په دوه زره شلم کال کې دا تړون لاسلیک شوی و چې د جمهور رییس جو بایډن حکومت له یوه ترسره شوي عمل سره مخامخ و.

د هغې په وینا، دوی ته د تړون له عملي کیدو پرته بله لاره نه وه.

له ننه څلور کاله مخکې د قطر په پلازمینه کې د امریکا د هغه وخت د جګپوړي دیپلومات زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ دا تړون لاسلیک شو.

زموږ همکار د جرمني په برلین کې د پوهنتون له استاد محمد اسحق اتمر نه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، چې د امریکا د حکومت د یوې ویاندې دا څرګندونې په څه معنی دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:31 0:00

XS
SM
MD
LG