د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

ایم‌ډي‌سي: د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړوي


ارشیف: د پروان په غوربند کې دغه ماشوم د ناچاوده توکو د چاودنې له کبله خپله پښه له لاسه ورکړې ده.
ارشیف: د پروان په غوربند کې دغه ماشوم د ناچاوده توکو د چاودنې له کبله خپله پښه له لاسه ورکړې ده.

د "ایم‌ډي‌سي" (MDC) په نوم د ماینپاکۍ موسسه وايي، د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنې په افغانستان کې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

له څو لسیزو د ماینونو او ناچاوده مهماتو د ختمولو له هڅو سره سره د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خاوره په دغو مهماتو پوښلې ده.

د "ایم‌ډي‌سي" ماینپاکۍ موسسې رییس وايي، دغه ماینونه او ناچاوده مهمات هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته، چې اکثریت یې ماشومان دي، مرګ‌ژوبله اړوي.

شهاب حکیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ماینونه او نور ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کې د میلیونونو انسانانو ژوند ګواښي.

هغه وايي: "د افغانستان دوه پر درېیمه برخه، یعنې له څلور سوه ولسوالیو څخه ۲۶۶ یې په ماینونو ککړې دي. درې میلیونه خلک د ماینونو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي. چاودونکي توکي هره میاشت تر ۷۰ زیات کسان چې اکثریت یې ماشومان دي، معلول یا یې وژني. د ماینونو او ناچاوده توکو ککړتیا چې له ۲۰۰۱م څخه مخکې او اوس رامنځته شوې دغه ولایتونه سخت ځپلي: ارزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه او میدان وردګ ولایتونه دي."

ارشیف: په بامیان کې یو ماین پاک د ناچاوده توکو د پاکولو پر مهال
ارشیف: په بامیان کې یو ماین پاک د ناچاوده توکو د پاکولو پر مهال

په افغانستان کې زیات ماینونه او ناچاوده مهمات د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او تر هغه وروسته کلونو کې ځای پرځای شوي دي.

په تېرو لسیزو کې ډول ډول ماینونه او نور مهمات د دولت ضد وسله‌والو له خوا هم ځای پر ځای شوي چې د وخت د حکومت پوځي کاروانونه په نښه کړي، خو زیات وخت یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی شفیق‌الله افغان هغه معلول دی چې د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو مسوولیت ورترغاړې دی او څو کاله مخکې یې د سړک غاړې بم په چاودنه کې دواړې پښې معلولې شوې دي.

افغان وویل: "اوس د مور و د میرې چلند راسره کوي. راته وايي چې شل کاله مو مفته خوړلې ده، نور دې خوا ته رانه شئ. پر وخت معاش نه راکوي. ډېرې ستونزې یې راته جوړې کړې دي. د خپلو کسانو معلول ته (د کاله) یو لک او یولک او شل زره معاش ورکوي، موږ ته ۳۵زره، ۳۴زره یا هم ۱۸زره معاش راکوي. په دې زموږ د یوه کال ګوزاره نه کېږي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر فبروري میاشتې پورې ۱۴۰۰ کسان د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو په چاودنو کې ټپیان شوي چې له دې ډلې ۸۶ فیصده یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د هېلوټرسټ موسسې مدیر او د پروګرامونو مشر فرید احمد همایون په غبرګولي یا جوزا میاشت کې ویلي وو، په ډله‌ییز ډول له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدلو د ماینونو او ناچاوده مهماتو په چاودنو کې د خلکو د زیانمنېدو خطر زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG