د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

م.م او ای ار یو د ماینونو د پاکولو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړ


ملګري ملتونه او د واټونو د خوندیتوب نړېواله اداره غواړي، چې د دغه پروګرام په پلي کولو سره د کابل او شمال ترمنځ د لوی لارې دواړو خواو ته د سلو مټرو په اندازه ځمکه له ماینونو پاکه کړي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د ماین پاکولو په دغې پروژې باندې شاوخوا یونیم میلیونه ډالره لګښت راځي چې د ملګروملتونو د ماین پاکي دفتر یا یو ان مس له خوا ورکول کیږي.

د واټَونو د خوندیتوب د نړېوالې اداري استازی ایګور ایوانوف دغه پروژه ګټوره بولي او وایي، چې د دې پروژې یوهدف د وریښمو لارې بیا جوړولو ته د زمینې برابرول دي:

(دې لپاره چې افغانستان د اسیا په زړه کې موقیعت لري نو د وریښمو د لارې د بیا جوړولو په برخه کې مهم رول لري.

موږ له فرانسې او بریتانیا څخه تر افغانستانه پورې د وریښمو د لارې دغه فاصله طې کوو، سلګونه کاله مخکې د وریښمو له دې لارې څخه سوداګریز توکي له اسیا څخه اروپا ته او له اروپا څخه اسیا ته لیږدول کېدل.)

د اې ټې سي ماین پاکونې موسېسې مسول کفایت الله ابلاغ په دې برخه کې د ملګروملتونو د مرستې هرکلۍ وکړ او زیاته یې کړه، چې له دې سره به د دغې موسېسې سلګونه هغو کارکوونکو ته چې د بودیجې د کموالي له امله بې کاره شوي وو د کار زمینه برابره شي، ښاغلي ابلاغ د دغې پروژې هدف داسې څرګند کړ:

(د دې پروګرام د پلي کولو سره به د دې زمینه برابره شي، چې د ارتباط مهمه وسیله چې هغه سړکونه دي خوندي وساتل شي، یو عمومي سړک چې کابل او منځنۍ اسیا سره نښلوي د دغه سړک دواړوو خواوو ته موږ د سل متره په فاصلې ځمکه د ماینونو څخه پاکوو، له دې سره به د ترانسپورتیشن په برخه کې خوندیتوب رامنځ ته شي او دا به یو عمومي سړک شي نور هېوادونه به د منځنۍ اسیا او کابل سره ونښلوي .)

په افغانستان کې د ماین پاکونې مسولین وایي، د دوي له احصایې سره سم اوس مهال په هېواد کې پخواني خښ شوي ماینونه په میاشت کې څلویښتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

دغه مسولین وایي، تر اوسه د دایکنډي ولایت په بشپړه توګه د خښ شوو ماینونو له موجودیت څخه پاک شوی او تر راتلوونکو څو کلونو پورې به د هېواد نورې سیمې هم د ماینونو له موجودیت څخه پاک کړي.

د دوي په خبره د کندهاراو هلمند په ګډون د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې ډیر خښ شوي ماینونه موجود دي.
XS
SM
MD
LG